امنیت

'بې رحمه عملیات': افغان ځواکونو په لوېدیځه سیمه کې د طالبانو پسرلني عملیات شنډ کړل

د عمر راپور

افغان عسکر د ۱۳۹۸ د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې یو نظامي تمرین ترسره کوي. [عمر]

هرات -- امنیتي چارواکي وایي چې طالبان په خپلو تش په نامه پسرلنیو عملیاتو کې له سختې ماتې سره مخامخ شوي ځکه چې هغوی ته د افغان ځواکونو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په لاسونو درانه تلفات وراوښتي دي.

تېره میاشت د شپنیو چاپو په شمول پیاوړو شویو پوځي عملیاتو مرسته کړې چې د هېواد په لویدیځه سیمه کې احتمالي بریدونه، چې د طالبانو د «الفتح» تهاجمي عملیاتو برخه وو، شنډ کړای شي.

د دفاع وزارت مرستیال تورن جنرال محمد یاسین ضیاء د غوایي په ۲۴مه خبریالانو ته وویل، «په لویدیځه سیمه کې امنیتي وضعه ډېره ښه ده، او دښمن ته د پام وړ شمېر ماتې ورکړل شوي دي.»

هغه وویل، «مونږ غواړو خلکو ته بیا ډاډ ورکړو چې امنیتي ځواکونه کولی شي چې په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې هغوی ته ځانونه ور ورسوي او دښمن د هغوی په پسرلنیو تهاجمي عملیاتو کې په بېلابېلو سطحو مات کړای شوی دی.»

افغان عسکر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې یو نظامي تمرین ترسره کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې یو نظامي تمرین ترسره کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه نظامي تمرین کې برخه اخلي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه نظامي تمرین کې برخه اخلي. [عمر]

ضیاء زیاته کړه، «طالبانو پلان درلود چې په لوېدیځ کې له هر ولایت څخه لږ تر لږه یوه ولسوالي ونیسي، خو هغوی خپل دغه هدف ته ونه رسېدل. زمونږ زړور عسکر تل د دښمنانو پر ضد په کلکه درېدلي او طالبان به خپل شیطاني هدفونه له ځانونو سره ګور ته وېسي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري وویل،طالبانو خپل پسرلني عملیاتو په ډېر غټ پروپاګند سره پیل کړل خو ونه توانېدل چې له امنیتي ځواکونو څخه حتی ډېره کمه ځمکه ونیسي.

قادري په یوه مرکه کې وویل، «په لویدیځو ولایتونو کې لویې لارې پرانستې دي، د ټولو ولسوالیو مرکزونه د لاسرسي وړ او ټول ګمرکونه فعال دي.»

هغه وویل، «مونږ به پر طالبانو هېڅ رحم ونه کړو. د هغو کسانو لپاره چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي او هغه طالب جنګیالي چې غواړي مونږ ته راشي زمونږ دروازې هغوی ته پرانستې دي، خو له هغو طالبانو سره چې زمونږ خلک وژني، چاودنې ترسره کوي، ځانمرګي بریدونه ترسره کوي او پلچکونه الوزوي، باید جنګ وشي او ووژل شي.»

هغه د غوایي په ۲۳مه وویل، «دښمن ته تېره میاشت د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ، د هرات ولایت په شینډنډ او فارسي ولسوالیو او د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې سخت تلفات ور واوښتل. زمونږ د امنیتي ځواکونو او نړۍ والې ټولنې له خوا ترسره شویو هوایي بریدونو د لوېدیځ زون په ډېرو برخو کې طالبانو ته ماتې ورکړي دي.»

قادري وویل،‌تېره میاشت عسکرو په لویدیځ زون کې په ځمکنیو بریدونو او هوایي بمباریو کې له ۲۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژل او له ۳۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

هغه زیاته کړه، په وژل شویو اورپکو کې د طالبانو قوماندانان هم موجود ول.‌

هغه د ناټو په مشرۍ ایتلاف ته په اشارې سره وویل، «د ملي امنیتي ځواکونو او د قاطع ملاتړ ماموریت تر منځ بهتره هماهنګي د دې سبب شوه چې د طالبانو پسرلني عملیات ناکام شي. د قاطع ملاتړ ماموریت هوایي ملاتړ تل د جګړې په میدان کې د امنیتي ځواکونو د بریالیتوب په برخه کې مرسته کړې ده.»

تر دې چې امنیتي ځواکونو د هېواد په نورو برخو کې د طالبانو د تش په نامه عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه ځمکې بیا ترلاسه کړي دي.

د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د غزني ولایت په ختیځه برخه کې د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ ده یک ولسوالۍ چې له دوه کالو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې وه، کنټرول بېرته ترلاسه کړ.

