امنیت

نويو استخدام شويو سرتېرو په هرات کې د افغان ځواکونو لیکې پیاوړې او مورال لوړ کړی دی

د عمر راپور

پوځي چارواکي او تحلیلګران وایي چې نویو استخدام شویو کسانو په وروستیو میاشتو کې -- په ځانګړې توګه د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د افغان ملي اردو لیکې پیاوړې کړي -- او د امنیتي ځواکونو د مورال په لوړولو کې یې مرسته کړې ده. [عمر]

هرات -- پوځي چارواکي او تحلیلګران وایي چې نویو استخدام شویو کسانو په وروستیو میاشتو کې د افغان ملي اردو لیکې پیاوړې کړي او د امنیتي ځواکونو د مورال په لوړولو کې یې مرسته کړې ده.

له ۱۰۰۰ څخه ډېرو استخدام شویو کسانو د غوایي په ۲۱مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې روزنه پيل کړه. له هغوی سره د محلي اردو ۴۰۰ کسان یوځای شول. دا له افغان ملي اردو څخه توپیر لري چېپه خپلو سیمو کې په دایمي توګه ځای پرځای کیږي او له یوه ولایت څخه بل ته نه ځي.‌

له یوه کال څخه په لږ وخت کې یوازې په هرات ولایت کې له ۳۰۰۰ څخه ډېر استخدام شوي کسان له اردو سره یوځای شوي دي.‌

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري سلام ټایمز ته وویل، «نوي ځواکونه له مونږ سره ډېره مرسته کوي.»

افغان سرتېري د کب په ۲۶مه په هرات ولایت کې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د خپلو ملګرو د فراغت د مراسمو په ترڅ کې مارش کوي. [عمر]

افغان سرتېري د کب په ۲۶مه په هرات ولایت کې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د خپلو ملګرو د فراغت د مراسمو په ترڅ کې مارش کوي. [عمر]

د افغان ملي اردو عسکر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزاره ولسوالۍ کې په یوه بېس کې په یوه تمرین کې برخه اخلي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزاره ولسوالۍ کې په یوه بېس کې په یوه تمرین کې برخه اخلي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان سرتېري د کب په ۲۶مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بېس کې د مارش کولو پر وخت لیدل کیږي. افغان پوځي چارواکي وایي، نوي استخدام شوي کسان به د پوځي روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته د جګړې ډګر ته ولېږل شي. [عمر]

افغان سرتېري د کب په ۲۶مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بېس کې د مارش کولو پر وخت لیدل کیږي. افغان پوځي چارواکي وایي، نوي استخدام شوي کسان به د پوځي روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته د جګړې ډګر ته ولېږل شي. [عمر]

هغه وویل، «د ملي او محلي اردوګانو دا تازه ځواکونه به د خپلې روزنې له بشپړولو څخه مخکې د جګړې ډګر ته ونه لېږل شي. مونږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې دا نوي سرتېري لومړی زده کړي چې څنګه وسلې او نور پوځي تجهیزات په مسلکي ډول وچلوي.»

په هرات کې پوځي تحلیلګران وایي چې له ملي ځواکونو سره په یوځای کېدلو کې د ځوانو افغانانو علاقه مندۍ مرسته کړې چې د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو مورال لوړ شي.

په هرات کې د پوځي چارو یوه کارپوه غلام حسن مجروح سلام ټایمز ته وویل، «څومره چې د اردو فزیکي وړتیاوې زیاتیږي هومره د ځواکونو روحیه لوړیږي.» دا په دې معنی هم ده چې «هغوی دې ته هڅول شوي چې د جګړې په ډګر کې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.»

هغه زیاته کړه، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په تجربه لرونکیو او روزل شویو ځواکونو باندې اوښتي دي او هغوی د اړتیاوړ وړتیاوې لري. که چېرې حکومت د امنیتي ځواکونو -- په ځانګړې توګه اردو -- روزنې او تجهیزاتو ته وده ورکړي، زمونږ امنیتي ځواکونه به لا نور مسلکي او وړ وګرځي.»

هغه زیاته کړه، «افغانستان به د لا ښو روزل شویو ځواکونو په لرلو سره د جګړې په ډګر کې ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.»

د ترهګرو له منځه وړل

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو لیکو سره یوځای شوي تازه عسکر طالبانو ته خبرداری ورکوي چې که هغوی تاوتریخوالی ونه دروي، له منځه به وېوړل شي.

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو یوه تازه استخدام شوي سرتېري صبغت الله سلام ټایمز ته وویل، «زه ډېر خوښ یم چې له افغان ملي اردو سره یوځای شوی یم او خپل هېواد ته خدمت کوم.‌ په دې هېواد کې هر څوک باید د یوه عسکر په توګه له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.»

هغه وویل،‌«مونږ به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې له دې هېواد او خلکو څخه دفاع وکړو، او مونږ به ترهګرو ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ پر خلکو ظلم وکړي.»

په هرات ولایت کې یوه بل عسکر کفایت الله وویل، «زه دلته په رضاکارانه توګه راغلی یم ځکه زه غواړم چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړم او زمونږ ملي ګټې وساتم څو مونږ له خپل هېواد څخه ټولې بدمرغۍ وباسو او سوله ډاډمنه کړو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه په نورو ځوانو افغانانو باندې غږ کوم چې له افغان ملي اردو سره یوځای شي او د خپل هېواد خدمت وکړي. مونږ نور وینه تویول او وژل نه غواړو او مونږ پر طالبانو هم غږ کوو چې د سولې پروسې سره یوځای شي څو زمونږ هېواد ته سوله راشي.»

د افغان ملي اردو عسکر نورالدین سلام ټایمز ته وویل، «وروسته له هغه چې ما ولیدل چې زمونږ هېواد څومره ویجاړ شوی او دلته څومره ډېر ترهګر دي نو پرېکړه مې وکړه چې له افغان ملي اردو سره یوځای شم.»

هغه د افغانستان دفاع یا مرګ ته په اشارې سره وویل، «زما شعار دا دی چې یا وطن یا کفن. زمونږ هېواد زمونږ د مور په څېر دی او زه به له افغانستان څخه خپل ژوند قربان کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500