د ښځو حقوق

د زړورتیا سمبول: د روبوټ جوړونې ټیم د افغان نجونو لاسته راوړنې ښیي

د عمر راپور

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ټیم غړې چې ټولې نجونې دي د ټکنالوجۍ د سفیرانو په حیث په نړۍ کې سفرونه کوي. هغوی په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د رژیم له پای ته رسېدلو راهیسې د افغان ښځو لپاره د ودې فرصتونه ښیي. [عمر]

هرات -- د افغانستان د روبوټ جوړونې د ښځینه ټیم لاسته راوړنې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نجونو ته پیاوړتیا ورکوي چې خپل هدفونه تعقیب کړي، او دوی د خپل هېواد یو مثبت انځور وړاندې کوي.

د روبوټ جوړونې دغه ټیم د متحده ایالاتو او کاناډا په شمول له ۱۰ څخه ډېرو هېوادونو کې د روبوټ جوړونې په نړۍ والو سیالیو کې برخه اخیستې او له دې لارې په تېرو څو کالو کې په نړۍ واله کچه د خبرونو سرټکی ګرځېدلی دی.

دا ټیم د غوایي په میاشت کې واشنګټن ډي سي ته لاړ او غړو یې د غوایي‌ په ۲۵مه چې د انسانان مریخ ته غونډې د ۱۳۹۸ د غوایي ۲۴-۲۶ (May 14-16 2019 Humans to Mars Summit) دویمه ورځ وه حاضرو خلکو ته خبرې وکړې.

دغه ټیم د داسې یوې بې پیلوټه الوتکې په جوړولو کار کوی چې هغه به ځمکني ماینونه کشفوي او د هغو موقعیت به معلوموي.‌

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ټیم غړې د کب په ۲مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه روبوټ باندې کار کوي. د ټیم ټولې غړې نجونې دي. [عمر]

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ټیم غړې د کب په ۲مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه روبوټ باندې کار کوي. د ټیم ټولې غړې نجونې دي. [عمر]

د۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲۷مه پر فېسبوک خپاره شوي یوه عکس کې د روبوټ جوړونې د ټیم غړې په واشنګټن ډي سي کې لیدل کیږي. [د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم]

د۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲۷مه پر فېسبوک خپاره شوي یوه عکس کې د روبوټ جوړونې د ټیم غړې په واشنګټن ډي سي کې لیدل کیږي. [د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم]

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ټیم دوه غړې د کب په ۲مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په خپل روبوټ باندې کار کوي. [عمر]

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ټیم دوه غړې د کب په ۲مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په خپل روبوټ باندې کار کوي. [عمر]

د ټیم همغږې کوونکې رویا محبوبي سلام ټایمز ته وویل، «د نجونو د روبوټ جوړونې ټیم د زړورتیا یو سمبول ګرځېدلی» او ښیي چې که نجونو ته «فرصتونه برابر کړای شي هغوی کولی شي چې په ټولنه کې تغیر رامنځته کړي.»

رویا محبوب وویل، «د روبوټ جوړونې د ټیم نجونې نه یوازې په افغانستان بلکې همدارنګه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په رول موډلونو باندې بدلې شوي دي.»

رویا وویل، دغه نجونې «د ټکنالوجۍ سفیرانې» بلل کیږي او په نړۍ والو سیالو کې د برخه اخیستنې لپاره د سفرونو کولو پر وخت یې د نړۍ له مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي.

محبوب وویل د هغو مشرانو په ډله کې د نیدرلنډز (هالنډ) ملکه، د کاناډا لومړی وزیر، د متحده ایالاتو سناتوران، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالنډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او د سپینې ماڼۍ سلاکاران شامل دي.

رویا محبوب وویل، «دا ښیي چې دغه نجونې کولی شي چې د افغانستان لپاره ښې استازې او دپلوماتانې شي.»

هغې زیاته کړه، «که افغان نجونو ته فرصت ورکړل شي، هغوی کولی شي چې داسې وده وکړي لکه د روبوټ جوړونې په ټیم کې یې چې کړې ده. هغوی کولی شي چې زمونږ د راتلونکي وخت ریاضي پوهانې او اکاډمیسنانې شي.»

د ښځو پیاوړي کول

د ټیم غړې له دې سره موافقې دي چې د روبوټ جوړونې د ټیم نړۍ وال موقعیت د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدلو راهیسې د افغان نجونو لاسته راوړنې ښیي.

د ټیم کفتانې فاطمې قادریان سلام ټایمز ته وویل، «افغان نجونو په تېرو دوه لسیزو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي.»

هغې وویل، «په تېر وخت کې، ټولې نجونې له خپلو حقونو څخه محرومې وې، خو نن مونږ ګورو چې نجونې د سوداګرۍ، اقتصاد او ټکنالوجۍ په شمول په ډېرو برخو کې فعالې دي او هغوی ډېرې بریالۍ دي.»

هغې زیاته کړه، «زه راتلونکي ته ډېره هیله منه یم، او زه باوري یم چې نجونې به د خپلو هدفونو او پروګرامونو تعقیبولو ته دوام ورکړي او هیڅ شی به هم د هغوی د ودې او پرمختګ مخه ونه نیسي.»

