ديپلوماسي

په کابل کې د لویې جرګې په پای ته نژدې کېدلو سره افغانانو د اوربند غوښتنه وکړه

ای اېف پي

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه خواوشا ۳۲۰۰ استازي د غوایي په ۹مه په کابل کې راټول شول چې له طالبانو سره د سولې لپاره د یوه احتمالي چوکاټ په هکله خبرې اترې وکړي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه خواوشا ۳۲۰۰ استازي د غوایي په ۹مه په کابل کې راټول شول چې له طالبانو سره د سولې لپاره د یوه احتمالي چوکاټ په هکله خبرې اترې وکړي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

کابل -- افغانانو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۲مه/ په داسې حال کې چې په کابل کې روانه مشورتي لویه جرګه پای ته نژدې شوه، د اوربند غوښتنه وکړه. په دې جرګه کې په زرګونو استازو څلور ورځې په دې ولګولې چې له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د ممکنو شرایطو په هکله خبرې وکړي.

په دې جرګه کې چې د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۹ مه/ پیل شوه د هېواد له بېلابېلو برخو څخه له ۳۰۰۰ څخه ډېر دیني او قومي مشران، سیاستوال او استازي تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې راټول شول او د سولې د امکان په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د جرګې رییس عبدالرب رسول سیاف وویل، «دا تاسو یئ چې حکومت ته به د سولې په لور تللې لاره ورښیئ، او حکومت به هغه څه وکړي چې تاسو یې غواړئ.»

هغه وویل، «هیڅوک به پر تاسو هېڅ شی هم ونه تپي.»

د مشورتي لویې جرګې ښځینه برخه والو، په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني د غوایي په ۹مه په کابل کې د جرګې د پرانستې په ورځ خبرې کوي، غوږ نیولی دی. د داسې جرګو په لړ کې دا لومړی ځل دی چې د جرګې خواوشا ۳۰٪ برخه وال ښځې دي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/ فېسبوک]

که څه هم چې د جرګې بشپړې پایلې ښایي تر جمعې /د غوایي ۱۳مې/ پورې اعلان نشي، د ګڼو کمېټو مشرانو وویل چې هغوی غواړي چې تاوتریخوالی په سملاسي توګه ودرول شي. تاوتریخوالی په افغانستان کې د سولې له غونډو سره سره هم لا روان دی.

د جرګې د ډېرو کمېټو له ډلې څخه د یوې کمېټې رییس محمد قریشي وویل، «هره ورځ، افغانان له کوم دلیل څخه پرته وژل کیږي. یو بې قید او شرطه اوربند باید اعلان کړای شي.»

طالبانچې په دغو خبرو کې یې برخه نه وه اخیستېپه دې اونۍ کې د قطر په مرکز دوحه کې د متحده ایالاتو د سولې استازي زلمي خلیلزاد سره جلا کتنه لري.

د افغاني ټولنې پراخ قشرونه اندېښنه لري چې طالبان به هڅه وکړي چې د ښځو د حقونو، د رسنیو د ازادیو او حقوقي خوندیتوبونو په برخو کې شوي پرمختګونه نفي کړي.

دا په دې معنی چې که واشنګټن او طالبان وکولی شي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په یوه موافقه او په نهایت کې د عسکرو د وتلو لپاره د مهالوېش په ټاکلو سره هوکړه وکړي، یاغیان به بیا هم د اوربند له ټینګېدلو څخه مخکې له افغان سیاستوالو او قومي مشرانو سره خبرې اترې کوي.

د یوې کمېټې غړي فیض الله جلال جرګې ته وویل، «مونږ داسې سوله نه غواړو چې د ښځو حقونه، د بیان ازادي په کې نه وي تضمین شوي او انتخابات په کې نه ترسره کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500