د ښځو حقوق

افغان ښځینه سوداګرې نه غواړي چې د طالبانو تورې دورې ته ورستنې شي

د عمر راپور

افغانانې له حکومت څخه غواړي چې له طالبانو سره د سولې په هره هوکړه کې د ښځینه سوداګرو لاسته راوړنې او ازادۍ خوندي کړي.‌ [عمر]

هرات -- په افغانستان کې ښځینه سوداګرې، چې په تېرو دوه لسیزو کې یې کاروبار غوړېدلی دی، وایي هغوی نه غواړي چې د طالبانو د ظالمانه واکمنۍ (۱۳۷۶ - ۱۳۸۰) شپو ورځو ته بېرته ورستنې شي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې، چې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۱۳مه په هرات کې تاسیس شوه، وده د افغان حکومت له خوا د ښځینه سوداګرو لپاره د سوداګرۍ او انکشافي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د افغان حکومت یوه له مهمو هڅو څخه په ګوته کوي.

د یادې ادارې رییسې مریم جامي الاحمدي سلام ټایمز ته وویل، «یو کال مخکې چې په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه جوړه شوه، هلته یوازې ۳۵ ښځینه سوداګرې موجودې وې چې د خونې غړیتوب یې درلود، خو له هغه وخت راهیسې مونږ وکولی شوای چې په هرات ښار او د هرات ولایت په ولسوالیو کې ۱۵۰۰ ښځینه سوداګرې په ګوته او ثبت کړو.»

هغې وویل، «دا ښځې د زعفرانو د کرلو، د نورو زراعتي بوټو د تولیدولو، پروسیس کولو او د وچو مېوو د خرڅولو، د مچیو د ساتلو، لاسي صنایعو، مېوه جوړولو او قالین اوبدلو په څېر سوداګریو کې بوختې دي.‌مونږ هڅه کوو چې د حکومت په مرسته د ښځینه سوداګرو ستونزې حل کړو.»

یوه دوکانداره د غوایي په ۱۷مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د خدیجه الکبرا د ښځو سوداګریز مرکز کې په خپل دوکان کې له یوه مشتري سره خبرې کوي. [عمر]

یوه دوکانداره د غوایي په ۱۷مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د خدیجه الکبرا د ښځو سوداګریز مرکز کې په خپل دوکان کې له یوه مشتري سره خبرې کوي. [عمر]

غونچه ګل کریمي او د هغې شپږکلنه لور د سلواغې په ۲۰ مه په هرات ښار کې د توکو په یوه ننداره کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې هغه د خپلو مچیو له خوا تولید شوي شات نندارې ته وړاندې کوي. کریمي په تېرو اتو کالو کې په خپل کور کې په سرسري توګه د مچیو ساتنه کوله خو سږ کال یې د مچیو د ساتنې د فارم په جوړولو سره خپل دغه خوب په حقیقت بدل کړ. [عمر]

غونچه ګل کریمي او د هغې شپږکلنه لور د سلواغې په ۲۰ مه په هرات ښار کې د توکو په یوه ننداره کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې هغه د خپلو مچیو له خوا تولید شوي شات نندارې ته وړاندې کوي. کریمي په تېرو اتو کالو کې په خپل کور کې په سرسري توګه د مچیو ساتنه کوله خو سږ کال یې د مچیو د ساتنې د فارم په جوړولو سره خپل دغه خوب په حقیقت بدل کړ. [عمر]

الاحمدي وویل، «ځینې ښځینه سوداګرانې د نورو لپاره رول موډلونه ګرځېدلي او دا یې ثابته کړې چې هغوی کولی شي چې د سړیو په څېر سوداګرۍ وکړي. د ښځینه سوداګرو شمېر په منظم ډول ډېر شوی او په سوداګرۍ کې د ښځو علاقه مندي له بل هر وخت څخه ډېره زیاته شوې ده.»

هغې زیاته کړه، «د طالبانو په دوره کې، سوداګري خو په ځای پرېږده ښځو نشوای کولی چې حتی له کور څخه بهر وځي. نن ورځ، د هغه وخت په نسبت ډېر تغیر راغلی دی. د نړۍ والې ټولنې ملاتړ او د حکومت ارادې د ښځو ژوند بدل کړی دی.»

د ښځو د لاسته راوړنو خوندي کول

په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي، په هرات کې ډېرې ښځینه سوداګرانې وایي هغوی غواړي حکومت دا ډاډمنه کړي چې د طالبانو له نسکورېدلو را وروسته د ښځو له خوا ترلاسه شوې لاسته راوړنې خوندي کیږي.

