امنیت

د هرات غونډې روسي او ایراني رژیمونو ته د طالبانو خدمت وغانده

د عمر راپور

په سلګونو قومي مشران، محلي مقامات، د مدني ټولنې فعالان او ځوانان د غوایي په ۲۳مه د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې د دې لپاره راټول شوي وو چې د افغانانو او افغان حکومت پر ضد د طالبانو له تاوتریخوالي ډک کمپاین څخه د مسکو او تهران دوامدار ملاتړ وغندي. [عمر]

هرات -- په سلګونو قومي مشران، محلي مقامات، د مدني ټولنې فعالان او ځوانان د غوایي په ۲۳مه د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې د دې لپاره راټول شوي وو چې د افغانانو او افغان حکومت پر ضد د طالبانو له تاوتریخوالي ډک کمپاین څخه د روسي او ایراني رژیمونو دوامدار ملاتړ وغندي.

دا غونډه چې خواوشا ۲۰۰ افغانانو په کې برخه اخیستې وه او د هرات ښار په غازي امان الله خان آډیټوریم کې ترسره شوه، د غوایي د ۶ مې له هغې غونډې څخه وروسته ترسره شوه چې د هرات له ۶۰۰ څخه ډیر اوسېدونکو په کې برخه لرله.

د دواړو غونډو برخه والو طالبان په مسکو او تهران کې د موجودو رژیمونو په څېر خارجیانو «غلامان» وبلل.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام فاروق راسب سلام ټایمز ته وویل، «د روسیې او ایران په څېر ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي او غواړي چې د سولې په پروسه کې مداخله وکړي. مونږ دغو هېوادونو ته اجازه نه ورکوو چې د افغانانو له برخلیک سره لوبې وکړي. ګاونډي هېوادونه باید د طالبانو ملاتړ بس کړي.»

د ښځو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې د فعالانو په شمول د هرات له ۶۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د غوایي په ۱۶مه په هرات ښار کې راټول شول چې له طالب اورپکو څخه د مسکو او تهران ملاتړ وغندي. [عمر]

د ښځو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې د فعالانو په شمول د هرات له ۶۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د غوایي په ۱۶مه په هرات ښار کې راټول شول چې له طالب اورپکو څخه د مسکو او تهران ملاتړ وغندي. [عمر]

په هغې غونډه کې چې د غوایي په ۲۳مه د هرات ولایت په هرات ښار کې جوړه شوې وه، د هرات محلي چارواکو او دیني عالمانو برخه اخیستې وه. [عمر]

په هغې غونډه کې چې د غوایي په ۲۳مه د هرات ولایت په هرات ښار کې جوړه شوې وه، د هرات محلي چارواکو او دیني عالمانو برخه اخیستې وه. [عمر]

هغه زیاته کړه، «طالبان باید پوه شي چې افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او روسیې په واسطه د هغوی غلام کول نه قبلوي او هغوی باید ژر تر ژره له دغې غلامۍ څخه ځانونه خلاص کړي.»

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یوه محصل الهام بسام خارجي هېوادونو ته د خدمت کولو له امله پر طالبانو انتقاد وکړ.

بسام سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د ګاونډیو هېوادونو له خوا تمویلیږي... هغوی [طالبان] له هغوی [ګاونډیو هېوادونو] څخه امرونه ترلاسه کوي. مونږ غواړو چې ګاونډي هېوادونه لکه روسیه او ایران چې طالبان تمویلوي، افغانان یوازې پرېږدي چې یو سوله ییز ژوند پرمخ بوځي.»

د هرات ښار یوې اوسېدونکې طاهرې سیدي وویل، یو ځل چې طالبان د بهرنیو هېوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي، بیا به دغه د اورپکو ډله د سولې له منلو څخه پرته بله لار ونه لري.

سیدي سلام ټایمز ته وویل، «دا روښانه ده چې ګاونډي هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي او تشویقوي یې. که چېرې د دغو هېوادونو له خوا ملاتړ او هڅونه ودرېږي، طالبان نشي کولی چې هېڅ هم وکړي او هغوی به مجبور شي چې سوله وکړي.»

هغې زیاته کړه، «که طالبان ځانونه مسلمانان بولي،‌ هغوی باید پرېږدي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد امید تاکید وکړ چې هیڅوک هم دا پوښتنه نشي کولی چې له طالبانو سره څوک مرسته کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې هېڅ شک نشته چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په جنګ کې ښکېل دي او د طالبانو ملاتړ کوي. امنیتي ځواکونو په تېر وخت کې څو ځلې له طالبانو څخه روسۍ او ایرانۍ وسلې نیولي دي.»

هغه وویل، «دا چې دغه هېوادونه مستقیماً طالبان مسلح کوي، د دې معنی دا ده چې هغوی د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي.»

د افغانانو غوښتنو ته درناوی نه کول

د غونډې برخه والو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د نه برخه اخیستنې له امله پر طالبانو انتقاد وکړ او ویې ویل دا ښیي چې اورپکي غواړي چې د افغانانو پر ضد خپل د تاوتریخوالي کمپاین ته دوام ورکړي.

