ټولنه

د معلول د نڅا آنلاین ویډیو د سره صلیب په هکله د طالبانو موقف ته د خلکو پام ور واړاوه

ای اېف پي

پنځه کلن افغان هلک احمد سید رحمان چې په یوه جګړه کې د ډزو د تبادلې په ترڅ کې په یوه ګولۍ لګېدلی او خپله ښۍ پښه یې له لاسه ورکړې، د غوایي په ۱۷مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې روغتون کې له خپلې مصنوعي پښې سره نڅا کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پنځه کلن افغان هلک احمد سید رحمان چې په یوه جګړه کې د ډزو د تبادلې په ترڅ کې په یوه ګولۍ لګېدلی او خپله ښۍ پښه یې له لاسه ورکړې، د غوایي په ۱۷مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې روغتون کې له خپلې مصنوعي پښې سره نڅا کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- یو کوچنی افغان هلک چې لاسونه یې په هوا کې اوخوله یې له خندا نه راټولېږي، د کابل د یوه روغتون په کوټه کې له خپلې نوې پلاستیکي پښې سره څرخ خوري.

دغه هلک چې احمد سید رحمان نومیږي او پنځه کاله عمر لري په افغانستان کې وروسته له هغه د خلکو زړونه وګټل چې یوه ویډیو یې چې هغه په کې سخته نڅا کوي د غوایي په ۱۶مه پر ټوېټر خپره شوه.

د هلک مور رییسې د غوایي په ۱۷مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سره صلیب په اورتوپیدي مرکز کې خبریالانو ته وویل، «هغه د یوې مصنوعي پښې په لرلو سره تل نڅا کوي او ښیي چې هغه څومره خوښ دی.»

هغې په داسې حال کې چې احمد له یوه موبایل فون څخه لګېدلي موزیک ته نڅا کوله، زیاته کړه، «زه ډېره زیاته خوشحاله یم چې هغه دا مصنوعي پښه ترلاسه کړه او اوس هغه کولی شي چې پخپله ډېر څه وکړي.»

د احمد فزیوتراپستې سیمین سروري وویل، د هغه پښه هغه وخت چې نوموړی د اتو میاشتو وو تر زنګانه لاندې پرې شوې وه او هغه یو د اوږدې مودې ناروغ دی.

دا چې هغه په چټکۍ سره غټېږي له دې امله هغه هر کال یا خواوشا وخت کې یوې نوې پښې ته ضرورت لري. دا نوې یوه یې څلورمه ده.

سروري وویل، «هغه ماشوم دی او غواړي چې لوبې وکړي، هغه غواړي چې پښه ولري له دې امله هغه ځان په چټکۍ سره عیاروي.»

«هغه نه غواړي چې په کور کې دننه کېني.»

احمد او مور او پلار یې چې بزګران دي د لوګر ولایت دي. هلته د طالبانو او افغان اردو تر منځ ډېرې جګړې کېږي.

د هغه مور وویل چې احمد او خور یې په یوه جګړه کې د ډزو په تبادله کې ایسار، او دواړه ماشومان سخت ټپیان شوي ول.

احمد خپله لومړنۍ پلاستیکي پښه په یوکلنۍ کې ترلاسه کړه او ژر یې نڅا کول زده کړل چې خوشحالي یې ټول په خپلو سترګو ویني.‌

د هغه ویډیو د غوایي په ۱۶مه په ټوېټر خپره شوه چې په یوه ورځ کې له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډېرو کسانو ولیدله.

په ورپسې ورځ هغه په کابل کې خبریالانو ته خپل مهارتونه ورښودل چې د ماښام د خبري پروګرامونو د سر راپور یې جوړ کړ.‌

په دې ویډیو باندې په سلګونو تبصرې شوي چې ځینې تبصره کوونکو حتی د مرستې وړاندیز ورته کړی دی.

د ټوېټر یوه کارونکي لیکلي، «دا موسکا د ژوند په ټولو سختیو باندې موسکا ده... خدای دې درباندې رحم وکړي ګرانه.»

یوه بل لیکلي، «په دې ویډیو کې د خوښۍ او غم یو عجیب تناقض موجود دی.»

د بشري مرستو د ادارو پر ضد د طالبانو جګړه

د احمد ویډیو د سره صلیب د فزیوتراپۍ مرکز کې یوې بلې فزیوتراپستې ملکره رحیمي جوړه کړې وه.

هغې د خپل مسلکي کار په ۱۰ کلنه دوره کې د هغه په څېر ډېر ناروغان لیدلي دي.

رحیمي وویل، «دا چې هغه نویو پلاستیکي پښو ته ډېر خوشحال وو، ما غوښتل چې یوازې د خوښۍ یو ریکارډ ثبت کړم.»

هغې وویل، دغه ډول شېبې یې د سخت کار بدله ده او زیاته یې کړه، «له دې امله ما هغه ویډیو خپره کړه.»

هغې وویل، «زه له خپلې وظیفې سره مینه لرم.»

که د بشري مرستو نړۍ والې ادارې چې طالبان غواړی ویې باسي نه وای، داسې شېبې به نه وې ممکنې شوې.

طالبانو د وري په ۲۲مه یوه اعلامیه خپره کړه او د سره صلیب نړۍ والې کمېټې او د روغتیا نړۍ وال سازمان څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل کار بند کړي. هغوی په دې هکله کوم ځانګړی دلیل نه دی وړاندې کړی.

په اعلامیه کې راغلي وو، «په افغانستان کې جګړې یو پېچلی حالت رامنځته کړی او په دغه ننګوونکي چاپېریال کې ځینې مرستندویې ادارې خپل اړوند فعالیتونه هغسې چې مناسب دي نه پلانوي.»

د غوایي په ۱۸مه طالب اورپکو په کابل کې د کاونټرپارټ انټرنېشنل موسسې په دفتر چې یوه په ګټه نه ولاړه موسسه ده برید وکړ چې ۹ کسان یې په کې ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې کاونټرپارټ انټرنېشنل د دې له امله په نښه شوه چې د سړیو او ښځو «ګډ کار» ته یې وده ورکوله.‌

ملګري ملتونه وایي چې یوازې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې له ۹۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو په ګډون ۳۸۰۴ ملکي کسان ووژل شول او ۷۰۰۰ نور ټپیان شول. دا د افغانستان په جګړه کې د ملکي خلکو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500