امنیت

طالبان او د داعش جنګیالي په ننګرهار کې تسلیم شول او د حکومت د ملاتړ ژمنه یې وکړه

د خالد زېري راپور

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل (له چپ لوري درېیم) له نورو محلي چارواکو سره یوځای د غوایي په ۱۴مه مقاماتو ته د اورپکو د تسلیمۍ پرېکړه وستایله. [د ننګرهار د والي د رسنو دفتر/فېسبوک]

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل (له چپ لوري درېیم) له نورو محلي چارواکو سره یوځای د غوایي په ۱۴مه مقاماتو ته د اورپکو د تسلیمۍ پرېکړه وستایله. [د ننګرهار د والي د رسنو دفتر/فېسبوک]

جلال اباد -- چارواکو وویل چې ۲۲ تنه طالب اورپکي او ۱۳ تنه د داعش غړي په ننګرهار ولایت کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول او ژمنه یې وکړه چې د حکومت ملاتړ به وکړي.

چارواکو په داسې حال کې چې اورپکي یې د شنبې په ورځ /د غوایي ۱۴مه/ په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست کې رسنیو ته ښودل، وویل، جنګیالیو چې خپلې غټې او وړې وسلې یې مقاماتو ته تسلیم کړې، نور یاغیان هم دې ته وهڅول چې تاوتریخوالی بس کړي.‌

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له اورپکو څخه مننه وکړه چې د سولې پروسې سره یوځای شول او تاوتریخوالی یې پرېښود. هغه وویل، اوس د دې وخت دی چې «تاسو خپل وطن بیا جوړ کړئ».‌

هغه د رسنیو په حضور کې اورپکو ته وویل، «زمونږ هېواد د ۳۵ کالو جنګ وران کړی دی،‌ او مونږ له وژلو او ټپي کولو څخه پرته بل هېڅ نه دي کړي. اوس د دې وخت را رسېدلی چې جنګ ودرول شي. هغه کسان چې هڅه کوي چې خلک ووژني او د خلکو امنیت خراب کړي... افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به هغوی ووژني.»

اورپکو خپلې وسلې د غوایي په ۱۴مه محلي مقاماتو ته تسلیم کړې. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

اورپکو خپلې وسلې د غوایي په ۱۴مه محلي مقاماتو ته تسلیم کړې. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

میاخېل زیاته کړه، «هغه کسان چې د یاغیانو په څنګ کې جګړه کوي هغوی د خپلې عقیدې لپاره نه جنګېږي. هغوی د فقر، قومي دښمنیو، جهالت او ډېرو نورو سببونو له امله جنګ کوي چې تاوان یې افغانانو ته او ګټه یې نورو ته رسیږي

په غټ شمېر کې اورپکي تسلیمېږي

هغه وویل، یاغیان نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې له عسکرو سره مخامخ شي، او هغوی دې ته مجبورېږي چې ترهګریزو عملونو لکه د ځانمرګو بمي بریدونو ترسره کولو ته مخه کړي او بې ثباتي رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې مقامات به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ سره د داسې بریدونو پلانوونکي ونیسي.

په ننګرهار کې د ملي امنیت رییس تورن جنرال نظر علي واحدي وویل، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر داعش د عملیاتو په ترسره کېدلو سره د یادې ډلې ډېر افغان غړي جنګ بس کوي.

هغه خبریالانو ته وویل، «هغوی [عسکرو] د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوه تنګي او د شېرزادو ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې د داعش ډېر غړي ووژل، او هلته اوس هم هوایي او توپچي عملیات روان دي.»

هغه وویل، د داعش مشري بهرنیان کوي، «خو د هغو افغانانو چې د هغوی تر څنګ یې جنګ کاوه، غټ شمېر د هغوی لیکې پرېږدي او تسلیمېږي.»

هغه وویل، «مونږ له یو شمېر نورو اورپکو ډلو سره هم خبرې روانې کړي دي او د هغوی ډېر شمېر کسان به ژر جنګ بس کړي او خپلې وسلې به وسپاري. مونږ تسلیم شویو جنګیالیو ته اطمینان ورکوو چې هغوی به وکولی شي چې د عادي افغانانو په څېر ژوند وکړي.»

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز خبریالانو ته وویل، په ننګرهار ولایت کې د تېرو څو اونیو په نسبت امنیت ښه شوی دی.

مبارز وویل،‌«مونږ په ډېرو ولسوالیو کې عملیات ترسره کړل چې طالبان او داعش یې تر فشار لاندې راوستل. دا ګروپونهښایي خپلې ډېرې هڅې وکړي، خو زمونږ زړور ځواکونه به هغوی ته وخت ورنه کړي چې سرونه پورته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500