په مشورتي لویه جرګه کې د هرات ولایت یوه برخه وال نوید احمد وفا سلام ټایمز ته وویل، «په مشورتي لویه جرګه کې مونږ له طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې اوربند وکړي او جګړه پای ته ورسوي.»

وفا یادونه وکړه،‌ «خو طالبانو د خلکو غوښتنې رد کړې. په مشورتي لویه جرګه کې مونږ د حکومتي نظام، د ښځو د حقونو، د مدني ټولنې او رسنیو په خوندي ساتلو تاکید وکړ. همدارنګه مونږ وویل مونږ ټول غواړو چې د سولې په خبرو کې برخه واخلو.»

وفا وویل، «افغانانو په مشورتي لویه جرګه کې نړۍ ته د سولې لپاره خپله غوښتنه ولېږله.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو له خوا ردول «ښیي چې هغوی له نورو هېوادونو څخه حکمونه ترلاسه کوي او دا چې هغوی اسلام یا افغانستان ته هېڅ درناوی نه لري.»

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالکریم حقیار وویل، لویې جرګې ته د طالبانو نه راتګ د خلکو دا نظر پخوي چې یاغیان سوله نه غواړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانانو په مشورتي لویه جرګه کې خپلې غوښتنې څرګندې کړې چې حکومت، طالبان او نړۍ واله ټولنه باید سوله ومني. اوس دا روښانه ده چې طالبانو د سولې د مشورتي لویې جرګې غوښتنې رد کړې.»

حقیار وویل، «د طالبانو دغه کار د افغانانو په منځ کې یو منفي درک رامنځته کړی دی. د ۳۴ ولایتونو له ۳۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي په لویه جرګه کې راټول شول او د هغوی غوښتنې باید واورېدل شي.»

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزي وویل، د طالبانو دوامدار تاوتریخوالی د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته اهمیت نه ورکول په ګوته کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانان سولې ته تږي او له جګړې څخه سخت ستړي دي، خو طالبان هڅه کوي چې د وژلو او ټپي کولو له لارې په بې ګناه ملکي خلکو باندې لا نور فشار واچوي څو د سولې په مذاکراتو کې نور امتیاز ترلاسه کړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالکریم عظیمي، ۲۹ کلن، اورپکی ګروپ د هغوی د «ترهګریزو عملونو» له امله وغانده.‌

هغه وویل، «د طالبانو ټول حرکتونه ښیي چې هغوی سولې ته اهمیت نه ورکوي ځکه هغوی نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي. مونږ ټول له جنګ څخه ستړي شوي یو او طالبان باید د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.»

هغه پوښتنه وکړه، «زه د یوه ځوان افغان په توګه د طالبانو له ترهګریزو عملونو څخه ستړی شوی یم. تر څو به زمونږ بې ګناه ملکي خلک او ځوانان وژل کیږي؟»

د طالبانو د ماتولو غوښتنه

د طالبانو له خوا د سولې د غوښتنو ردولو د افغانانو په منځ کې قهر راپارولی دی. ملکي خلک غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې یاده ډله دې ته مجبوره کړي چې له حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

د هرات په غوسه شوي مقامات له افغان ځواکونو څخه غواړي چې له افراطیانو څخه د هېواد د ژغورنې لپاره له هرې وسیلې څخه کار واخلي.

د هرات د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې رییس وکیل احمد کروخي سلام ټایمز ته وویل، «افغانانو څو ځلې د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړي، خو طالبانو هېڅکله هم د خلکو غوښتنې نه دي منلي.»

هغه وویل، «حکومت باید له طالبانو سره له صبر څخه کار اخیستلو ته دوام ور نه کړي. په کار دی چې امنیتي ځواکونهطالبان او نور ترهګر له منځه وېسي.»

کروخي زیاته کړه، «کله چې په طالبانو باندې فشار واچول شي هغوی به مجبور شي چې سولې ته مخه کړي. په کار دی چې حکومتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه راوځي او پر طالبانو بریدونه ترسره کړي. امنیتي ځواکونه باید خپل جنګي تکتیکونه بدل او پر طالبانو د شپې له خوا حملې ترسره کړي.»

کروخي وویل، «طالبان نشي کولی چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي او هغوی باید له منځه وېوړل شي.»

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده وویل، د هرات پولیس دې ته تیار دي چې داسې ګامونه واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په هرات کې موجود امنیتي ځواکونه هوډ لري چې په هر هغه ځای کې چې طالبان عامه امنیت ګواښي هلته هغوی ته ماتې ورکړي. پولیس داسې سیمو ته رسېدلي چې هلته طالبانو عملیات ترسره کول او هلته طالبانو د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی وو. پولیسو په هغو سیمو کې طالبان ځپلي دي.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو داسې تیارۍ کړي دي چې طالبان چې هر چېرې راښکاره کیږي او د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو هڅه کوي پل یې پسې واخلي او له منځه یې وېسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500