امنیت

د افغانستان د جګړې په سختېدلو سره د ځمکنیو ماینونو د قربانیانو شمېر زیات شوی دی

ای اېف پي

د مصنوعي غړو لرونکي کسان د تېرې لیندۍ میاشتې په ۲۸مه په هلمند ولایت کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د مرکز په دهلېز کې روان دي. [ضیأ ثمر]

د مصنوعي غړو لرونکي کسان د تېرې لیندۍ میاشتې په ۲۸مه په هلمند ولایت کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د مرکز په دهلېز کې روان دي. [ضیأ ثمر]

کابل -- په افغانستان کې د بیا رغېدنې یا فزیوتراپۍ په یوه مرکز کې، عمران ګل دوه جوړه سیخان د دې لپاره نیولې چې په خپله نوې پښه باندې وزن ور کم کړي.‌

دغه ۲۵ کلن کوچي د یوې تپې په اړخ کې په کرنیزه ځمکه ټرېکټر چلاوه چې ځمکنی ماین پرې وچاودېد، او هغه یې د داسې یوه مصیبت تر ټولو تازه قرباني کړ چې په وروستیو کلونو کې د حکومت او طالبانو تر منځ د جنګ په سختېدلو سره له بد نه بدتر شوی دی.

ګل په داسې حال کې چې په خپله مصنوعي پښه یې تګ زده کاوه، ای اېف پي ته وویل، «ما د بم اواز وا نه ورېد.»

هغه زیاته کړه، «ما خپلې پښې ته لاس ور وړ او چې کتل مې پښه مې نه وه، او په سترګو کې مې د پرخچو ټوټې ننوتې وې. زما لاسونه په وینو لړلي ول.»

افغان کډوال د کب په ۲۱مه د کابل په لمنو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په کمپ کې د بمونو او ماینونو نمونې ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان کډوال د کب په ۲۱مه د کابل په لمنو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په کمپ کې د بمونو او ماینونو نمونې ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ماین پاکۍ یو افغان کارپوه د کب په ۲۲مه د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ماینونه شنډوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ماین پاکۍ یو افغان کارپوه د کب په ۲۲مه د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ماینونه شنډوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په غزني ولایت کې هم چاودنې د ګل دوه ګوتې پرې کړې وې.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې (یو اېن اېم ای اېس) د راپور په اساس، د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۶ تر منځ موده کې د ځمکنیو ماینونو او «د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو موادو» له امله د تلف شویو کسانو شمېر پنځه برابره زیات شوی، او په دې برخه کې د تېر کال ارقام موجود دي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جنګ د سختېدلو په نتیجه کې، په ځانګړې توګه له ۱۳۹۳ راهیسې تلفات زیات شوي دي.

د جګړې په میدانونو کې ځمکني ماینونه، د هاوان ناچاودې ګولۍ، راکټونهاو په کور کې جوړ بمونه پاتې دي -- چې اکثر یې د ماشومانو لاسونو ته ورځي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې رییس پیټرک فوکټ وویل، «مونږ هڅه کوو چې په افغانستان کې د داسې سیمو شمېر زیات کړو چې ښیي چې ماینونه لري.»

افغان حکومت د ځمکنیو ماینونو ضد یو نړۍ وال تړون لاسلیک کړی، خو طالبان او نور اورپکي داسې اصولو ته پابند نه دي.

فوکټ وویل، «په ۱۳۹۱ کې، په افغانستان کې د تلفاتو (وژل کېدونکو او ټپي کېدونکو) میاشتنی شمېر خواوشا ۳۶ ته راټیټ شو، چې اوس هم ډېر زیات دی.»

خو هغه شمېرې زیاتې شوې دي. په ۱۳۹۶ کې، د میاشتې له ۱۵۰ څخه ډېر تلفات پېښ شول.

د چاودېدونکو توکو په نویو پاتې شونو سربېره، افغانستان اوس هم په ۱۳۶۰مو کلونو کې د افغان - شوروي له جګړې او په ۱۳۷۰مو کلونو کې د کورنۍ جګړې څخه د راپاتې ماینونو له میراث سره لاس او ګرېوان دی.

د پیسو کموالی

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د موسسې د پروګرام د څانګې مرستیال محمد جمشېدي ای اېف پي ته وویل، احتمال شته چې د پیسو د کموالي له امله دا هېواد د ملګرو ملتونو دا هدف چې تر ۲۰۲۳ پورې له ماینونو څخه پاک شي، پوره نه کړي.

