تروريزم

د داعش پټ شوی او مات شوی مشر په ۵ کالو کې په لومړي ځل راڅرګند شو

سلام ټایمز

داعش د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۹ مه/ د ادعاوو له مخې د خپل مشر ابوبکر البغدادي یو ویډيوي پیغام چې د یوټیوب په دې سکرین شاټ عکس کې لیدل کیږي خپور کړ. تحلیلګران او نور مبصران د داعش مشر غندي.

داعش د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۹ مه/ د ادعاوو له مخې د خپل مشر ابوبکر البغدادي یو ویډيوي پیغام چې د یوټیوب په دې سکرین شاټ عکس کې لیدل کیږي خپور کړ. تحلیلګران او نور مبصران د داعش مشر غندي.

د داعش د تښتېدلي مشر له خوا په یوه ویډیو کې په تازه راښکاره کېدلو سره کتونکیو د هغه دا هڅه غندلې چې غواړي د خپل تش په نامه شړېدلي «خلافت» پاتې شوني بیا راټول کړي.

بي بي سي وایي چې داعش دغه ویډیو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۹ مه/ آنلاین خپره کړه او ویې ویل چې هغه د غوایي په میاشت کې جوړه شوې ده.

امریکاغږ راپور ورکړ چې دغه ویډیو له ۱۸ دقیقو څخه اوږده ده او یو سړی چې ویل کیږي ابوبکر البغدادي دی په داسې حال کې ښیي چې د داعش نورو غړو ته خبرې کوي.‌

په ویډیو کې، دغه سړی چې د البغدادي په نامه معرفي شوی، د سوریې د باغوز په له لاسه ورکولو اعتراف کوي. هغه د دغې ډلې د قلمرو وروستۍ ټوټه وه چې د ایتلاف له خوا ملاتړ کېدونکیو ځواکونو د وري په میاشت کې ونیوله.

هغه وویل، «د باغوز په سر جګړه پای ته رسېدلې ده.»

په یوه هڅه کې چې په نړۍ کې خپل خواره شوي پلویان راټول کړي هغه ادعا وکړه چې په سریلانکا کې د ایستر د یکشنبې /د غوایي د ۱/ عام قتلونه د باغوز د سقوط انتقام وو.

د امریکاغږ د راپور له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مایکل لاوالي وویل، «مونږ له هغې ویډیو څخه چې نن راوتلې ده خبر یو. تحلیلګران به دغه ویډیو وارزوي، او مونږ به یې استخباراتي ادارو ته وسپارو چې اصلیت یې تایید کړي.»

که دغه ویډیو باوري وي، دا به د ۱۳۹۳ د زمري له میاشتې راهیسې چې البغدادي د عراق په موصل کې خبرې کړې وې دا د هغه لومړی ځل راښکاره کېدل وي.

د داعش ماتې هغه وخت چټکه شوه چې ایتلافي ځواکونو د کلونو په اوږدو کې د ځمکې او هوا له خوا پرې ګوزارونه وکړل.

د بي بي سي د راپور له مخې، د ۲۰۱۴ په وروستیو او د ۲۰۱۵ په لومړیو کې چې دغه ډله په خپل اوج کې وه په سوریه او عراق کې یې ۸۸۰۰۰ مربع کیلومتره ځمکه کنټرولوله. په ۱۳۹۶ کې هغوی موصل او د سوریې الراقه له لاسه ورکړل او بالاخره د ځمکې یوې کوچنۍ ټوټې -- باغوز کلي ته ورټول شول.

'شرموونکی'

کتونکیو په چټکۍ سره د داعش مشر وغانده. هغه څو کاله مخکې ځان پټ کړ په داسې حال کې چې په زرګونو پلویان یې د متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کېدونکیو غښتلیو ځواکونو پر ضد جګړه کې ووژل شول.

