دین

په تخار کې پر جوماتونو د طالبانو بریدونه د اسلام په هکله د هغوی ناخبري ښیي

د هدایت الله راپور

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې یو جومات د وري په ۲۹مه د سوزېدلو په حال کې لیدل کیږي.‌ طالب اورپکو د جومامت دننه چاودېدونکي مواد وچول څو د هغو افغان سرتېرو پام په بله کړي چې په سیمه کې یې عملیات ترسره کول. [ټولنیزې رسنۍ]

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې یو جومات د وري په ۲۹مه د سوزېدلو په حال کې لیدل کیږي.‌ طالب اورپکو د جومامت دننه چاودېدونکي مواد وچول څو د هغو افغان سرتېرو پام په بله کړي چې په سیمه کې یې عملیات ترسره کول. [ټولنیزې رسنۍ]

کندوز -- دیني عالمان او قومي مشران وایي، سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې د دیني ځایونو او کتابونو ساتنه کوي، لاکن په تخار ولایت کې په جوماتونو باندې بریدونه ترسره کوي.

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې یوه قومي مشر محمد ظاهر شېرزاد چې ۴۳ کاله عمر لري وویل، «د تېرو ۱۰ کالو په ترڅ کې طالبانو په تخار او کندوز ولایتونو کې د عسکري چارواکو د په نښه کېدلو په پلمه په لسګونو جوماتونو باندې بریدونه ترسره کړي دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان خپل ویجاړونکي فعالیتونه په جوماتونو او مدرسو کې دننه تنظیموي ځکه هغوی ډېر ښه پوهېږي چې افغانان مسلمانان دي او په خپلو جوماتونو باندې عقیده او باور لري.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو خپل مورال له لاسه ورکړی دی، او اوس هغوی مجبور شوي چې په جوماتونو کې دننه پناه واخلي او د دغو ځایونو له داخل څخه پر امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کړي چې دا پخپله د هغوی په کمزورتیاوو کې راځي.»

د تلې په ۲۹ مه اخیستل شوی یو عکس د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې یو جومات ښیي چې طالبانو د تلې په ۲۸مه په یوه راکټي برید کې خراب کړ. [احمدالله]

د تلې په ۲۹ مه اخیستل شوی یو عکس د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې یو جومات ښیي چې طالبانو د تلې په ۲۸مه په یوه راکټي برید کې خراب کړ. [احمدالله]

د مثال په توګه، د وري په ۲۹ مه طالبانو د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې یوه جومات ته چاودنه ورکړه.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر سلام ټایمز ته وویل، «وروسته له هغه چې د طالبانو ډله د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په آی خانم سیمه کې محاصره شول او د امنیتي ځواکونو تر سخت فشار لاندې راغلل، هغوی د ځمکنیو ماینونو په کارولو سره یوه جومات ته چاودنه ورکړه چې د امنیتي ځواکونو پام په بله واړوي.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه -- چې طالبان یې بې دینه بولي -- د اسلام مقدس دین او مقدسو ځایونو ته ډېر درناوی لري او د هغو د خوندي کولو او ساتلو په برخه کې هېڅ هڅې نه سپموي،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو کارونه «د جنګ د قوانینو خلاف» دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري سلام ټایمز ته وویل، د چاودنې پر وخت په جومات کې لمونځ نه وو روان، او یوازې هغه درې طالب اورپکي چې په جومات کې دننه ول وژل شوي ول.

هغه وویل، «دا ظالمانه عمل ښيي چې طالبان له دیني او اسلامي ارزښتونو څخه په بشپړ ډول غافل دي.»

په یوه بله پېښه کې د تېرې تلې میاشتې په ۲۸مه،‌ طالبانو د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د درنو وسلو په کارولو سره یو جومات ویجاړ کړ.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احسان الله خطیب چې ۵۵ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل،‌ «طالبانو د امام صیب ولسوالۍ په اقي بای کلي کې یو جومات په نښه کړ چې د جومات ځینې برخې ویجاړې شوې او دیني کتابونه په کې خراب شول.»

هغه وویل، «دغه جومات د وخت په وخت جګړو له امله تر اوسه پورې بیا نه دی جوړ شوی او کنډواله پروت دی.»

ملکي خلکو ته درناوی نه کول

فعالان او اوسېدونکي وایي، په جوماتونو باندې د طالبانو بریدونه ښیي چې اورپکي ملکي خلکو ته هېڅ درناوی نه لري.

