ديپلوماسي

غني د لویې جرګې له خوا د اوربند له غوښتنې څخه وروسته د اوربند لپاره 'چمتووالی' وښود

ای اېف پي

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه خواوشا ۳۲۰۰ استازي د غوایي له ۹ مې څخه د غوایي تر ۱۳مې پورې په کابل کې جرګه شول چې له طالبانو سره د سولې لپاره د یوه احتمالي چوکاټ په هکله خبرې وکړي.

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه خواوشا ۳۲۰۰ استازي د غوایي له ۹ مې څخه د غوایي تر ۱۳مې پورې په کابل کې جرګه شول چې له طالبانو سره د سولې لپاره د یوه احتمالي چوکاټ په هکله خبرې وکړي.

کابل -- په مشورتي لویه جرګه کې د استازو له خوا د یوه عاجل او دایمي اوربند له غوښتنې څخه وروسته، ولسمشر اشرف غني وویل نوموړی په مشروط ډول «چمتو دی» چې له طالبانو سره اوربند تطبیق کړي.

په کابل کې په جرګه کې بحثونه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدل، خو د جمعې په ورځ /د غوایي ۱۳مه/ برخه والو یوه اعلامیه خپره کړه او غني وینا وکړه. په جرګه کې خواوشا ۳۲۰۰ دیني عالمان او قومي مشران، برخه وال او استازي د دې لپاره راټول شوي ول چې په افغانستان کې د روان ۱۸ کلن جنګ پای ته رسولو ته لاره ومومي.

استازو د لویې جرګې په پای کې په خپله اعلامیه کې وویل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت او د طالبانو تحریک باید یو سملاسي او دایمي اوربند اعلان او پلی کړي.»

استازو وویل چې اوربند باید د روژې د مبارکې میاشتې په پیل کې چې د راروانې دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ پیلیږي، پیل شي.

د مشورتي لویې جرګې ښځینه برخه والو د غوایي په ۱۳مه د جرګې په وروستۍ ورځ د ولسمشر اشرف غني وینا ته غوږ نیولی دی. دا لومړی ځل دی چې په داسې یوه جرګه کې خواوشا ۳۰٪ ښځې برخه لري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

د مشورتي لویې جرګې ښځینه برخه والو د غوایي په ۱۳مه د جرګې په وروستۍ ورځ د ولسمشر اشرف غني وینا ته غوږ نیولی دی. دا لومړی ځل دی چې په داسې یوه جرګه کې خواوشا ۳۰٪ ښځې برخه لري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

ولسمشر اشرف غني د غوایي په ۱۳مه په کابل کې جرګې ته وینا کوي. غني وویل هغه «تیار دی چې د اوربند مناسبه او قانوني غوښتنه ومني او تطبیق کړي» خو تاکید یې وکړ چې «داسې نشي کېدی چې هغه دې یو اړخیز وي». [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

ولسمشر اشرف غني د غوایي په ۱۳مه په کابل کې جرګې ته وینا کوي. غني وویل هغه «تیار دی چې د اوربند مناسبه او قانوني غوښتنه ومني او تطبیق کړي» خو تاکید یې وکړ چې «داسې نشي کېدی چې هغه دې یو اړخیز وي». [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

غني د جمعې په ورځ د جرګې استازو ته وویل چې هغه «چمتو دی چې د اوربند لپاره مناسبه او قانوني غوښتنه ومني او تطبیق کړي» خو تاکید یې وکړ چې «نشي کېدلی چې هغه یو اړخیز وي».

غني په خپله وینا کې وویل، «که طالبان د اوربند لپاره پوره چمتو وي، بیا مونږ کولی شو چې د تخنیکي جزیاتو په هکله خبرې وکړو.»

ولسمشر همدارنګه ژمنه وکړه چې د «ښه نیت» څرګندولو لپاره به ۱۷۵ تنه طالب بندیان ازاد کړي.‌

طالبانو تېر کال د روژې په پای کې وروسته له هغه چې غني په یاده میاشت کې د اتو ورځو په مخه یو اړخیز اوربند اعلان کړ، هغوی هم د درې ورځو په مخه اوربند اعلان کړ.

هغه له ۱۳۸۰ کال راهیسې لومړنی رسمي اوربند وو او په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پخلاینې بې سابقې صحنې ولیدل شوې.

د دې اونۍ په کم جوړې غونډه کې، چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې د خپل ډول لومړنۍ غونډه وه، برخه وال داسې احساساتي شول چې له سترګو یې اوښکو لارې وکړې، او په افغانستان کې د وروستیو وختونو د وحشتونو په یادولو سره یې یو پر بل تورونه ولګول، لږ تر لږه یو ځل په کې لاسي جنګ وشو او له اوږدو مخالفتونو سره سره یې د سولې په هکله فکر او خبرې وکړل.

د دوحې خبرې

جرګه په داسې حال کې پای ته ورسېدله چې له دې جلا د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او د متحده ایالاتو د سولې د استازي زلمي خلیلزاد تر منځ خبرې روانې دي. د اورپکو ډلې تر اوسه پورې د غني حکومت سره خبرې کول رد کړي دي.

دغه خبرې په داسې یوه احتمالي تړون باندې متمرکزې دي چې په نتیجه کې به یې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به یې طالبان دا تضمینوي چې نور به په دې هېواد کې ترهګرې ډلې فعالیت نه کوي.

خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې هغه طالبانو ته ویلي چې «افغانان، چې د هغوی ورونه او خویندې دي، غواړي چې دا جنګ پای ته ورسېږي. اوس د دې وخت دی چې هغوی وسلې کېږدي، تاوتریخوالی ودروي، او سوله وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې سوله ده. زمونږ د واکمن او هغو چې په قدرت کې دي عملونه او چلندونه غیراسلامي دي. که د هغوی چلند اسلامي وای سوله به په اتومات ډول وطن ته راشي. خلک د خپلو شخصي هیلو او ارزوګانو په رابطه فکر کوي، نه د نورو...

ځواب ورکړئ

سوله زمونږ وقار دی، په دې شرط چې متحده ایالات وځي او اشرف غني د اسلام احکامو ته تسلیم شي، که نه...

ځواب ورکړئ

که چیری طالبان اوربند ونه منی باید په سخته یی جواب ورکرل شی

ځواب ورکړئ

زما په نظر ولسمشر غني باید یو عمومي نظارت ولري څو وکولی شي چې د خلکو خدمت وکړي. همدارنګه هغه باید زمونږ له درنو علماوو څخه وغواړي چې د جوماتونو له ممبرونو څخه د سولې په هکله تبلیغ وکړي.

ځواب ورکړئ

که طالبان په ریښتیا افغانان وي هغوی باید سولې ته مخه کړي. په سوله کې ژوند کول د الله حکم دی.

ځواب ورکړئ

د افغانستان جنګ ډير حکومتي عسکر، طالبان او ايتلافي عسکر ووژل. دا ټول انسانان وو چي بايد پريښودل شوي واي چي عادي ژوند وکړي لاکن د وسلو، هيرويينو مافياوو، د خبيث پاکستان، ايران، روسيي او امريکا د خرتوبونو او حرصونو قرباني شول. الله تعالی دي په ټوله نړۍ کي سوله او ارامي راولي چي ټول انسانان په ارام او سکون سره ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

ښایسته لیکنه وه.. الله مو ژوندی لره

ځواب ورکړئ

د سولې جرګه کېدای شي د ټولو افغانانو لپاره ګټوره واوسي.

ځواب ورکړئ

هو

ځواب ورکړئ