دا احساس د هغې د ټیم ملګرې کوثر روشان هم منعکس کړ.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د روبوټ جوړونې ټیم ټولې نړۍ ته ثابته کړه چې که افغان ښځو ته فرصتونه ورکړل شي، هغوی کولی شي چې په ټولو برخو کې زمونږ د ټیم په څېر چې د افغان ښځو او نجونو انځور یې په نړۍ کې بدل کړ، وده وکړي.»

هغې وویل، «هغه څه چې بهرنیان پرې د افغانانو په رابطه پوهېدل د جنګ تصویرونه وو، خو مونږ دغه انځور بدل کړ او اوس هغوی پوهېږي چې افغانستان داسې یوځای دی چې هلته ښځې کولی شي چې وده وکړي او لاسته راوړنې ولري.»

د لاسته راوړنو خوندي کول

د روبوټ جوړونې د ټیم غړو تاکید وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو او نجونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي، او دا چې طالبان او افغان حکومت باید په داسې یوه سوله موافقه وکړي چې په هغې کې ښځې کولی شي چې په ازادۍ کې ژوند او پرمختګ وکړي.

د ټیم کفتانې قادریان وویل، «ښځې -- چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي -- باید د سړیو تر څنګ د یوه روښانه راتلونکي په لور پرمخ لاړې شي.»

هغې وویل، «مونږ په خپل ټول قوت سره سوله غواړو، خو د نجونو او ښځو د اساسي حقونو باید درناوی وشي. د بیان ازادي، د زده کړو ترلاسه کولو حق او انتخاب کول باید د سولې په خبرو کې په لومړیتوبونو کې وي.»

د ټیم یوې بلې غړې ساغر صالحي سلام ټایمز ته وویل، «سوله باید دا تضمین کړي چې زمونږ هېواد بیا تیارو ورځو ته نه ورستنېږي. سوله د سپر په څېر ده چې مونږ له ناامنۍ څخه ساتي. خراب امنیت د نجونو او ښځو د ودې مخه نیسي.»

هغې وویل، «مونږ داسې سوله غواړو چې کولی شي ټولې نجونې دې ته جوړې کړي چې لاسته راوړنې او بهتر ژوند ولري. سوله باید له مونږ سره مرسته وکړي چې خپلې لاسته راوړنې خوندي کړو.»

د ټیم غړې ثمیا فاروقي وویل، «کله چې په یوه هېواد کې سوله وي، په هغه هېواد کې ټکنالوجي او وده رامنځته کیږي.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «کله چې زمونږ وطن ته سوله راشي، مونږ غواړو چې ښځې ډېره ازادي ولري چې انتخاب وکړای شي او نجونې له ګواښونو څخه پرته ښوونځیو ته لاړې شي.»

ښځې ځلېږي

د روبوټ جوړونې ټیم یوازې یو مثال دی چې ښیي چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو راهیسې ښځې او نجونې څنګه ځلېدلې دي.

افغان ښځو په افغان حکومت کې د اشتراک په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او د تصمیم نیونې په برخه کې مهم موقفونه یې ترلاسه کړي دي. له دې سره په توپیر د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ښځې اکثر وختونه په خپلو کورونو کې دننه ایسارې کړای شوې وې.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، «تاسو نشوای کولی چې د طالبانو په دوره کې په دولتي اداره -- حتی په یوه ښار کې -- کې حتی یوه ښځه وګورئ، خو اوس زما یوه مرستیاله ښځه ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ څو رییسانې لرو او په هرات کې د دولتي مامورینو ۳۳٪ ښځې دي. مونږ پلان لرو چې د نورو حکومتي ادارو مسؤلیت هم ښځو ته په لاس ورکړو چې هغوی وکولی شي چې په سیاست او تصمیم نیونه کې برخه واخلي.»

رحیمي زیاته کړه،‌ ډېرې ښځې په کابل کې په لوړو موقفونو باندې کار کوي چې «یو شمېر ښځې وزیرانې او معینانې دي.»

هغه وویل، «په لومړي ځل، د کورنیو چارو د وزارت یوه مرستیاله ښځه ټاکل شوې ده. په پارلمان کې ډېرې ښځې شته او د هغوی غږونه اورېدل کیږي.»

رحیمي وویل، «د ښځو شرایط ډېر بدل شوي، او په ډېرو برخو کې یې وده موندلې ده. مونږ هیله لرو چې په هغوی کې به لا ډېر نور تغیرات راشي.»

هغه زیاته کړه، «که مونږ په حکومت کې پیاوړو ښځو ته د پام وړ او مهم رولونه ور نه کړو، افغانستان بیا نشي جوړېدلی. سړي کولی شي چې افغانستان یوازې هغه وخت بیا جوړ کړي چې که مونږ قدرت له ښځو سره شریک کړو او هغوی ته اجازه ورکړو چې د بیارغونې په پروسه کې له سړیو سره یوځای کار وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500