امنیت

د داعش له خوا د یوه نوي 'ولایت' په توګه د پاکستان په اعلانېدلو سره د دغه هېواد مقامات تیارسۍ شول

د عبدالغني کاکړ راپور

په عکس کې د داعش یو غړی په داسې حال کې لیدل کیږي چې افق ته ګوري. داعش په وروستیو کې پاکستان یو «ولایت» وباله چې دا ښیي چې یاده ترهګره ډله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې خپل حضور زیات کړي. [آرشیف]

په عکس کې د داعش یو غړی په داسې حال کې لیدل کیږي چې افق ته ګوري. داعش په وروستیو کې پاکستان یو «ولایت» وباله چې دا ښیي چې یاده ترهګره ډله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې خپل حضور زیات کړي. [آرشیف]

کوېټه -- داعش د تېر کال په وروستیو کې په منځني ختیځ کې د ځمکو له لاسه ورکولو څخه وروسته، په ښکاره توګه خپل تمرکز د پاکستان او هندوستان لور ته لېږدوي.

داعش په وروستیو کې چې د غوایي‌ په ۲۲مه یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترافیک پولیسو د یوه افسر د وژنې مسؤلیت پرغاړه واخیست، د خپلې تبلیغاتي رسنۍ اعماق له لارې یې د «پاکستان ولایت» د رامنځته کولو اعلان وکړ.‌

داعش همدارنګه ادعا وکړه چې د غوایي په ۲۴مه یې په کوېټه کې طالب جنګیالي او د غوایي په ۳۰ مه په کراچۍ کې پولیس په نښه کړي دي.‌

په ورته وخت کې، د غوایي په ۲۰مه داعش ادعا وکړه چې د هغوی «د هند ولایت» څانګې د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې په هندي ځواکونو باندې برید کړی دی.

داعش د غوایي په ۲۵مه په ټیلیګرام باندې یو پیغام خپور کړ چې په کې یې پاکستان د یوه «ولایت» په توګه یاد کړی او په کوېټه کې یې د طالبانو د ډلې پر غړو د یوې ادعا شوې حملې په هکله جزیات ورکړي دي. [آرشیف]

داعش د غوایي په ۲۵مه په ټیلیګرام باندې یو پیغام خپور کړ چې په کې یې پاکستان د یوه «ولایت» په توګه یاد کړی او په کوېټه کې یې د طالبانو د ډلې پر غړو د یوې ادعا شوې حملې په هکله جزیات ورکړي دي. [آرشیف]

د داعش یو عکس د دغې ډلې بیرغ په مینار پاکستان باندې، چې په لاهور کې یو ملي یادګار دی، ښیي.‌ داعش په منځني ختیځ کې د ځمکو له لاسه ورکولو څخه وروسته خپل تمرکز پاکستان او هندوستان ته لېږدوي.

د داعش یو عکس د دغې ډلې بیرغ په مینار پاکستان باندې، چې په لاهور کې یو ملي یادګار دی، ښیي.‌ داعش په منځني ختیځ کې د ځمکو له لاسه ورکولو څخه وروسته خپل تمرکز پاکستان او هندوستان ته لېږدوي.

د داعش دا دوه نوي «ولایتونه» پخوا د «خراسان ولایت» برخې یادېدل، او دا هغه نوم دی چې یاده ډله یې په افغانستان کې له خپلو مرکزونو څخه د ترسره کېدونکیو سیمه ییزو عملیاتو په هکله د معلوماتو ورکولو لپاره کاروي.

په بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ ضد چارو د ریاست د سرمفتش مرستیال اعتزازاحمد ګورایا اعتراف وکړ چې، «ښایي د داعش لپاره اسانتیا برابروونکي زمونږ په خاوره کې موجود وي.»

هغه وویل، «اصلاً داعش بلوچستان او د پاکستان نورو قبایلي سیمو ته د خپلو عملیاتو د نرمو هدفونو په سترګه ګوري، له دې امله هغوی هڅه کوي چې دلته ځان ته د پښې اېښودلو ځای ومومي.»

هغه وویل، د یاغیتوب ضد عملیاتو د غوایي په ۲۶مه په مستونګ کې د داعش اورپکو اړوند یوه روزنیز مرکز کې د درې قوماندانانو په شمول ۹ تنه ترهګر ووژل.

هغه وویل، «د اورپکو له روزنیز مرکز څخه درنې وسلې، چاودېدونکي مواد، د ځانمرګو واسکټونه، مهمات او د معاصرو او پرمختللیو وسلو په هکله د لارښود معلومات ترلاسه کړای شول،» او زیاته یې کړه چې د احصایې ملي اداره په دې کار کوي چې د وژل شویو اورپکو هویت معلوم کړي.

د اورپکو د پروپاګند پرضد مبارزه

په کوېټه کې د استخباراتو یوه جیګپوړي چارواکي د هغه د نوم پټ ساتلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، «دا نشي ردېدلی چې داعش زمونږ ملي امنیت ته یو بالقوه خطر دی، خو زمونږ په سیمه کې د اورپکو د دغه ګروپ عملیاتي وړتیا تر اوسه پورې دومره قوي نه ده لکه څومره چې د افغانستان او سوریې په شمول د نړۍ په نورو برخه کې ده.»

هغه وویل، «د داعش د پروپاګند شبکه د نورو اورپکو ډلو د شبکو په نسبت ډېره قوي ده،» او زیاته یې کړه چې داعش «دلته کار کوي چې خپل ایډیالوژیک او انټرنټي جنګ پیاوړی کړي.»

هغه وویل، «داعش یو قوي رسنیز پلاټفورم لري، او هغوی د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره شپه او ورځ د آنلاین رسنیو محتویات څاري.»

دغه چارواکي وویل، په تېرو څو کالو کې داعش د هغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې بل ګروپ یې د ترسره کولو ادعا نه ده کړې څو په دې توګه خپل اهمیت غټ کړي.

هغه وویل، «له محلي ملاتړ څخه پرته، داعش نشي کولی چې په پاکستان کې خپل هدف ترسره کړي.»

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو مشر تحلیلګر متقاعد جګړن عمر فاروق پاکستان فارورډ ته وویل، «د داعش عملیاتي او مخابراتي وړتیا تر ډېره په ټولنیزو شبکو باندې متکي ده،» او په مقاماتو یې تاکید وکړ چې د ټولنیزو رسنیو ټول هغه حسابونه دې بلاک کړي چې د داعش پروپاګند خپروي.

هغه وویل، «زمونږ په خاوره کې د طالبانو او داعش پر ضد مبارزه کول یوې هراړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا لري،‌ او زمونږ د هېواد امنیتي ادارې باید د دغه زیاتېدونکي ګواښ د له منځه وړلو لپاره یوه د عمل وړ پالیسي تر لاس لاندې ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500