امنیت

افغان ځواکونو په هرات کې د طالبانو له خوا له پرمختیایي پروژو څخه په زور د پیسو اخیستنه پای ته ورسوله

د عمر راپور

چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې په هرات ولایت کې له پرمختیایي پروژو څخه د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنې هڅې ټکنۍ کړي دي. [د هرات ښاروالي/ سلام ټایمز]

هرات -- چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې په هرات ولایت کې له پرمختیايي پروژو څخه د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنې هڅې ټکنۍ کړي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرو ډلو د تمویل له منابعو څخه یوه له ملکي خلکو څخه په زور د پیسو اخیستنه وه. د امنیت په تأمینولو سربېره، زمونږ د ډېرو عملیاتو تر شا دلیل دا وو چې په زور د پیسو اخیستنه ودروو او له نېکه مرغه چې په دې برخه کې مونږ ډېر کار کړی دی.»

فرهاد زیاته کړه، «ډېرې سیمې له طالبانو څخه پاکې شوي دي، او هغو امنیتي ځواکونو چې د دغو سیمو کنټرول په لاس کې لري، طالبان په زور د پیسو اخیستنې څخه منع کړي دی.»

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده سلام ټایمز ته وویل، «په هرات کې ځایي خلکو پولیسو ته د طالبانو او نورو ځواکمنو خلکو په هکله چې په زور د پیسو اخیستنه کې لاس لري شکایت کړی دی.»

کارکوونکي د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۲۶مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د یوې پرمختیایي پرژوې د برخې په توګه یو بېلوونکی دېوال جوړوي. [د هرات ښاروالي]

کارکوونکي د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۲۶مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د یوې پرمختیایي پرژوې د برخې په توګه یو بېلوونکی دېوال جوړوي. [د هرات ښاروالي]

یو دوکاندار د سلواغې په ۱۵مه په هرات کې مشتریانو ته د انتظار پر وخت له خپل دوکان څخه بهر ګوري. چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنې د مخنیوي په برخه کې پرمختګ کړی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو دوکاندار د سلواغې په ۱۵مه په هرات کې مشتریانو ته د انتظار پر وخت له خپل دوکان څخه بهر ګوري. چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنې د مخنیوي په برخه کې پرمختګ کړی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه وویل، «په سیمه کې د پولیسو ټولو مقاماتو ته ویل شوي چې د طالبانو له خوا له پرمختیایي پروژو او اوسېدونکیو څخه په زور د پیسو اخیستنې قضیې وڅېړي.»

ولي زاده زیاته کړه، «د هرات پولیس دې ته ژمن دي چې د هرې هغې ډلې مخه ونیسي چې له افغانانو څخه په زور پیسې اخلي یا یې وېروي. په زور د پیسو اخیستنې پر ضد مبارزه د پولیسو لپاره یو له لومړیتوبونو څخه دی.»

د طالبانو د جګړې تمویل

طالبان د پرمختیایي پروژو پلي کوونکیو ته ګواښونه کوي چې که اورپکو ته پیسې ور نه کړي برید به پرې وکړي یا دا چې په پروژه کې موجود کارکوونکي به ووژني او په دې توګه له پرمختیایي ادارو څخه پیسې ترلاسه کوي. اورپکو پخوا اکثر په شینډنډ، ادرسکن، چشت، فارسي، کشک کهنه، ګلران، غوریان او کوهسان ولسوالیو کې له پرمختیایي پروژو څخه په زور پیسې شکولې.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توريالي طاهري سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو ان د ولسي تړون د پروژې له تطبیقوونکو څخه ... چې په ښاري او کلیوالو سیمو کې فعالیت کوي په زور سره پيسې ترلاسه کولې.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالکریم حقیار سلام ټایمز ته وویل،‌«د یاغیانو له لویو عایداتي سرچینو څخه یوه له پرمختیایي پروژو څخه د پیسو شکول دي، او دغې عایداتي سرچینې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره مرسته کړې چې خپل جنګي ماشین روان وساتي.»

هغه زیاته کړه، «دا ستونزه د پرمختیایي پروژو کیفیت خرابوي.»

حقیار وویل، دغه ډول په زور د پیسو اخیستنه «له نړۍ والې ټولنې څخه ترلاسه شوې پیسې او کمزوري حکومتي فنډونه» ضایع کوي.‌

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالوحید احمدي چې ۳۴ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید له پرمختیایي پروژو څخه پیسې په زور وانه خلي ځکه چې هغوی هم د دې هېواد اتباع دي او له دې پروژو څخه ګټه اخلي.»

هغه وویل، «حکومت سړکونه یوازې د خپل ځان لپاره نه جوړوي. طالبان هم له دغو سړکونو څخه استفاده کوي، او هغوی باید له دغو پروژو څخه پیسې غلا نه کړي.»

احمدي زیاته کړه، «حکومت باید دا په زور د پیسو اخیستنې کارونه ودروي. که طالبان له دغو پروژو څخه پیسې په زور وانه خلي، د پروژو کیفیت به ښه شي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محسن احمدي چې ۲۷ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان عام خلک مجبوروي چې هغوی ته پیسې ورکړي. مونږ لیدلي چې طالبان په ولسوالیو کې له پرمختیایي پروژو څخه په زور پیسې اخلي.»

احمدي وویل، «حکومت باید د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنه ودروي چې پرمختیایي پیسې د هغوی جېبونو ته لاړې نشي او پروژې په بهتر ډول تطبیق کړای شي.»

په اسلام کې ممنوع

په هرات کې ديني عالمان د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنه غندي او وایي چې دا یو داسې ناروا کار دی چې د اسلام له لارښوونو څخه سرغړونه کوي.‌

د هرات د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي سلام ټایمز ته وویل،«د اسلام له نظره، هر څوک مسؤل دی چې د پرمختیایي پروژو او د هېواد د بیا رغونې د چارو د څارنې په برخه کې همکاري وکړي، خو ځینې [طالبان] -- چې د اسلام له لارښوونو څخه ناوړه استنباط کوي او خپلې ګټې په کې لټوي -- په زور پیسې اخلي، چې دا کار زمونږ د پرمختګ مخه ډپ کوي.»

شېرزادي وویل، «له پرمختیایي پروژو څخه په زور پیسې اخیستل په اسلام کې ناروا او منع دي.»

هغه وویل، «هغه کسان چې د بیارغونې او د پرمختیایي پروژو د تطبیق په وړاندې خنډونه جوړوي، د دې کار لپاره شرعي دلیل نه لري. د اسلام د اصولو له مخې، په زور د پیسو اخیستل یو غلط او غیرمشروع کار دی،‌ او د اسلام پېغمبر او قران کریم دا کار په مشخص ډول منع کړی دی.»

شېرزادي وویل، «طالبان د خلکو د وژلو لپاره د 'جهاد' له اصطلاح څخه ناوړه استفاده کوي. هر څوک چې ادعا کوي چې هغه جهاد کوي هغه باید بیارغونه ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500