رمضان

په عکسونو کې: افغانانو د روژې په پای ته نژدې کېدلو سره د اوربند غوښتنه وکړه

د عمر راپور

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۴مه په یوه عامه مېلمستیا کې خواړه ترلاسه کوي.‌ ښاریان د روژې په میاشت کې له بې وزلو سره د مرستې کولو لپاره دغه ډول عامې ناستې او مېلمستیاوې برابروي. [عمر]

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۴مه په یوه عامه مېلمستیا کې خواړه ترلاسه کوي.‌ ښاریان د روژې په میاشت کې له بې وزلو سره د مرستې کولو لپاره دغه ډول عامې ناستې او مېلمستیاوې برابروي. [عمر]

د هرات یو اوسېدونکی د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې جلیبۍ اخلي. جلیبۍ خرڅوونکي وایي چې د روژې د میاشتې په ترڅ کې یې جلیبۍ ډېرې خرڅېږي ځکه افغانان یې له روژه ماتي څخه وروسته له چایو سره خوري. [عمر]

د هرات یو اوسېدونکی د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې جلیبۍ اخلي. جلیبۍ خرڅوونکي وایي چې د روژې د میاشتې په ترڅ کې یې جلیبۍ ډېرې خرڅېږي ځکه افغانان یې له روژه ماتي څخه وروسته له چایو سره خوري. [عمر]

د هرات له ۵۰۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۱ د هرات په لوی جومات کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د تراویح لمونځونه کوي. [عمر]

د هرات له ۵۰۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۱ د هرات په لوی جومات کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د تراویح لمونځونه کوي. [عمر]

یو دوکاندار د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې له یوه مشتري سره خبرې کوي. د روژې په پای ته نژدې کېدلو سره، خلک وچې مېوې او خواږه اخلي چې د ورپسې کوچني اختر د لمانځنې لپاره تیاری ونیسي. [عمر]

یو دوکاندار د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې له یوه مشتري سره خبرې کوي. د روژې په پای ته نژدې کېدلو سره، خلک وچې مېوې او خواږه اخلي چې د ورپسې کوچني اختر د لمانځنې لپاره تیاری ونیسي. [عمر]

ښځې او ماشومان د غبرګولي په ۲مه په هرات ښار کې خواړه ترلاسه کوي.‌ د روژې د میاشتې په ترڅ کې افغان سوداګران او شتمن خلک له بې وزلو سره مرسته کوي. [عمر]

ښځې او ماشومان د غبرګولي په ۲مه په هرات ښار کې خواړه ترلاسه کوي.‌ د روژې د میاشتې په ترڅ کې افغان سوداګران او شتمن خلک له بې وزلو سره مرسته کوي. [عمر]

د هرات له ۵۰۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۱ د هرات په لوی جومات کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د تراویح لمونځونه کوي. [عمر]

د هرات له ۵۰۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۱ د هرات په لوی جومات کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د تراویح لمونځونه کوي. [عمر]

په هرات ښار کې یو پولیس افسر د غبرګولي په ۴مه د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د امنیتي ګامونو په لړ کې یو سړی تلاشي کوي. [عمر]

په هرات ښار کې یو پولیس افسر د غبرګولي په ۴مه د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د امنیتي ګامونو په لړ کې یو سړی تلاشي کوي. [عمر]

هرات -- روژه د مسلمانانو له اساسي عبادتونو څخه یو عبادت دی او افغانان ورته د داسې یوې میاشتې په سترګه ګوري چې وایي سوله او ارامي باید په کې وساتل شي.

د روژې په ترڅ کې د ځانګړیو مېوو او خوراکونو مصرفول ډېرېږي.

هغه کسان چې روژه نیسي په پېشنمي کې هندواڼه خوري چې د ورځې له مخې تږي نشي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور خواږه لکه جلیبۍ معمولاً له روژه ماتي څخه وروسته له چایو سره خوړل کیږي.‌

د داسې عامو پروګرامونو تنظیمول چې بې وزلو کورنیو ته په کې خواړه ورکول کیږي د روژې په ترڅ کې یو له مهمو دودونو څخه دی.‌

یو زوړ سړی د غبرګولي په ۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې یوه هندواڼه انتقالوي. افغانان د روژې په مبارکه میاشت کې د روژې نیولو په ترڅ کې د تندې د مخنیوي لپاره د نورو میاشتو په نسبت ډېر هندواڼې کاروي. [عمر]

سوداګر او نور هغو کورنیو ته چې اړتیا لري خواړه او خوراکي توکي ورکوي، په داسې حال کې چې له محرومو او د جنګ له قرباني کورنیو سره مرسته کول د ډېرو افغانانو لپاره د روژې په مبارکه میاشت کې یو اولویت دی.

