امنیت

د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو د مهارولو له امله محلي اردو وستایل شوه

د عمر راپور

ملکي او پوځي چارواکي وایي چې په هرات، غور او بادغیس ولایتونو کې توظیف شوې محلي اردو د طالبانو د فعالیت په مهارولو او امنیت ته په وده ورکولو کې بریا ترلاسه کوي. [عمر]

هرات -- حکومتي او پوځي چارواکي وایي، د محلي اردو واحدونه چې د هرات، غور او بادغیس ولایتونو له اوسېدونکیو څخه تشکیل شوي دي، د طالبانو د فعالیت په مهارولو او امنیت ته په وده ورکولو کې بریاوې ترلاسه کوي.

د افغان ملي اردو له خوا له طالب اورپکو څخه د سیمو له پاکولو څخه وروسته د هغو خوندي ساتنه د افغان محلي اردو له مهمو هدفونو څخه یو دی. له افغان ملي اردو سره د دغو واحدونو توپیر دا دی چې دوی په خپلو سیمو کې په دایمي ډول ځای پرځای دياو له یوه ولایت څخه بل ته نه ځي.

د دفاع وزارت د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په مرسته په هرات او کابل کې د محلي اردو سرتېري وروزل. دغه سرتېري له یو کال څخه ډېر مخکې ځای پرځای شول.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د محلي اردو شپږ ټولي جوړ کړي -- چې درې یې په هرات ولایت کې ځای پرځای شوي -- چې امنیت تأمین کړي او د ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.»

د محلي اردو عسکر د کب په ۱۲مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې پیره کوي. [عمر]

د محلي اردو عسکر د کب په ۱۲مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې پیره کوي. [عمر]

د محلي اردو یو عسکر د کب په ۱۲مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په خپله پوسته کې د دښمن څار کوي. [عمر]

د محلي اردو یو عسکر د کب په ۱۲مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په خپله پوسته کې د دښمن څار کوي. [عمر]

غور یو ټولی او بادغیس دوه ټولي لري.

قادري زیاته کړه، «د دفاع وزارت او د قاطع ملاتړ ماموریت محلي اردو په مناسب وخت کې جوړه کړه چې ګټوره ثابته شوې ده.»

هغه وویل چې د شپږو ټولیو له جملې څخه هر ټولی ۱۲۱ عسکر لري او زیاته یې کړه چې «زمونږ د استخدام هڅه روانه ده.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روزنې رییس بریدمن محمد نبي غبار وویل، محلي اردو ښه روزل شوې او کولی شي چې د هرې امنیتي ستونزې چې هغه ورسره مخامخ کیږي چاره وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغو عسکرو ته روزنه ورکړل شوې او هغوی به په زړورتیا سره له خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي. هغوی دا زده کړي دي چې د وسلو بېلابېل ډولونه څنګه وچلوي او هغوی کولی شي چې دا وسلې د خپلو دښمنانو پر ضد وکاروي.»

غبار وویل، «محلي عسکر له سیمې سره بلد دي او کولی شي چې دښمن چې زمونږ ښوونځي او جوماتونه ویجاړوي مات کړي.»

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د محلي اردو قوماندان خداداد بهزاد وویل،‌ په سیمه کې سوله د دغې روزنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «ما دا زده کړي چې څنګه له دښمن سره جنګ وکړم او پلانونه یې شنډ کړم،» او زیاته یې کړه چې هغه د افغان ملي اردو د عسکرو په څېر پوځي روزنه ترلاسه کړې ده.‌

هغه وویل، «مونږ ته د سپکو او درنو وسلو د استعمالولو روزنه راکړل شوې ده. مونږ یوه میاشت روزنه په کابل کې او دوه میاشتې نوره په هرات کې ترلاسه کړه.»

د طالبانو پر ضد ودرېدل

د محلي اردو ځینې غړو وویل، په کلیو او ښارونو کې د طالبانو له تاوتریخوالي ډکو کارونو خلک دې ته مجبور کړل چې له محلي اردوسره یوځای شي.

