زده کړه

په هسکه مېنه کې زده کوونکیو د داعش له ماتې څخه وروسته زده کړې بیا پیل کړې

د خالد زېري راپور

د ښوونځي نجونې د غوایي په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې په یوه سرخلاصي ځای کې درس لولي. [د ننګرهار د ولسوال د رسنیو د فتر]

د ښوونځي نجونې د غوایي په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې په یوه سرخلاصي ځای کې درس لولي. [د ننګرهار د ولسوال د رسنیو د فتر]

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د عسکرو له خوا له سیمې څخه د داعش له اېستلو څخه وروسته په اتو ښوونځیو کې زده کوونکي په څلورو کالو کې په لومړي ځل خپلې زده کړې بیا پیلوي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس عبدالحسیب شینواري وویل، د هغو ۳۰۰۰ ماشومانو له جملې څخه چې په پیل کې په دغو اتو ښوونځیو کې شامل وو خواوشا ۲۰۰۰ یې راستانه شوي او په دغه ولایت کې په موقتي مرکزونو کې زده کړې کوي.

شینواري سلام ټایمز ته وویل، «د یادو اتو ښوونځیو له جملې څخه درې دیني مدرسې دي. ځینې ښوونځي په خپلو اصلي ځایونو کې بیا پرانستل شول، په داسې حال کې چې نور بیا نورو ځایونو ته انتقال شول.»

هغه وویل، زده کوونکي د غوایي له ۱۷مې راهیسې ښوونځيو ته بېرته په راستنېدلو دي. هغه وویل په دغو اتو ښوونځیو کې هلکانو او نجونو سره یوځای درسونه ویل اوزیاته یې کړه چې څلور کاله مخکې په دغو ښوونځیو کې د نجونو ټول شمېر خواوشا ۱۰۰۰ تنه وو. شینواري وویل، اوس له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې نجونې شاملې شوي دي.

د داعش جنګیالي تر تعقیب لاندې دي

هغه وویل، «اوس هلته امن دی. نجونې او هلکان خپلې زده کړې بیا پیلوي.»

محلي خلکو د عسکرو ستاینه وکړه چې اورپکي یې له دغې سیمې څخه واېستل او دوی ته یې فرصت برابر کړ چې خپلو کورونو ته راستانه شي او ماشومان یې وکولی شي چې خپلې زده کړې بیا پیل کړي.‌

د هسکې مېنې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد صمیم چې ۳۲ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خوښ یو چې دلته ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځېد او زمونږ ماشومان بېرته ښوونځیو ته ځي. د ښوونځیو ډېرې ودانۍ د داعش او حکومت تر منځ د جګړې په ترڅ کې ویجاړې شوې. مونږ غواړو چې دا ودانۍ بیا ورغول شي.»

محلي مقاماتو وویل چې د داعش جنګیالیو د پاپین مرکزي لېسې څخه د خپل نظامي مرکز په توګه کار اخیست او زیاته یې کړه چې جګړې دغه ښوونځی ویجاړ کړ.

په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پاپین سیمې یوه اوسېدونکي وسیع الله خاکسار سلام ټایمز ته وویل، «پاپین د داعش د خراسان [ولایت] مرکز وو. هغوی هلته ډېر عادي خلک شهیدان کړل، خو مونږ وکولی شوای چې وتښتو. اوس چې دغه ډله تللې ده، مونږ بېرته راغلو.»

هغه وویل، «زمونږ ماشومانو په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه. مونږ څو کاله د نورو خلکو په کورونو کې واوسېدو. زمونږ ماشومان له زده کړو څخه محروم ول. مونږ خوښ یو چې هغوی بېرته ښوونځیو ته ځي.»

د پاپین لېسې یو زده کوونکی عبدالولي چې څلورکاله وروسته ښوونځي ته راستون شوی دی، بیا زده کړو ترلاسه کولو ته خوشحال دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په غازي امان الله خان مېنه کې له بل چا کره اوسېدو.‌ یونیسېف هلته یو ښوونځی جوړ کړی وو چې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې یې ورکولې. په لومړي کال کې، په هغه ښوونځي کې زه په شپږم ټولګي کې ونیول شوم او کله چې ما هغه صنف خلاص کړ... زه مجبور شوم چې پرې یې ږدم.‌ اوس زما ښوونکی وایي چې زه شپږم ټولګی تکرار کړم.»

د نویو ودانیو جوړول

د ولایت د پوهنې رییس شینواري وویل، په خېمو کې د زده کړو پروګرامونه موقت دي او کارګران به دایمي ودانۍ بیاجوړې کړي.

هغه وویل، «مونږ اته واړو ښوونځیو ته خېمې او نور تجهیزات ورکړي، او مونږ پلان لرو چې د هغوی لپاره ودانۍ هم جوړې کړو.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، په هسکه مېنه او نورو ولسوالیو کې د ښوونیزو فرصتونو په بیا راژوندي کولو سربېره د ننګرهار ولایتي اداره پلان لري چې په یادو سیمو کې کورونه بیا ورغوي.‌

هغه وویل، «هغه اوسېدونکي چې کورونه یې ویجاړ شوي دي، به د خپلو کورونو د بیارغونې لپاره مرسته ترلاسه کړي.‌ هغه کسان چې جګړې متاثر کړي دي، له حکومت او نړۍ والو خیریه ادارو څخه به مرستې ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500