افغانان د داسې عبادتونو د ترسره کولو پر وخت له طالبانو څخه غواړي چې د بې ګناه خلکو وژل ودروي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد ابراهیم چې ۶۵ کاله عمر لري وویل، طالبان باید په روژه تیانو د بریدونو ترسره کولو پر ځای د سولې لاره ونیسي.

هغه وویل، «روژه یوه مقدسه میاشت ده چې ټول مسلمانان په کې په عبادت بوخت وي. زه له طالبانو څخه غواړم چې د دې میاشتې په برکت خپلې وسلې کېږدي او نور افغانان ژوبل نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «افغانان باید د روژې په ترڅ کې له ځانمرګو بمي بریدونو او په جوماتونو کې له چاودنو څخه ونه وېرېږي. طالبان څه غواړي چې وکړي...؟ آیا دا کار په عقل برابر دی چې په جوماتونو او عبادت ځایونو کې خلک ووژل شي؟»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي وکیل احمد وویل،‌د روژې میاشتې په ترڅ کې د اورپکو له خوا بریدونه ښیي چې هغوی هېڅ رحم نه لري او دا چې د هغوی جنګ د اسلام پر ضد روان دی.‌

دغه ۳۶ کلن سړي وویل، «مونږ تمه لرله چې طالبان به د روژې په میاشت کې لږ تر لږه په یوه اوربند توافق وکړي او د بې ګناه خلکو او امنیتي ځواکونو له وژنې څخه به لاس ونیسي.»

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې طالبان ځانونه مسلمانان بولي، هغوی هره ورځ‌ بې ګناه ملکي خلک وژني او د خدای (ج) حکمونو او د اسلام لارښوونو ته اعتنا نه کوي.‌

امنیتي ګامونه

د روژې د میاشتې په ترڅ کې امنیتي ځواکونو خپلې هڅې زیاتې کړي چې په عبادت کوونکیو او مذهبي مراسمو باندې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

هغوی یو شمېر هغه ځمکني ماینونه چې طالبانو د روژې په ترڅ کې د هرات په بېلابېلو برخو کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو د په نښه کولو لپاره کرلي وو،‌ شنډ کړل.‌

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زادهوویل،امنیتي ځواکونه ښه مجهز دي او د روژې په ترڅ‌ کې د عامه امنیت د خوندي کولو لپاره کافي اندازه تدابیر نیول شوي دي.

هغه وویل، «په ښار او د ولسوالیو په مرکزونو کې په هر جومات کې امنیتي ځواکونه توظیف شوي څو دا یقیني کړي چې ملکي خلک کولی شي خپل عبادت او مذهبي مراسم د ځانمرګو بمي بریدونو او چاودنو له ډاره پرته ترسره کړي.»

هغه وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونه دې ته ژمن دي چې د خلکو امنیت ونیسي او پخپله هم روژه ونیسي او لمونځونه وکړي.»

ولي زاده زیاته کړه، «طالبانو پلانونه لرل چې د روژې په میاشت کې په هرات ښار او ولسوالیو کې د ځانمرګو بمي بریدونو او چاودنو په ترسره کولو سره تاوتریخوالی خپور کړي، خو امنیتي ځواکونه ویښ او د تیارسۍ په حال کې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مننه. د عمر او هدایت الله راپورونه مفصل او ښکلي دي چی د وخت او زمان مطابق ګټور، مفصل او هر اړخیز راپورونه لیکي خو له ننګرهار نه د خالد که د چا راپورونه بېخي محدود دي چې یا یې په څه امنیتي پېښه لیکي یا د طالبانو د تسلیمۍ په هکله. قسم په خدای که زه نه عمر پیژنم نه هدایت الله او نه خالد زیار خو د ننګرهار لپاره د پرمختګ غوښتنه په دی کوم چی ننګرهار د پښتنو د فرهنګ د کور په نامه یادیږي او ژورنالیزم د فرهنګ یوه برخه ده نو په کار دی چی د ننګرهار خبریال هم د هرات او شمال د خبریال په څیر مسایلو ته پام وکړي او هماغسې ښه او منظم اوږده راپورونه ولیکي. د سلام ټایمز له ادارې او خبریالانو نه مننه چې ښه او ګټور معلومات خپروي.‌

ځواب ورکړئ