تجزيه

روسیې او ایران د جنګ د اوږدولو لپاره طالبانو ته نوې وسلې ورکړې دي

د سلیمان راپور

د غوایي په ۴ مه خپاره شوي یوه عکس کې د طالبانو د جنګي روزنې د یوه پروګرام تازه فارغان په افغانستان کې په کوم ځای کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې نوي مزي یونیفورمونه یې اغوستي دي. [آرشیف]

د غوایي په ۴ مه خپاره شوي یوه عکس کې د طالبانو د جنګي روزنې د یوه پروګرام تازه فارغان په افغانستان کې په کوم ځای کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې نوي مزي یونیفورمونه یې اغوستي دي. [آرشیف]

کابل -- افغان تحلیلګران او پخواني پوځي افسران وایي چې ایران او روسیه طالبانو ته د وسلو او تجهیزاتو ورکولو ته دوام ورکوي او دا کار له افغان حکومت سره د اورپکو د جنګ د زیاتولو او د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو لپاره کوي.‌

د وري په ۲۳مه د اورپکو د ډلې له خوا د «الفتح» په نامه د پسرلنیو عملیاتو له اعلانېدلو څخه وروسته په ټولنیزو رسنیو د طالبانو داسې عکسونه خپاره شول چې په نویو وسلو او یونیفورمونو سمبال دي.

د افغان هوایي ځواک پخواني قوماندان او پخواني مرستیال لوی درستېز تورن جنرال عبدالوهاب وردک سلام ټایمز ته وویل، هغه وسایل له ایران او روسیې څخه راځي، او طالبان «د دغو وسلو په کارولو سره جنګ ترسره کوي او سختوي.»

وردک وویل، «زمونږ ځمکنیو ځواکونو او کارپوهانو مونږ ته پخوا ویلي وو چې هغوی په فراه او هلمند ولایتونو کې له طالبانو څخه پرمختللې ایرانۍ او روسۍ وسلې لکه راکټونه او د شپې لیدونکي دوربینونه نیولي دي.»

د وري په ۲۳مه د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس چې د ادعاوو له مخې د هغوی جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د یادې ډلې د نویو اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو لپاره د تیاري پر وخت ښیي.‌ هلته د نوي ماډل موټران لیدل کیږي. [آرشیف]

د وري په ۲۳مه د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس چې د ادعاوو له مخې د هغوی جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د یادې ډلې د نویو اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو لپاره د تیاري پر وخت ښیي.‌ هلته د نوي ماډل موټران لیدل کیږي. [آرشیف]

د وري په ۲۳مه د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د یادې ډلې یو غړی په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې د یوه ګرنېټ ویشتونکي راکټ په وسیله ډز کوي.‌ دا کار د یادې ډلې له خوا د اعلان شویو وروستیو پسرلنیو عملیاتو لپاره د یادې ډلې د تیاریو یوه برخه بلل کیږي. [آرشیف]

د وري په ۲۳مه د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د یادې ډلې یو غړی په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې د یوه ګرنېټ ویشتونکي راکټ په وسیله ډز کوي.‌ دا کار د یادې ډلې له خوا د اعلان شویو وروستیو پسرلنیو عملیاتو لپاره د یادې ډلې د تیاریو یوه برخه بلل کیږي. [آرشیف]

هغه زیاته کړه، «پخوا په فراه، نیمروز او هرات ولایتونو کې له پرمختللیو ایرانیو او روسیو وسلو څخه استفاده کېدله. اوس طالبان په بادغیس او غور ولایتونو کې له دغو وسلو څخه استفاده کوي.»

وردک وویل، د دغو پوځي مرستو له برکته، «طالبان ډېر قوي شول. په حقیقت کې، طالبانو له یادو دوه هېوادونو څخه د ترلاسه کړیو جنګي تجهیزاتو او وسلو په کارولو سره خپل الفتح عملیات پیاوړي کړي دي.»

روسي ډاکتران له ټپي شویو اورپکو سره مرسته کوي

تحلیلګران وایي،د روسیې او ایران له خوا مالي او پوځي ملاتړ د یادو دوه هېوادونو له خوا د یوه داسې کمپاین برخه دی چې له طالبانو سره مرسته کوي څو حکومت راوپرځوي او په افغانستان کې د هغوی له خوښې سره سم یو رژیم جوړ کړي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر اکبرجان پولاد سلام ټایمز ته وویل، «ایرانیان او روسان غواړي چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه د هغوی تر نفوذ لاندې وي.»

«هغوی نه غواړي چې زمونږ هېواد له متحده ایالاتو سره ستراتیژیک مشارکت ولري او هڅه کوي چې د طالبانو په ملاتړ کولو سره حکومت راوپرځوي.»

