امنیت

د طالبانو په تش په نامه پسرلنیو عملیاتو کې په سلګونو ملکي کسان تلف شول

د نجیب الله راپور

د غوایي په ۱۸مه، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د یوې نړۍ والې مرستندویې موسسې په دفتر د طالبانو برید په شا تمبوي، طبي عمله د کابل ایمرجنسي روغتون ته یو ټپي شوی سړی ورانتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د غوایي په ۱۸مه، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د یوې نړۍ والې مرستندویې موسسې په دفتر د طالبانو برید په شا تمبوي، طبي عمله د کابل ایمرجنسي روغتون ته یو ټپي شوی سړی ورانتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکي وایي، د طالبانو تش په نامه «الفتح» پسرلني عملیات، چې تر ډېره د ځمکې د نیولو یا په حکومتي ځواکونو د کوم مهم امتیاز ترلاسه کولو کې غیرمؤثر وو، یوازې ملکي خلکو ته د تلفاتو پېښېدلو سبب شوي دي.‌

د مدني ټولنې یوه فعال او په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د یوه ثبتوونکي ګروپ غړي عزیزاحمد تسل وویل، «له بده مرغه، په تېرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې له ۷۰۰ څخه ډېر ملکي خلک وژل شوي یا ټپي شوي دي چې ډېر یې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې وو.»

هغه وویل، «ډېرو ملکي خلکو د سړک پر غاړه د کرل شویو په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو د چاودنو او ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي خلکو په تلفاتو کې په وروستي ډېرښت اندېښنه ښودلې ده.

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۳مه اخیستل شوی، یو ځوان ناروغ په جلال اباد کې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې د ټپي کېدلو له امله په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. د غوایي په ۲۳مه په جلال اباد کې په یو لړ بریدونو کې لږ تر لږه درې افغانان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۳مه اخیستل شوی، یو ځوان ناروغ په جلال اباد کې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې د ټپي کېدلو له امله په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. د غوایي په ۲۳مه په جلال اباد کې په یو لړ بریدونو کې لږ تر لږه درې افغانان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د عملیاتو رییس موسی محمودي وویل، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ۲۰۱۸ راپور «د ملکي خلکو په تلفاتو کې ډېرښت ښیي»،‌ او زیاته یې کړه چې، «د ملکي خلکو هدفي وژنې د توجیه وړ نه دي او جنګي جرمونه بلل کیږي.»

د دغه راپور په اساس، د ۱۳۹۷ کال په ترڅ کې په شخړو کې ۳۰۳۲ کسان وژل شوي او ۸۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د غبرګولي په ۴مه په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه اداره پر ملکي خلکو د وروستیو بریدونو څېړنه کوي.

د یوناما رییس تدامیچي یاماموټو په یوه اعلامیه کې وویل، «د ملکي خلکو پر ضد قصدي او بې توپیره بریدونه هېڅکله نشي توجیه کېدلی او له جنګي جرمونو سره برابر دي.»

یاماموټو د غبرګولي په ۳مه د کابل په یوه جومات کې شوي بمي برید ته په اشارې سره وویل،‌«په یوه جومات کې برید، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې د روژې په ترڅ کې په کې لمونځ کیږي، په ځانګړې توګه یو کرکجن عمل دی.»

ملکي هدفونه

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د غبرګولي په ۴مه په کابل کې په یو لړ پوځي مراسمو کې وویل، «د طالبانو الفتح پسرلني عملیات له ماتې سره مخامخ شوي،‌ او دغه ډله ونه توانېدله چې حتی د افغانستان یوه کوچنۍ برخه ونیسي.»

هغه وویل، «په وروستیو کې طالبان سخت مات شوي او درانه تلفات ور اوښتي دي.»

په کابل کې یوه مدني فعال او د حرکت شهروندي شرکت رییس مهدي مبشر وویل، «د حکومت ضد ډلو د وروستیو بریدونو ټول یا ډېر قربانیان ملکي خلک وو.»

هغه د غبرګولي په ۳مه په جومات باندې شوي برید ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د جومات امام مولوي سمیع الله ریحان او یو شمېر عبادت کوونکي په کې ووژل شول.

مبشر وویل، د غوایي په ۱۸مه په کابل کې له منزوي افغانانو سره کارکوونکې خیریه موسسه کاونټرپارټ انټرنېشنل باندې شوی برید «هم یو ترهګریز برید وو ځکه چې اکثر قربانیان ملکي خلک ول.»

د طالبانو له خوا روژې د میاشتې په ترڅ کې د تاوتریخوالي د دوام په لړ کې د دغه ډول وحشتونو ترسره کول غیر عادي نه دي.‌

د ای اېف پي د راپور په اساس، طالبانو د جمعې په ورځ‌ /د غبرګولي په ۱۰مه/ په کابل کې په یوه امریکایي کاروان باندې د موټربمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. په دغه برید کې ۴ ملکي افغانان ځای پرځای ووژل شول. ۴ امریکایي عسکر سرسري ټپیان شول.

د غوایي په ۲۱مه،‌ د طالبانو له خوا کرل شوي یوه ماین په غزني ولایت کې ۷ ماشومان چې لوبې یې کولې ووژل او ۲ نور یې ټپیان کړل.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي ذبیح الله رؤفي چې ۲۸ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې حقوق لولي وویل، «روژه د عبادت او سولې یوه مقدسه میاشت ده، خو له بده مرغه چې طالبان او نور ترهګر ګروپونه په دې میاشت کې زمونږ بې دفاع خلک په نښه کوي.»

هغه وویل، «نن سهار [د غبرګولي په ۶ مه] ترهګرو په یوه بس باندې چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مامورین یې لېږدول برید وکړ او ۱۰ ملکي کسان یې ووژل.»

د اوربند غوښتنه

د دغسې قربانیانو کورنۍ غواړي چې طالبان دې اوربند وکړي او جګړه دې پای ته ورسوي.‌

د یاسر قبادیان په نامه یوه افغان چې ۱۵ کاله مخکې یې پلار په فراه کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی، وویل، «ما له پلار نه پرته ډېر بد عمر تېر کړ، او زه د خپلې کوچنۍ خور یادونه هېڅکله نشم هېرولی.»

د هغه خور په تېر زمري کې په کابل کې په موعود تعلیمي مرکز شوي بمي برید کې ووژل شوه. په هغه برید کې نژدې ۵۰ افغانان وژل شوي او له ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي ول.‌

هغه وویل، «مونږ عدالت غواړو او مونږ له جنګ نه ستړي یو. مونږ په دې تمه یو چې اوربند وشي او سوله راشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500