زیات شوی نظامي فشار

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل، په داسې حال کې چې د تلپاتې سولې راوستل اصلي هدف دی، ناټو په خپله دې ژمنتیا ولاړه ده چې له طالبانو څخه د افغانانو په خوندي ساتلو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه د غوایي په ۲۴مه په یوه اعلامیه کې وویل، «زه تل په امنیتي ځواکونو ویاړ او د هغوی ملاتړ کوم. څه چې اوس جالب دي دا دي چې له خلکو څخه واورېدل شي، او زه اورم چې افغانان وایي چې اوس د سولې وخت دی.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه، مونږ چې د سولې لپاره کار کوو لا هم جنګ موجود دی او د دغې جګړې له امله ډېر زیات افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. تاسو پوهېږئ چې زه سولې ته ژمن یم، خو په عین حال کې زه پوهېږم چې جګړه موجوده ده او مونږ په دغه جنګ کې ستاسو ملاتړ کولو ته ژمن یو.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، د روژې په ترڅ کې د اوربند د غوښتنو په نه منلو سره طالبانو د خلکو پر ضد خپل له تاوتریخوالي څخه ډک کمپاین ته دوام ورکړ.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه به د جنګیالیو پر ضد «هېڅ رحم» ونه کړي.‌

رحیمي وویل، «افغان حکومت له طالبانو څخه وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې اوربند وکړي، خو هغوی دا وړاندیز ونه مانه. مونږ وینو چې هغوی په یو شمېر سیمو کې افغانان ووژل. دا چې طالبانو جنګ ته ترجیح ورکړه، مونږ تیار یو چې جنګ وکړو.»

هغه زیاته کړه، «هغه طالبان چې ځانونه افغانان بولي هغوی باید د سولې پروسې سره یوځای شي، خو هغه چې جنګ کوي، ښکاره خبره ده چې زمونږ امنیتي ځواکونه به یې ووژني. مونږ به د هغو طالب جنګیالیو پر ضد هېڅ رحم ونه کړو چې زمونږ بې ګناه خلک او امنیتي سرتېري وژني.»

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، «له طالبانو څخه څو ځلې غوښتنه شوې چې تاوتریخوالی بس کړي او سوله وکړي. دا چې هغوی دا غوره بللې چې جنګ وکړي، مونږ هم پوره تیار یو چې د هغوی پر ضد ودرېږو.»

هغه وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونه حق لري چې له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړي.»

په هرات کې د اردو یوه افسر عبدالله چې نه یې غوښتل خپل لومړی نوم یاد کړي، وویل، عسکر له یاغیانو څخه د افغانانو د خوندي کولو لپاره «هرې قربانۍ» ته تیار دي.

هغه وویل، «مونږ به پر طالبانو هېڅ رحم ونه کړو او مونږ به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د خپل هېواد دفاع وکړو. مونږ هرې قربانۍ ورکولو ته تیار یو. که دښمن غواړي چې سوله وکړي مونږ سولې ته تیار یو، خو که هغوی غواړي چې جنګ وکړي مونږ کولی شو چې په خپل قوت سره د هغوی پر ضد جنګ وکړو.»

د امنیتي ځواکونو له خوا مؤثرې شپنۍ چاپې

امنیتي چارواکو د افغان ځواکونو له خوا وروستۍ شپنۍ چاپې پر طالبانو د پوځي فشار د اچولو لپاره مهمې وبللې.

په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندان مرستیال ډګروال محمد همایون پیمان وویل، «شپنیو چاپو ثابته کړې چې ډېرې مؤثرې دي. شپنیو چاپو دښمن ته سختې ضربې ورکړي او درانه تلفات یې ور اړولي دي. طالبانو خپله دا وړتیا له لاسه ورکړې چې د شپې له مخې په یوه ځای کې پاتې شي ځکه هغوی وېرېږي چې دا هر وخت ممکنه ده چې امنیتي ځواکونه پرې برید وکړي.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه په پرمختللیو مهارتونو او پرمختللیو وسلو سمبال دي، او هغوی کولی شي چې د شپې له مخې دښمن په هرځای کې ویجاړ کړي.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روزنیز مرکز قوماندان ډګروال نذیراحمد سالک تاکید وکړ چې شپنۍ چاپې داسې طرحه شوي چې ملکي خلکو ته د ژوبلې د ور رسېدلو مخه نیسي.‌

هغه وویل، «زمونږ له لویو روزنیزو پروګرامونو څخه چې د افغان ملي اردو پرسونل یې اخلي یو د شپنیو چاپو یا عملیاتو تکتیکي مطالعه ده. امنیتي ځواکونه پر ځمکه د موجودو اړتیاوو پر وړاندې د غبرګون لپاره د شپنیو چاپو د ترسره کولو لپاره روزنه ترلاسه کوي او د دښمن پر ضد د شپنیو بریدونو د ترسره کولو لپاره د هغوی وړتیاوې پیاوړې شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ د شپنۍ چاپې پروسیجرونه داسې ترتیب کړي چې حتی یو ملکي کس به هم په کې ټپي نشي. امنیتي ځواکونه کافي اندازه هڅه کوي چې د خلکو ملکیت او ژوند خوندي کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500