امنیت

په ننګرهار کې د طالبانو او داعش تر منځ وخت په وخت جنګونو په زرګونو خلک تېښتې ته اړ کړل

د خالد زېري راپور

د طالبانو او داعش تر منځ جنګ د ننګرهار ولایت د خوګیاڼي او شېرزاد ولسوالیو په زرګونو اوسېدونکي دې ته اړ کړي چې له خپلو کورونو څخه پښې سپکې کړي او وتښتي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د طالبانو او داعش تر منځ زیات شوي جنګ د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو په زرګونو اوسېدونکي دې ته مجبور کړي چې له خپلو کورونو څخه راوځي.

پوځي او حکومتي چارواکي وایي، د دواړو سیالو یاغي ډلو تر منځ نښتې د وري په ۲۵مه په خوګیاڼي او شېرزاد ولسوالیو کې پيل شوې او له هغه وخت راهیسې وخت په وخت دوام لري.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش او طالبانو تر منځ جنګونه وخت په وخت پېښېږي. هغوی اوس هم د خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالیو په لیرې پرتو سیمو کې جنګونه کوي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزي سلام ټایمز ته وویل، افغان توپچي ځواکونو څو ځلې د اورپکو پټنځایونه ویشتلي چې طالبانو او داعش دواړو ته یې تلفات وراړولي دي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي د غوایي په ۹ مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو او داعش تر منځ د جنګ له امله له خپلو کورونو څخه په تېښته دي. [خالد زېری]

د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي د غوایي په ۹ مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو او داعش تر منځ د جنګ له امله له خپلو کورونو څخه په تېښته دي. [خالد زېری]

هغه وویل، «په لسګونو طالبان او د داعش غړي وژل شوي دي.»

خوګیاڼي وویل، دواړه یاغی ګروپونه «زمونږ د حکومت دښمنان دي. مونږ په شېرزاد ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي او ژر به د خوګیاڼو ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې هم عملیات پیل کړو او دښمن به وځپو.»

له ۸۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي

بیا ډېرې کورنۍ مجبورې کړای شوې چې له سیمې څخه وتښتي او له تاوتریخوالي څخه ځانونه وژغوري.

د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس نجیب الله قیومي سلام ټایمز ته وویل، «تر اوسه پورې د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې له امله له ۸۵۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له شېرزاد او خوګیاڼي ولسوالیو څخه بې ځایه شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «دا کورنۍ د دوه اونیو په ترڅ کې راوتلي او د جلال اباد په څېر بېلابېلو ځایونو کې ځای پرځای شوي دي.»

قیومي وویل، «دا کورنۍ د شېرزادو له خدرخېلو، ګندومک، ترمۍ، لرې غاړې، او برې غاړې او د خوګیاڼو ولسوالۍ له مرکیخېل، نکوړخېل، هاشم خېل، قیلغو او زاوې سیمو څخه راوتلي دي.»

د خوګیاڼو ولسوالۍ د سرې کلا سیمې یوه اوسېدونکي عرفان الله رحمت وویل، دا تازه جنګ هغو خلکو ته ستونزې جوړې کړي چې د یادو ډلو تر منځ د یوه مخکیني جنګ له امله له تښتېدلو څخه وروسته بېرته سیمې ته ورستانه شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش او طالبانو څو میاشتې مخکې په وزیرو تنګي کې جنګ پیل کړ. په هغه وخت کې، په زرګونو ملکي خلک او کورنۍ له سیمې څخه راووتل او ځانونه یې دلته خوندي ځایونو ته ورسول.»

هغه وویل، «اوس، هلته ډېر خلک نه اوسېږي ځکه چې هغوی ډارېږي، خو بیا هم ځینې کورنۍ چې نشي کولی په ښار او نورو سیمو کې ژوند وکړي، خپلو سیمو ته بېرته ورستانه شول او هغوی هلته د ډار وخت تېروي.»

هغه زیاته کړه، «حکومت باید په دغو سیمو کې عملیات ترسره کړي او نیول شوې سیمې وساتي» چې اورپکي ونشي کولی بیا ورته راستانه شي.

د لا نورو پوځي عملیاتو غوښتنه

د خوګیاڼو ولسوالۍ د بر بیار سیمې یوه اوسېدونکي ګل وزیر خوګیاڼي وویل، که څه هم چې پخوانیو عملیاتو په سیمه کې د اورپکو شمېر کم کړی دی لاکن بیا هم اړتیا ده چې نور عملیات ترسره کړای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش اورپکي د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې په یوه کوچنۍ برخه کې پاتې دي او عسکرو له نورو نژدې ځایونو څخه پسې اخیستي دي. پخوا، هغوی دلته په ډېر شمېر کې موجود ول، خو اوس د هغوی شمېر کم شوی دی.»

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت تایید کړه چې په وزیرو سیمه کې یو شمېر جنګیالي شته دي. هغه په نظامیانو غږ وکړ څو دا ډاډمنه کړي چې ترهګر په صحیح توګه وځپل شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌اردو باید «هغه سیمې چې نیسي هغه وساتي چې داعش یا نورو ترهګر ګروپونه ونشي کولی چې هلته بېرتهراستانه شي.»

محمد صمیم خوګیاڼي وویل، د اورپکو په راتګ سره د هغه کورنۍ مجبوره شوه چې د خوګیاڼو ولسوالۍ له زاویې سیمې څخه د مملې استوګنیزې سیمې ته راوکوچېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش سړي ظالمان دي، تر دې چې هغوی د ملکي خلکو کورونو ته اور وراچولی دی. حکومت باید عملیات ترسره کړي او کورونو ته زمونږ د بېرته ستنولو لپاره ترتیبات ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500