تروريزم

د داعش د تش په نامه 'خلافت' له نسکورېدو وروسته،‌ په افغانستان کې ددغې ډلې ګواښونه په زیاتېدو دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

داعش په کابل کې د افغانستان د مخابراتو پر وزارت له برید څخه وروسته د خپلې ډلې د څو غړو عکس خپور کړ. [آرشیف]

داعش په کابل کې د افغانستان د مخابراتو پر وزارت له برید څخه وروسته د خپلې ډلې د څو غړو عکس خپور کړ. [آرشیف]

کابل -- داسې ښکاري چې داعش چې اوس یې تش په نامه «خلافت» له منځه تللی دی خپل تمرکز افغانستان او ورسره د نژدې نورو هېوادونو لور ته ور اړوي.

ای اېف پي د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د داعش جنګیالي چې په عراق او سوریه کې یې یو خونړی کمپاین ترسره کړ افغانستان ته مخه کوي چې خپل تاوتریخجن یاغیتوب ته دوام ورکړي او د متحده ایالاتو پر ضد د «پراخو» بریدونو په پلانولو کې مرسته وکړي.

دا خبرداری په منځني ختیځ کې د داعش د ځانبولي «خلافت» له لاسه ورکولو څخه وروسته او په داسې حال کې چې په جنوبي اسیا کې یې یو لړ ویجاړوونکي بریدونه ترسره کړل مخې ته راځي او دغه ډله هڅه کوي چېپه سیمه کې د نفوذ لرلو ادعا وکړي.

په کابل کې د متحده ایالاتو یوه جیګپوړي استخباراتي چارواکي په یوه وروستۍ مرکه کې ای اېف پي ته وویل، «مونږ پوهېږو چې ځینې کسان وار له مخه دلته را رسېدلي او هڅه کوي چې هغه پوهه، مهارتونه او تجربه چې هلته یې ترلاسه کړي دي دلته را انتقال کړي.»

په دې عکس کې چې د وري په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري د داعش د هغو جنګیالیو تر شا ولاړ دي چې له نیول کېدلو څخه وروسته په جلال اباد کې رسنیو ته ښودل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وري په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري د داعش د هغو جنګیالیو تر شا ولاړ دي چې له نیول کېدلو څخه وروسته په جلال اباد کې رسنیو ته ښودل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د خپلو جنګیالیو دا عکس د غبرګولي په ۱۳مه ټیلیګرام ته پورته کړ. [آرشیف]

د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د خپلو جنګیالیو دا عکس د غبرګولي په ۱۳مه ټیلیګرام ته پورته کړ. [آرشیف]

چارواکي چې په امنیتي دلایلو یې نه غوښتل نوم یې یاد شي زیاته کړه، «که مونږ [په افغانستان کې د داعش پر ضد] د ترهګرۍ ضد فشار ته دوام ور نه کړو، زمونږ په هېواد کې به برید وشي -- او یو پراخ برید -- چې احتمال لري په یوه کال کې دننه وشي.»

دغه چارواکي چې یو کال وړاندې د تحلیلګرانو له یوه ټیم سره کابل ته راغی څو له جنرال سکاټ مېلر سره -- چې یو څلور ستوري لرونکی جنرال او د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان دی -- مرسته وکړي چې داعش وځپي، د کوم پلان د ماهیت په هکله وضاحت ونه کړ.‌

خو په امریکا کې د څو بریدونو ارتباط له داعش سره یاد شوی یا داسې شوي چې له دغې ډلې څخه یې الهام اخیستی دی. په دې بریدونو کې په ۱۳۹۵ کې په فلوریدا کې هغه ډېرې ډزې هم شامل دي چې یوه سړي په کې چې له داعش سره یې ارتباط درلود په یوه نایټ کلب کې ۴۹ کسان ووژل.‌

د ملګرو ملتونو په یوه وروستي راپور کې راغلي چې داعش په افغانستان کې د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ تر منځ غړي لري. تقریباً عین شمېر د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوه کاله مخکې یاد کړی وو، دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وایي چې په زرګونو جنګیالي وژل شوي دي.

د متحده ایالاتو یوه سناتور جک ریډ افغانستان ته له یوه وروستي سفر څخه وروسته وویل، د داعش د خراسان څانګې هم د غړو شمېر زیات شوی او هم یې وړتیاوې لوړې شوي دي.

