امنیت

افغان ځواکونو په فراه کې د طالبانو ۷۶ د نشه ییزو توکو لابراتوارونه ویجاړ کړل

د عمر راپور

افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په مرسته د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د نشه ییزو توکو ۷۶ فابریکې چې طالبانو چلولې ویجاړې کړې او ۱۵۰ تنه یاغیان چې دغه لابراتوارونه یې چلول، ووژل. [ایتلافي ځواکونه/سلام ټایمز]

هرات -- افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په مرسته د تېرو څو اونیو په ترڅ کې په فراه ولایت کې په هدفي هوایي بریدونو کې د طالبانو له خوا چلول کېدونکې ۷۶ د نشه ییزو توکو فابریکې ویجاړې کړې.‌

د ولایت امنیتي مقاماتو وویل، دغو هوایي بریدونو هغه مهم مرکزونه چې نشه ییز توکي په کې ذخیره کېدل او تولیدېدل ویجاړ کړل.

دا وروستي بریدونه د غوایي په ۱۶مه ترسره شول.‌

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب سلام ټایمز ته وویل، «د قاطع ملاتړ ماموریت او د افغان ملي اردو له خوا د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د ترسره شويو ځانګړیو عملیاتو په نتیجه کې، د طالب ترهګرو د نشه ییزو توکو ۶۸ فابریکې ویجاړې کړای شوې.»

د طالبانو د نشه ییزو توکو فابریکې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې له هوایي بریدونو څخه وروسته په داسې حال کې لیدل کیږي چې اور یې اخیستی دی. [د فراه امنیه قومانداني]

د طالبانو د نشه ییزو توکو فابریکې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې له هوایي بریدونو څخه وروسته په داسې حال کې لیدل کیږي چې اور یې اخیستی دی. [د فراه امنیه قومانداني]

هغه زیاته کړه، «د دغو هوایي بریدونو په ترڅ کې چې د قاطع ملاتړ ماموریت الوتکو ترسره کړل، ۱۵۰ طالب ترهګر، چې په فراه ولایت کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کول، ووژل شول او ۴۰ نور سخت ټپیان شول.»

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په وینا، په مخکینیو ګډو عملیاتو کې چې د غوایي په ۷مه ترسره شول، ایتلافي او افغان ځواکونو په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا چلېدونکې ۸ د نشه ییزو توکو فابریکې ویجاړې کړې چې په نتیجه کې یې له ۱۰۰ ټنو څخه ډېر نشه ییز توکي له منځه وېوړل شول.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د تمویل له لویو منابعو څخه یوه یې نشه ییز توکي دي، او نشه ییز توکي په افغانستان کې د جنګاو د هغه د دوام له مهمو سببونو څخه یو سبب دی.»

هغه وویل، «څومره چې مونږ ډېرې د نشه ییزو توکو فابریکې ویجاړوو هومره به د طالبانو جنګي ماشین کمزوری کیږي او دا ویجاړتیا د طالبانو عواید په پاموړ توګه راکموي.»

هغه وویل، «دا مسئله کولی شي چې د سولې د پروسې په پیاوړي کېدلو او د امنیت په ډاډمنولو باندې تاثیر ولري،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو د نشه ییزو توکو د فابریکو د ویجاړولو کمپاین «باید دوام ومومي».

طالبان خپله د نشه ییزو توکو سوداګري خوندي کوي

د فراه د ولایتي شورا په وینا، طالبان له وروستیو بریدونو سره سره هم په دغه ولایت کې د نشه ییزو توکو په سلګونو فابریکې چلوي چې ډېرې یې په بکوا ولسوالۍ کې دي.

د فراه د ولایتي شورا منشي عبدالصمد صالحي سلام ټایمز ته وویل، «طالبان په بکوا ولسوالۍ کې د نشه ییزو توکو د تولید ډېر زیات مرکزونه لري چې بېلابېل ډول تولیدات کوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان هڅه کوي چې د نشه ییزو توکو په پروسیس او تولید کې خپلې ګټې خوندي وساتي.»

هغه وویل، «د دغه ګروپ یو شمېر غړي اندېښنه لري چې که افغانستان ته سوله راشي،‌ هغوی به خپلې د نشه ییزو توکو فابریکې له لاسه ورکړي. یو شمېر طالبان سولې ته وارخطا دي او اندېښنه لري چې هغه به د هغوی د نشه ییزو توکو ګټه له خطر سره مخامخ کړي.»

صالحي وویل، «طالبان د نشه ییزو توکو په کرنه او قاچاق سربېره، په دغو مرکزونو کې د نشه ییزو توکو د شویو تولیداتو له انواعو څخه عواید ترلاسه کوي. هغوی د خپلو جنګي لګښتونو ډېره برخه له دې منبع څخه تادیه کوي، له دې امله طالبانو بکوا ولسوالي د خپل ډېر مهم پوځي او عاید تولیدوونکي مرکز په توګه ساتلې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500