امنیت

د بشري مرستو ادارې د طالبانو له خوا د بشري مرستو د کارکوونکو د وژنې د هوډ له امله ویر کوي

ای اېف پي او سلام ټایمز

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۱۹مه یوه ورځ وروسته له هغه چې طالب اورپکو په کابل کې د یوې نړۍ والې موسسې په دفتر برید وکړ، په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۱۹مه یوه ورځ وروسته له هغه چې طالب اورپکو په کابل کې د یوې نړۍ والې موسسې په دفتر برید وکړ، په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- د بشري مرستو ادارو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ د یوه بل برید له امله چې په افغانستان کې یې مرستندوی کارکوونکي په نښه کړل، ویر کاوه. په ورته وخت کې چارواکو تایید کړه چې د کابل د پروني برید د مړو شمېر ۹ ته زیات شوی دی.

د چارشبنې د ورځې /د غوایي ۱۸مې/ تاوتریخوالی چې د کابل په مرکزي برخه کې د کاونټرپارټ انټرنېشنل موسسې بهر ترسره شو د موټربم په یوه غټه چاودنه پیل شو. کاونټر پارټ یوه په ګټه نه ولاړه اداره ده چې له محرومو افغانانو سره کار کوي.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، په وژل شویو کې د افغان امنیتي ځواکونو پنځه غړي، د کاونټرپارټ یو ساتونکی او درې ملکي کسان شامل دي.‌

د پاملرنه په نامه د بې وزلۍ پر ضد مبارزه کوونکې موسسې چې له کاونټرپارټ انټرنېشنل سره نژدې دفترونه لري، وویل چې د هغوی درې کارکوونکي -- یو موټروان، یو ساتونکی او یو تخنیکي سلاکار -- وژل شوي دي.

یو ټپي شوی سړی د غوایي په ۱۸مه په داسې حال کې د کابل ایمرجنسي روغتون ته راوړل شوی چې افغان امنیتي ځواکونه په کابل کې د یوې نړۍ والې مرستندویې ادارې په دفتر باندې د طالبانو برید په شا تمبوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی د غوایي په ۱۸مه په داسې حال کې د کابل ایمرجنسي روغتون ته راوړل شوی چې افغان امنیتي ځواکونه په کابل کې د یوې نړۍ والې مرستندویې ادارې په دفتر باندې د طالبانو برید په شا تمبوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پاملرنې په یوه اعلامیه کې وویل، «دا برید د افغانستان په څېر له شخړو څخه متاثر شویو هېوادونو کې د بشري مرستو کار ته ورپېښ خطرونه او د ډېرو افغان کورنیو لپاره د تاوتریخوالي ورځنی حقیقت منعکسوي.»

سربېره پر دې، ۲۰ ملکي کسان ټپیان شول. څو طالب وسله وال سړي چې له چاودنې څخه وروسته یې د کاونټرپارټ په ودانۍ برید وکړ ټول وروسته له هغه ووژل شول چې د افغان کمانډویانو په مشرۍ څو ساعته تصفیوي عملیات ترسره شول.

مرستندویې ادارې په هېواد کې خپل حضور محدودوي

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې په کاونټرپارټ انټرنېشل د دې لپاره برید وشو چې د سړیو او ښځو «ګډ کار» ته یې وده ورکوله.

د کاونټرپارټ نړۍ والې ادارې رییسې او مشرې اجرائیه مدیرې ان هودوک د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «د نن ورځې برید په بې ګناه ملکي خلکو او داسې پرمختیایي ماهرانو باندې برید وو چې خپل ژوند یې د ښځو، ځوانانو، او معلولانو په شمول د افغانستان ډېرو بې وسله خلکو ته وقف کړی دی. مونږ واقعاً د هغوی د پراخو خدمتونو له امله په ځانګړې توګه د نن په څېر وحشتناکو شرایطو کې د کار له امله ډېره مننه کوو.»

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «طالبان داسې جنایت کوي چې په سوله ییزه توکه د شخړو د حل له نوښتونو سره برابر نه دی. هغوی زمونږ ښه نیت زمونږ کمزوري ګڼي او د سولې له مذاکراتو څخه داسې ناوړه ګټه اخلي چې د خپلو پرونیو په څېر ترسره کړیو جنایتونو لپاره مشروعیت لټوي.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وایي چې تېر کال په افغانستان کې ۳۰ تنه مرستندوی کارکوونکي وژل شوي دي او دغه هېواد د بشري کارکوونکیو لپاره یو له ډېرو خطرناکو هېوادونو څخه دی.

افغانستان یو وخت د بهرنیو مرستو مرکز وو، خو نړۍ والو موسسو د امنیت د خرابېدلو له امله خپل حضور کم کړی، چې دغه کار د هغوی لپاره د دغه جګړه ځپلي هېواد ډېرو بې وسه خلکو ته د مرستو رسول ډېر سخت کړي دي.‌

سېو دي چلډرن په شمول ډېرو مرستندویو موسسو باندې ترهګریز بریدونه وشول چې د بریدونو له امله یې خپل عملیات وځنډول.

طالبانو پخوا هڅې کړې وې چې یو شمېر ادارې ووېروي چې افغانانو ته مرستې بندې کړي. اورپکي د وري په میاشت کې هغه وخت له سخت غبرګون سره مخامخ شول چې د سره صلیب نړۍ والې کمېټې او د روغتیا نړۍ وال سازمان څخه یې وغوښتل چې په افغانستان خپل فعالیتونه بند کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500