تروريزم

د داعش له خوا د تعلیم لرونکیو ځوانانو پر استخدام تمرکز اندېښنې زیاتې کړي دي

د ضیاءالرحمان راپور

په کابل ښار کې د عمراخان لېسې زده کوونکي د تېر چنګاښ په ۱۷مه د منځنۍ دورې امتحانونه ورکوي په داسې حال کې چې د کابل ښار د پوهنې رییس احمد ضمیر ګوارا د امتحان اخیستنې صحنه ارزوي. [د کابل ښار د پوهنې ریاست]

په کابل ښار کې د عمراخان لېسې زده کوونکي د تېر چنګاښ په ۱۷مه د منځنۍ دورې امتحانونه ورکوي په داسې حال کې چې د کابل ښار د پوهنې رییس احمد ضمیر ګوارا د امتحان اخیستنې صحنه ارزوي. [د کابل ښار د پوهنې ریاست]

کراچۍ -- امنیتي چارواکي او فعالان وایي، په سریلانکا کې د ایستر د یکشنبې په ترڅ کې شویو ځانمرګو بمي بریدونو وښودله چې د داعش په څېر ترهګر ګروپونه د خپلو تاوتریخجنو کمپاینونو د ترسره کولو لپاره له ښو تعلیم لرونکو او شتمنو ځوانانو څخه استفاده کوي.

داعش، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې په عبادت ځایونو او عامه مرکزونو باندې بریدونه کړي دي، د غوایي په ۱ په سریلانکا کې په درې کلیساګانو او څلورو هوټلونو کې د یو لړ همغږو شویو بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیستچې په سلګونو خلک یې ووژل او ټپي کړل.

د سریلانکا د دفاع وزیر روان ویجي وردنې د غوایي په ۴ مه وویل، د هغو ۹ ځانمرګو بمي بریدګرو په ډله کې چې په بریدونو کې ښکېل وو، اکثر ښه تعلیم لرونکي او د شتمنو کورنیو غړي ول.

ویجي واردن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د بمي بریدګرو له ډلې څخه اکثر «په اقتصادي لحاظ د شتمنو کورنیو غړي ول. د هغوی له ډلې څخه ځینې د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته تللي ول.»

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوي دغه عکس کې د داعش یو ملاتړ کوونکی په 'آنلاین جهاد' کې ښکېل دی. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوي دغه عکس کې د داعش یو ملاتړ کوونکی په 'آنلاین جهاد' کې ښکېل دی. [آرشیف]

د څېړونکو او تحلیلګرانو په وینا، داعش له موجودو محلي اورپکو ډلو څخه په استخدام سربېره په دې تمرکز کړی چې د پيسو راټولولو، تبلیغاتو او نورو فعالیتونو تر څنګ د خپلو تخریبي بریدونو د ترسره کولو لپاره د پوهنتونونو محصلان او مسلکي کسان وګوماري.

د نړۍ بانک د ۱۳۹۵ کال د یوې څېړنې په اساس، د داعش له خوا ډېر استخدام شوي کسان ښه تعلیم لري او په نسبي توګه شتمن دي. راپور د هغو معلوماتو په اساس برابر شوی وو چې د داعش له یوه پخواني نه متاثر شوي غړي څخه د ۱۳۹۴ د کب په میاشت کې ترلاسه شوي وو.‌

د نړۍ بانک د معلوماتو له مخې، «ډېرو کسانو پوهنتوني زده کړې کړي دي... له افریقا، جنوبي او ختیځې اسیا او منځني ختیځ څخه استخدام شوي کسان د دغې ډلې د منشأ ځای د پلویانو په نسبت ډېر تعلیم لرونکي دي.»

د تعلیم لرونکيو ځوانانو په نښه کول

د تعلیم لرونکیو ځوانانو د استخدام لپاره، داعش او نور ترهګر سازمانونه مسلمان ځوانان په خپلو یاغي ډلو کې د ټولنیزو رسنیو او په محلي کالجونو او پوهنتونونو کې د بحثونو په کوچنیو ګروپونو کې جلبوي.

په سینګاپور کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر عبدالباسط چې د سیاسي تاوتریخوالي او ترهګرۍ د څېړنې نړۍ وال مرکز سره اړیکې لري، وویل، «په دودیز ډول، د ژر ضرر اخیستونکو ځوانانو تاوتریخجنه راډیکالي کېدنه او د اورپکو په ګروپونو کې د هغوی استخدام ... د هغو افراطي مذهبي عالمانو له لارې شوې چې د جهادي سازمانونو او د جهاد د مینه والو تر منځ د رابط رول لوبوي.»

باسط وویل، اوس د مبلغانو په توګه د رابط دیني عالمانو، استخداموونکیو او د افراطي ایډیالوژیو د خپروونکیو ځای د ټولنیزو رسنیو آنلاین دېرو یا پلېټ فارمونو نیولی دی.

په کراچۍ کې د مدني ټولنې یوه فعال ابوبکر یوسفزي چې د تاوتریخجن افراطیت په وړاندې د مبارزې په پروګرامونو کې چې معمولاً په ځوانانو باندې تمرکز کوي یې برخه اخیستې ده، وویل، د داعش په څېر افراطي عناصر چې له نړۍ والو ترهګرو شبکو سره ارتباط لري، د شتمنو ځوانانو د استخدام لپاره په اکاډمیکو مرکزونو باندې تمرکز کوي.

یوسفزي وویل، استخدام کېدونکي کسان معمولاً «هغه پخپله راډیکالي شوي افراد وي چې د شتمنو کورنیو سره ارتباط لري او تر ډېره د ټولنیزو رسنیو له لارې د اورپکو له نظریاتو څخه متاثر شوي وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بیا هم، تعلیم ډېر مهم دی.

ځواب ورکړئ

زه موافق یم.

ځواب ورکړئ