په پېښور کې مېشت د سیاسي چارو تحلیلګر خادم حسین پوښتنه وکړه، «څنګه کېدای شي چې یو څوک د داسې یوه قلمرو د له لاسه ورکولو انتقام واخلي چې هغه یې ملکیت نه وو؟ که یو څوک نشي کولی چې د خلکو په وړاندې راښکاره شي، څنګه کېدای شي چې هغه د منظمو او قانوني اردوګانو پر ضد جنګ وکړي؟»

هغه سلام ټایمز ته وویل، البغدادي به د پاکستاني ترهګرو له برخلیک سره، چې فعالیتونه یې په وروستیو کلونو کې کم شوي دي، مخامخ شي.‌

په پېښور پوهنتون کې د نړۍ والو اړیکو استاد ډاکتر عطاءالله خان سلام ټایمز ته وویل، خلکو چې په نړۍ کې یې د داعش له خوا د دې ډلې په تبلیغاتو کې د ملکي خلکو پر ضد ترسره شوي ظلمونه ښودلي دي، د یادې ډلې له خوا د هر ډول بیا رغېدنې هڅې رد کړي.

هغه وویل، «هغه بې رحمي چې داعش د بې وسلې خلکو پر ضد وښودله.»

په پېښور کې دیني عالم مولانا جمیل قریشي سلام ټایمز ته وویل، هغه ویډیو چې ادعا کیږي د البغدادي ده هغه «شرموونکې» ده. نوموړي وویل، «د داعش فعالیتونه د قران کریم د لارښوونو مخالف دي.»

افغانستان د داعش پټنځای نه دی

افغان تحلیلګرانو چې دغه ویډیو یې لیدلې ده وویل، که البغدادي فکر کوي چې د هغه په شا تمبېدلی حرکت کولی شي چې په افغانستان کې په مېشتېدلو سره کولی شي چې خپل ځای به بیا ترلاسه کړي، هغه غولېدلی دی.

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر عزیز ستانکزي سلام ټایمز ته وویل، «دغه ډول ویډیوګانې به یوازې پروپاګند وګڼل شي ځکه چې داعش دا وړتیا له لاسه ورکړې چې خپل جنګیالي بیا راټول کړي.»

هغه یاده کړه، دغه ګروپ ته «په عراق او سوریه کې درانه تاوانونه» ور رسېدلي او په افغانستان کې «افغان او ایتلافي ځواکونو ماتې ورکړې ده. په تېرو دوه څخه تر درې کلونو پورې وخت کې معلومه شوه چې افغانانو د هغه جنګیالیو ته په هېواد کې په هېڅ ځای کې اجازه ورنه کړه.»

د افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یوه سلاکار نصرالله مصدق سلام ټایمز ته وویل، «لومړی، البغدادي هڅه کوي چې د خپلو ماتو شویو جنګیالیو مورال قوي کړي. دویم، هغه غواړي وښيي چې دغه ګروپ بېرته رغېږي.»

مصدق له ستانکزي سره موافقه وکړه او ویې ویل، «افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باید د دغه ګروپ ماتولو ته تیار اوسي»، او مشوره یې ورکړه چې ایتلافي او محلي ځواکونو په عراق، سوریه او افغانستان کې داعش ته ماتې ورکړې ده.‌

[له پېښور څخه اشفاق یوسفزي او له کابل څخه سلیمان د دې راپور په تیارولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د طالبانو ډله د تېر وخت کیسه ګرځېدلې ده، خو بیا هم متحده ایالات غواړي چې پر هغوی زور راوړي چې سوله وکړي. تر هغه وروسته به متحده ایالات مجبور شي چې په افغانستان کې د خپل حضور د توجیه کولو لپاره یوه بله بهانه ولټوي د مثال په توګه افغانستان ته د داعش راوړل، د هغه د ځواکونو زیاتول، د افغانستان د منابعو قاچاق کول، د افغانستان د خلکو لپاره ستونزې جوړول، او د هغوی دا ناوړه پرېکړه چې افغانستان په یوه بل عراق یا سوریه باندې واړوي.‌

ځواب ورکړئ

د داعش ډله یوه غربي پروسه ده چې د هغوی له خوا پروګرام کېږي او په منظمه توګه د غرب له خوا کنټرولېږي. دې ته اړتیا نشته چې یاده شي چې د هغو خلکو له ډلې څخه چې له داعش سره یوځای کیږي، ډېر دا کار یا له ډېر اخلاص څخه کوي یا یې اسلام ته د هغوی د میلان له امله کوي ځکه هغوی نه پوهېږي چې داعش د لوېدیځ یوه پروسه ده، او نه هغوی په دې حقیقت خبر دي چې هغه د دې لپاره کار کوي چې د متحده ایالاتو او د هغه د متحدانو ګټې خوندي کړي.‌

ځواب ورکړئ