زده کړه

یونیسېف: د افغانستان پر ښوونځیو بریدونه زیات شوي چې ماشومان یې له زده کړو څخه محروم کړي دي

ای اېف پي

یوه افغانه زده کوونکې د غوایي په ۳۰ مه د مزارشریف په لمنه کې د یوه دېوال تر څنګ، چې د لاس چاپې پرې جوړې شوي دي، تېریږي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

یوه افغانه زده کوونکې د غوایي په ۳۰ مه د مزارشریف په لمنه کې د یوه دېوال تر څنګ، چې د لاس چاپې پرې جوړې شوي دي، تېریږي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کابل -- یونیسېف د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۷مه/ وویل چې په افغانستان کې پر ښوونځیو د بریدونو شمېر په تېر کال کې درې برابره ډېر شوی چې ښوونځیو ته د ماشومانو لاسرسی یې محدود کړی دی.

د افغانستان پر ښوونځیو د بریدونو شمېر چې په ۲۰۱۷ کال کې ۶۸ وو په ۲۰۱۸ کې ۱۹۲ ته زیات شو چې دا له ۲۰۱۵ راهیسې د داسې پېښو لومړۍ زیاتېدنه ده.

یونیسېف وویل، د افغانستان د جګړې په نتیجه کې چې اوس یې ۱۸م کال دی د ۲۰۱۸ تر پایه پورې له ۱۰۰۰ څخه ډېر ښوونځي بند شوي چې خواوشا ۵۰۰۰۰۰ ماشومان یې د هغوی د زده کړې له حق څخه محروم کړي دی.‌

د یونیسېف اجرائیه رییسې هینریتا فور په یوه اعلامیه کې وویل، «په افغانستان کې د معارف پر ضد جنګ روان دی.»

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې وروسته له هغه چې نامعلومو سړیو د وري په ۲۱مه د نجونو یوه ښوونځي ته د اور وراچولو هڅه وکړه، د ښوونځي وداني په ویجاړ حالت کې لیدل کیږي. په دېوال باندې د اسلام لومړۍ بناء یعنې طیبه کلیمه لیکل شوې ده. [د افغانستان د پوهنې وزارت]

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې وروسته له هغه چې نامعلومو سړیو د وري په ۲۱مه د نجونو یوه ښوونځي ته د اور وراچولو هڅه وکړه، د ښوونځي وداني په ویجاړ حالت کې لیدل کیږي. په دېوال باندې د اسلام لومړۍ بناء یعنې طیبه کلیمه لیکل شوې ده. [د افغانستان د پوهنې وزارت]

هغې وویل، «په ښوونځیو باندې احمقانه بریدونه، د ښوونکیو وژل، ټپي کول او تښتول او د ښوونې او روزنې پر ضد ګواښونه د ماشومانو د یوه بشپړ نسل هیلې او ارمانونه ویجاړوي.»

یونیسېف وویل، تېر کال له ښوونځیو څخه په پارلماني انتخاباتو کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د مرکزونو په توګه استفاده یو له هغو عواملو څخه وو چې دغه بریدونه یې زیات کړل.

نژدې نیم افغان ماشومان ښوونځیو ته نه ځي

د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، خواوشا ۳.۷ میلیونه د ښوونځیو ماشومان چې د ۷ او ۱۷ کالو تر منځ عمرونه لري -- او په افغانستان کې د ښوونځي د عمر د ماشومانو تقریبا نیمایي جوړوي -- ښوونځيو ته نه ځي.‌

دغې ادارې د دې پړه پر نا امنۍ، فقر او د نجونو پر ضد په توپیري چلند واچوله. نجونې د هغو ماشومانو نژدې ۶۰٪ جوړوي چې په ښوونځیو کې شامل نه دي.‌

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ (۱۳۷۶-۱۳۸۰) پر وخت د نجونو د ښوونې او روزنې مخالفت کاوه.

وروسته له هغه چې هغوی په ۱۳۸۰ کې له واکه وغورځول شول، په میلیونونو نجونو د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو ته مخه کړه.‌

اوس هم په ښوونځیو، زده کوونکیو او ښوونکیو باندې ډېر بریدونه کیږي.

تېره میاشت، وسله والو سړیو په فراه ولایت کې د نجونو یو ښوونځی والوزاوه. په دې پېښه پسې په فاریاب ولایت کې د ښوونځي یو ښوونکی ووژل شو.

د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې له ۹۰۰ څخه د ډېرو زده کوونکیو په شمول ۳۸۰۴ ملکي کسان وژل شوياو ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.

دا د افغانستان په جنګ کې د ملکي خلکو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500