په هرات کې یوې سوداګرې نسیم ګل عزیزي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ښځو په تېرو دوه لسیزو کې په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې ډېرې غټې لاسته راوړنې لرلي دي.‌ مونږ یوې باثباته او تلپاتې سولې ته اړتیا لرو، نه داسې سولې ته چې هغه څه ویجاړ کړي چې مونږ په تېرو څو کالو کې ترسره کړي دي. د سولې له راتګ څخه وروسته، ښځې غواړي دا حق ولري چې له کورونو څخه بهر کار وکړي او زده کړې ترلاسه کړي.»

هغې زیاته کړه، «مونږ هېڅکله هم نه غواړو چې بېرته هغه وخت ته ستانه شو چې طالبانو په ښځو باندې سخت بندیزونه لګولي وو.‌ د ښځو د سوداګرۍ فرصتونو د څو کاله پخوا وخت په نسبت ډېره وده کړې ده.»

په هرات ولایت کې د زعفرانو د یوه شرکت رییسې ثریا دقیق وویل، هغه دا غوره بولي چې طالبان له حکومت او سوداګرۍ دواړو څخه لیرې وي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د ښځو -- په ځانګړې توګه د سوداګرو ښځو -- ژوند د طالبانو په نه موجودیت کې وده کړې ده. که طالبان راستانه شي، ښځې به هغوی قبول نه کړي او زه فکر کوم زمونږ لپاره دا ښه ده چې طالبان بیا رانشي. مونږ سوله غواړو خو د ښځو په سوداګرۍ او تعلیم باندې باید هېڅ بندیزونه ونه لګول شي.»

دقیق زیاته کړه، «په وروستیو کلونو کې د ښځو د ودې لپاره فرصتونه برابر شوي دي او اوس ښځې پخپله کولی شي چې په زراعت کې کار وکړي او خپلې سوداګرۍ وچلوي.»

هغې وویل، «مونږ د طالبانو بیا راتګ په کلي توګه منو نه، او مونږ هیله لرو چې زمونږ هېواد ته سوله راشي چې زمونږ سوداګرۍ په یوه سوله ییز چاپېریال کې وده وکړي.»

په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو د سوداګرۍ مالکې صفیه حلیمي وویل،‌تلپاتې سوله به د سوداګرو ښځو تر منځ لا نوره بریا رامنځته کړي او هېواد دې ته اړتیا نه لري چې د طالبانو «تورې دورې» ته بیا ورستون شي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «که حکومت مونږ ته د ودې لپاره یو ممکنوونکی چاپېریال برابر کړي، مونږ به وکولی شو چې خپلې سوداګرۍ پراخې کړو. مونږ هیله لرو چې د سولې پروسه بریالۍ شي چې مونږ وکولی شو نورو ولایتونو ته سفر وکړو او په ټول افغانستان کې سوداګري وکړو.»

هغې زیاته کړه، «مونږ هیله لرو چې بیا هېڅکله پر مونږ د طالبانو توره دوره رانشي. زه د نورو ښځو په څېر د طالبانو له وخت نه ترخه یادونه لرم.»

د حکومتي خدمتونو برابرول

افغان حکومت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د ښځو له خوا چلېدونکو کوچنیو او د منځنۍ سطحې سوداګریو ته بلا عوضه مرستې ورکړي څو هغوی د ودې لپاره وظیفې او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «حکومت د ښځو د سوداګرۍ د ودې په برخه کې د مرستې کولو لپاره اساسي ګامونه اخیستي دي. لومړی، مونږ د ښځو د سوداګرۍ خونه جوړه کړه چې ښځې خپلې سوداګرۍ سره همغږې کړي. حکومت په هرات ولایت کې د ښځو تولیداتو ته اولویت ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه، «ما غوښتنه کړې چې نړۍ واله ټولنه په هرات کې پانګونه وکړي چې د ښځو له خوا چلېدونکې سوداګرۍ وکولی شي وده ورکړي او پراخې شي. مونږ هڅې پيل کړي چې د ښځو له خوا د تولیدېدونکیو توکو لپاره په کڅوړو کې د بندولو، د کیفیت د کنټرول او د بازار موندنې خدمتونه برابر کړو چې د افغان ښځو له خوا د رامنځته شویو تولیداتو د صادرولو لپاره یو فرصت رامنځته شي.»

د هرات د جنسیت د چارو رییسې وحیدې عزیزي سلام ټایمز ته وویل، «له ۱۳۸۰ کال راهیسې د ښځو لپاره د هغوی په ژوند کې د بېلابېلو پرمختګونو په شمول ډېر تغیرات راغلي دي، او دا ثابتوي چې ښځې څومره با کفایته او ماهرانې شوي دي.»

عزیزي وویل، «ښځې توانېدلي چې په ټولنه کې خپل موقف خوندي کړي. که څه هم چې ښځو د سړیو او ښځو تر منځ د موجودې نابرابرۍ د له منځه وړلو لپاره ډېر څه نه دي کړي -- ځکه دا کار ډېرو کلونو ته اړتیا لري -- لاکن هغوی توانېدلي دي چې د خپلې علاقه مندۍ په برکت خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500