بهزاد وویل،‌«زمونږ هدف دا دی چې خپلو خلکو ته امنیت او سوله راولو. مونږ له ملکي خلکو سره کلکې اړیکې لرو ځکه چې مونږ د هغوی استازیتوب کوو. زمونږ د بریا راز په دې کې دی چې خلک زمونږ ملاتړ کوي.»

هغه وویل، «هغه څه چې مونږ له افغان ملي‌ اردو څخه بېلوي دا دي چې مونږ د سیمې خلک یو چې کولی شو د خپلو دوستانو او دښمنانو تر منځ په اسانۍ سره فرق وکړو. مونږ په سیمه کې بلد یو او مونږ کولی شو چې په سیمه کې هر ځای ته لاړ شو.»

په بادغیس ولایت کې د محلي اردو د ټولي یوه عسکر حمیدالله چې خپل تخلص یې ذکر نه کړ سلام ټایمز ته وویل، «زه د دې لپاره له محلي اردو سره یوځای شوم چې د خپلو خلکو خدمت او د خپل هېواد دفاع وکړم.»

په بادغیس ولایت کې یوه بل عسکر عبدالقادر سلام ټایمز ته وویل، «طالبان چې زمونږ ښوونځي او کلینیکونه ورانوي باید پوه شي چې مونږ نور هغوی دې ته نه پرېږدو چې دغه ډول ظالمانه کارونه ترسره کړي. مونږ د دغو جاهلو او قسم خوړلو دښمنانو پر ضد تر هغه وخته پورې مقابله کوو چې په بشپړ ډول یې له منځه وېسو.»

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک وویل، په ځواکونو کې د ځایي خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو ښکېلول د سیمې په امنیت کې تغیر راولي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، محلي عسکر «د خپلو سیمو په هکله ښه معلومات لري.‌ هغوی د امنیت په خوندي کولو کې ډېر مؤثر رول لوبوي او مونږ د دغو ځواکونو جوړېدا ته ښه راغلاست وایو.»

هغه وویل، «یو لوري ته دا زمونږ په سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کوي، بل لوري ته دا ځوانان کولی شي چې د خپلو خلکو او سیمې لپاره امنیت تأمین کړي.»

د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میرزا زاده وویل، په امنیتي برخه کې د ځایي خلکو ښکېلول هم ټولنې ته د انکشاف په ورکولو کې مرسته کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د محلي اردو د جوړونې تر شا دلیل دا دی څو یقیني شي چې ملکي خلک داسې احساس کړي چې هغوی د حکومت برخه دي او هغوی د امنیت د تأمین په برخه کې مرسته کوي.»

میرزازاده وویل، «د دغو ځواکونو رول ډېر مهم دی. دا ځواکونه د امنیت په راوستلو، په حکومتي چارو کې د خلکو په ښکېلولو او د امنیتي ځواکونو د مورال په لوړولو کې ګټور دي.»

ښه شوی امنیت

د هرات ولایت د ګذرې ولسوال شېر آقا سروري وویل، په ګذره ولسوالۍ کې د محلي‌ اردو په توظیف سره امنیت ډېر ښه شوی دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «محلي اردو وتوانېدله چې د امنیت د تامین په برخه کې له ټولنې سره پراخه همکاري جوړه کړي. په ګذره ولسوالۍ کې د محلي اردو او خلکو تر منځ یوه مؤثره همکاري رامنځته شوې ده. د محلي اردو حضور په دې ولسوالۍ کې د امنیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.»

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد علي پوپل چې ۳۵ کاله عمر لري له دې خبرې سره موافقه وکړه.‌

هغه وویل، «کله چې په ګذره ولسوالۍ کې محلي عسکر نه وو، مونږ له ترهګرۍ سره مخامخ وو او خلک وارخطا ول.»

«خو اوس چې محلي اردو زمونږ سیمې ته راغلې ده، د غلا او ناامنۍ پېښې ودرېدلي دي. اوس امنیت ډېر ښه دی، او مونږ په خپلو عسکرو باندې افتخار کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500