په تخار ولایت کې د مدني ټولنې یوې فعالې مرزیلا حمیدي چې ۳۰ کاله عمر لري وویل، «د ۱۳۸۹ د لړم په ۷ مه،‌ طالبانو یو پخوانی والي او د تخار ولایت اوسېدونکی انجنیر محمد عمر او په لسګونو نور هغه کسان چې په تالقانو کې په یوه جومات کې د جمعې په لمانځه کې یې برخه اخیستې وه، ووژل.»

حمیدي سلام ټایمز ته وویل،‌ «دغه ډول چاودنې او ځانمرګي بمي بریدونه ښیي چې د طالبانو مشرانو خپل نظر نه دی بدل کړی او هغوی لا تر اوسه پورې هم د جنګ او تاوتریخوالي پر دوام ټینګار کوي.»

هغې وویل، «په داسې حال کې چې طالبان د جهاد پلمه کوي، هغوی د اسلام له دین او د هغه له ګټو څخه خبر نه دي.‌ هغوی په جوماتونو کې دننه چاودېدونکي مواد پټوي یا ډله ییز قتلونه کوي.»

هغې وویل، په دغو جنایتونو سربېره، طالبان د پوځي او ملکي خلکو تر منځ هېڅ توپیر ته پام نه کوي.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي مولوي قیام الدین رحماني سلام ټایمز ته وویل، «کله چې طالبان په یوه جومات کې په خپلو هدفونو باندې برید کوي یا د خپلو هدفونو د له منځه وړلو لپارهد سړک پر غاړه یو بم ښخوي،‌ دا ښیي چې هغوی عامه ځایونو او ادارو ته هېڅ درناوی نه کوي او نه هم د ملکي خلکو د ژوند چې په داسې کړنو کې له منځه ځي پروا کوي.»

هغه وویل، «څه چې طالبانو ته اهمیت لري دا دي چې حکومت ته د داسې چاودنو او ځانمرګو بمي بریدونو له لارې ټکان ورکړي.»

رحماني وویل، «طالبان فکر کوي چې هغوی کولی شي چې د وېرې او ترهګرۍ د خپرولو له لارې په ټولنه او د خلکو په مغزونو باندې خپلې واکمنۍ ته لاره هواره کړي.»

په مشرانو جرګه کې د کندوز یوه استازي مولوي عبدالله قرلق وویل، «د تاوتریخوالي د زیاتېدلو، د ملکي خلکو د وژلو او پر مقدسو ځایونو د بریدونو په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې د عامو خلکو او جوماتونو پر ضد د تاوتریخوالي په برخه کې د طالبانو ماهیت تغیر نه دی کړی.»

قرلق سلام ټایمز ته وویل، په یوه بل مثال کې، «د ۱۳۹۲ د وږي په ۸ مه طالبانو د کندوز ولایت د دشت آرچي ولسوالۍ ولسوال شیخ صدرالدین په یوه جومات کې د فاتحې د مراسمو په ترڅ کې وواژه.»

هغه وویل، «په لسګونو خلک ووژل شول او ټپیان شول.»

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي سلام ټایمز ته وویل، «څومره چې طالبان ډېر تاوتریخوالی ښیي... او څومره چې هغوی د ملکيانو او پوځي منسوبینو تلفات زیاتوي هومره د دغې ډلې پر ضد د ملکي خلکو د کرکې او نفرت سطحه لوړېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پاڼه د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلام پرضد د امریکا د ولسمشر جورج بوش لخوا د اسلام پرضد اعلان شوي لسم صليبي جنګ کې د صليب په ملاتړ بې بنياده، پوچ او دروغجن تبليغات کوي کوم طالب چې مونږ ته ۱۴۰۰ کاله پس دا دين رارسولی کوم طالب چې ټول عمر يې د دین زدکړو او خدمت ته وقف کړی کوم طالب چې په يو نيم ميليارد مسلمانانو کې د اسلام پرضد د جورج بوش لخوا د صليبي جنګ له اعلان وروسته په تشو لاسونو خو د خپلې پاکې او مضبوطې عقیدې په مټ د نړۍ د تاريخ د ستر جنګي اتحاد مقابلې ته ملا وتړه هغه طالب وايي په اسلام خبر نده لعنت شه ستاسو په پوچ سوچ او مغذ

ځواب ورکړئ

دا زما لپاره نا اشنا ښکاره شوه چې طالبان دې په یوه جومات کې خپل درې کسان په چاودنه کې د دې لپاره ووژني چې نورو ته پل غلطي ورکړي، خو وروسته ما د سلام ټایمز یوه بله لیکنه چې د ۴/۱۹/۱۹ وه ولوستله چې په کې راغلي وو چې دغه درې طالبان هغه وخت ووژل شول چې په دغه ورځ یې په یاد ښار کې په یوه جومات کې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې جوړولې.‌

ځواب ورکړئ