هغه وویل، «په دغه ضرب الاجل هدف ته رسېدل سخت ښکاري او علت یې دا ټول نوي تیت شوي توکي او د ماین پاکۍ لپاره د کافي اندازه پیسو نشتوالی دی.»

په یوه هڅه کې چې د لا نورو تراژیدیو مخه ونیول شي، بېلابېلې موسسې داسې معلوماتي پروګرامونه جوړوي چې د ماشومانو په شمول ملکي خلکو ته خبرداری ورکوي.

د ډنمارک د کډوالو د شورا یوه کارکوونکي حشمت الله یادګاري وویل، ډېر افغانان -- په ځانګړې توګه راستنېدونکي پخواني کډوال -- حتی نه پوهېږي چې ځمکني ماینونه او نور ناچاوده توکي څه بڼه لري.

یادګاري وویل، عادي افغانان «د هغو په هکله هېڅ معلومات نه لري.»

د کابل په لمنو کې د کډوالو په یوه کمپ کې په یوه خېمه کې، یوې کورنۍ په وروستیو کې د ناچاودو وسیلو داسې بېلابېل ډولونه ولیدل چې ښایي هغوی ورسره مخامخ شي.

سکینې حبیبي چې د درې ماشومانو مور ده او په پاکستان او ایران کې له نژدې ۳۰ کاله وخت تېرولو څخه وروسته افغانستان ته راستنه شوې، وویل، «مونږ د ځمکنیو ماینونو په هکله هېڅ پوهه او معلومات نه لرل.»

له چاودنو څخه ژوندي پاتې ډېرکسان د اورتوپیدیک بیا رغېدنې د هغو اوو روغتونونو څخه چې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې له خوا تمویلیږي، یوه ته د درملنې لپاره ورځي.

'نېکمرغه دی چې ژوندی دی'

د بیارغېدنې په عین هغه مرکز کې چې ګل، هغه کوچی چې یوه پښه یې له لاسه ورکړې وه، په کې تداوي کېده، ناروغانو په خپلو مصنوعي پښو تګ زده کاوه.

د عبدل په نامه یو افغان ماین پاک هغه ته د دواړو پښو له لګولو څخه وروسته په لومړي ځل له مرستې څخه پرته ودرېد.

هغه پنځه میاشتې مخکې له طالبانو څخه د یوه کور له بېرته نیول کېدلو څخه وروسته هلته پټ ماینونه شنډول چې چاودنه وشوه.‌

عبدل وویل، «ما پنځه فشاري ماینونه غیرفعال کړل. شپږم یې داسې جوړ شوی وو چې رڼا ته په مخامخ کېدلو یې چاودنه کوله. کله چې ما خپل څراغ ورنژدې کړ -- غړم.»

هغه زیاته کړه، «ما خپل کار وکړ، ما د دغو ماینونو په وسیله د خلکو د وژل کېدلو مخه ونیوله. که څه هم چې ما خپلې پښې له لاسه ورکړې، زه بختور یم چې لا اوس هم ژوندی یم.»

دغه مقاومت کوونکی د دوه ماشومانو پلار غواړي چې خپلې وظیفې ته دوام ورکړي. هغه وویل، «چې بیا د نورو خلکو ژوند وژغوري» او داسې پېښې یې وکړې چې غواړي په یوه لاس کې یې د ماین پیداکوونکې وسیله او په بل لاس کې یې امسا وي.

د کابل د مرکز رییس نجم الدین هلال وویل، د هغو ۱۲۰۰۰ نویو ناروغانو له ډلې څخه چې کال په کال د سره صلیب نړۍ والې کمېټې ته راځي، د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ یې د جګړې قربانیان دي چې د هغوی په ډله کې بیا له پنځو څخه څلور برخې د ځمکنیو ماینونو په وسیله ټپیان شوي دي.

په فزیکي بیارغونه سربېره، دغه مرکز له ناروغانو سره کار کوي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې په ټولنه کې یو نوی ځای ومومي. د کابل په روغتون کې د ۳۰۰ کارمندانو له ډلې څخه نژدې نیمیایي معلول دي.

هلال وویل، «هغوی په اسانۍ سره زده کړه کوي، او هغوی کولی شي چې نویو معلولینو ته په اسانۍ سره ښوونه وکړي. هغه د نویو ناروغانو لپاره یوه هیله ده چې ګوري چې ژوند روان دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500