پولاد وویل، «ایران په مطلق ډول په هغو شخړو کې ښکېل دی چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې ویجاړتیاوې رامنځته کوي.»

هغه د یوه افغان سرحدي ښارګوټي نامې ته په اشارې وویل، «کله چې زه د سرحدونو قومونو او قبایلو د چارو وزارت کې د جرګو او قومي چارو رییس وم، یو ځل ماته خبر راکړل شو چې له روسیې څخه شېرخان بندر ته ۱۱ کانټینره وسلې راغلي او د شمال په شپږو ولایتونو کې توزیع شوي دي.»

پولاد زیاته کړه، روسان او ایرانیان هڅه کوي چې طالبانو ته روزنه ورکړي، په داسې حال کې چې روسي ډاکتران ټپي شوي طالب اورپکي تداوي کوي.‌

هغه وویل، «په کندوز ولایت کې، طالبانو له روسي نښه ویښتونکو وسلو یا سنایپرز څخه استفاده کوله.»

د سولې د پروسې کمزوري کول

د پوځي چارو تحلیلګران وایي، په ورته وخت کې، روسیه او ایران هڅه کوي چې د طالبانو د ملاتړ له لارې په افغانستان کې د ناټو ماموریت ته ماتې ورکړي او د سولې پروسه کمزورې کړي.

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال محمداګل مجاهد سلام ټایمز ته وویل، «روسان او ایرانیان طالبانو ته وسلې، مهمات او پرمختللي پوځي تجهیزات ورکوي.»

هغه وویل، د دغې مرستې «له امله د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنګ زیات شوی دی.»

مجاهد وویل، «ناټو ... افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو ته مالي، پوځي او د تجهیزاتو ملاتړ برابروي.»

«بل لوري ته، ایران او روسیه چې له متحده ایالاتو سره سیالي کوي، طالبانو ته مالي او پوځي مرستې برابروي چې متحده ایالاتو ته تاوان ور ورسوي او په افغانستان کې د نړۍ والو ځواکونو ماموریت ته ماتې ورکړي.»

مجاهد وویل،‌د ایران اسلامي انقلابي ګارډ «د پوځي روزنې، ستراتیژیکې لارښوونې، او جنګي وسایلو په برخو کې له طالبانو سره مرسته او همکاري کوي، او د ایران د خاورې له لارې طالبانو ته پوځي تجهیزات رالېږدوي.»

مجاهد وویل، طالبانو ته د وسلو او تجهیزاتو د ورکولو هدف دا دی چې د متحده ایالاتو د سولې هڅې سبوتاژ او د سولې پروسه مختله کړای شي.

د ولسي جرګې یوه پخواني غړي محمد داود کلکاني ومنله چې ایران او روسیه هڅه کوي چې له طالبانو سره مرسته وکړي څو په افغانستان کې امریکایي ځواکونه له ستونزو سره مخامخ او د سولې هر فرصت کمزوری کړای شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغو عکسونو په پام کې نیولو سره چې طالبانو د خپلو ځانګړیو ځواکونو او د هغوی د پوځي تجهیزاتو په رابطه په خپلو وېب سایټونو خپاره کړي، زه کولی شم ووایم چې په دې کې شک نشته چې هغوی دا هر څه له خپلو لویو سیمه ییزو ملاتړ کوونکیو “…” څخه ترلاسه کوي، څو طالب جنګیالي وکولی شي چې دغه جنګونه په ټول هېواد کې خپاره کړي.»

کلکاني وویل، «ایرانیان او روسان طالبانو ته مرسته او ملاتړ برابروي څو متحده ایالات په افغانستان کې فلج کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکا متحده ایالات چې په سر کې زمونږ هېواد ته راغلل، هغوی کولی شوای چې طالبان او جنګ کنټرول کړي، خو هغوی له دې جنګ څخه بده استفاده وکړه او اوس د هغوی لپاره له کنټرول څخه وتلی دی. د امریکا د متحده ایالاتو رقیبانو د طالبانو د لارښوونې کیلي په لاس کې اخیستې ده‌.

ځواب ورکړئ

طالبان له داعش سره په جنګ کې یوازني تر ټولو ډېر مؤثر دي. د امریکا متحده ایالات په دې ډېر ښه پوهېږي. د سولې اوسنۍ پروسه داسې ده چې طالبان پخلا شي او د افغان حکومت یوه رسمي برخه وګرځول شي. یوازې ځینې وږي افغانان د ناټو له وتلو څخه په وېره کې دي چې هغوی به خپلې پیسې له لاسه ورکړي، خو هغه هم هسې چټیات دي. ملګري ملتونه به تر هغه وخته پورې د افغانستان مرسته کوي څو چې افغانان خپل اقتصاد بیا پیل کړي.

ځواب ورکړئ

دا نو بېخي کثافت او پروپاګند دی.

ځواب ورکړئ