د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکي ونه ویل چې په افغانستان کې څومره پخواني جنګیالي موجود دي، خو استدلال یې وکړ چې «په هر شمېر کې چې وي دا اهمیت لري.»

هغه زیاته کړه، د هغو کسانو په منځ کې چې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوي د برتانویانو او فرانسویانو په شمول اروپایان موجود دي.

د هغوی حضور له طالبانو سره، چې ژمنه یې کړې چې پرې به نه ږدي چې ترهګر له افغانستان څخه په بهر کې د بریدونو د پلانولو د اډې په توګه کار واخلي، د سولې هره هوکړه پېچلې کولی شي.

چارواکي وویل، «که مونږ طالبان دې ته جوړ نه کړو او څو یې چې جوړ نه کړو چې کار وکړي او دا ستونزه هم حل کړي، هغوی به هېڅکله ونشي کولی چې دا خاوره له هغو سازمانونو څخه چې مخه یې بهر ته ده خلاصه کړي.»

یو ځل بیا فعال

متحده ایالاتو د یاغیانو له خوا د کارول کېدونکو تونلونو او بلند داژونو د ویجاړولو لپاره د ټولو بمونو مور، چې د پنتاګون تر ټولو لوی غیر اتومي بم دی، د غورځولو په شمول یو بې رحمانه هوایي کمپاین ترسره کړ.

د ولسواکیو د دفاع بنسټ (Foundation for Defence of Democracies) یوه جیګپوړي غړي او د دغه بنسټ د لانګ وار جورنال خپرونې ایډېټر توماس جوسیلین وویل، د متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې د داعش په برخه کې «ښایي د هغوی وده شنډه کړې او وخت په وخت یې د هغوی د عملیاتو مخه ډب کړې ده.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «خو دغه کار هغوی له فعالیت څخه غورځولي نه دي.»

دغه ښه تمویلېدونکي ګروپ خپلې لیکې د بهرنیو جنګیالیو او هغو محلي کسانو په وسیله بیا ډکې کړي چې د یوې بهترې اجورې ترلاسه کولو هڅه یې کوله.‌

د داعش خراسان څانګې ته په جوزجان ولایت کې تاوانونه ور واوښتل خو په ننګرهار او کونړ کې قوي سنګرونه لري چې په دغو ځایونو کې یې طالب ځواکونه پسې اخیستي او په زرګونو محلي خلک یې بې ځایه کېدلو ته مجبور کړي دي.‌

نهیلي شوي طالب یاغیان ځینې وختونه د زور له لارې یا په ایډیالوجیکو دلایلو اوړي او داسې ګڼي چې طالبان د اسلام په تفسیر کې ډېر جدي نه دي.

د متحده ایالاتو په خبره، د داعش خراسان څانګې په ۱۳۹۵ کال کې په کابل کې شپږ غټ بریدونه ترسره کړل. په ۱۳۹۶ کې دغه شمېر ۱۸ او تېر کال ۲۴ ته پورته شو.‌

داعش د غبرګولي په ۱۲مه په کابل کې د درې بمي بریدونو په شمول په ۱۳۹۸ کې په افغانستان کې د لسګونو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده.

ځینې افغان چارواکي پوښتنه کوي چې آیا د داسې بریدونو نظارت تل داعش کوي، که طالبان او پاکستاني ګروپونه لکه د القاعدې اړوند حقاني شبکه مسؤل دي.‌

یوه افغان امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل،‌ «دا بریدونه اکثر د دغو پاکستاني ګروپونو له خوا ترسره کیږي، په داسې حال کې چې کریډیټ یې داعش ته چې ادعا کولو ته په دوه پښو ناست دی، ورځي.»

په ورته وخت کې،‌هغه مستخدمین چې د ټکنالوجۍ په کارولو کې مهارت لري د ټولنیزو رسنیو له لارې او د کابل په پوهنتونونو کېاحتمالي یاغیان لټوي او چمتو کوي. په دغو ځایونو کې ځینې وختونه د منځنۍ طبقې او متحرک فعال زده کوونکي په نښه او استخدام کیږي.

داعش خپل تمرکز بدلوي

افغانستان یوازنۍ داسې هېواد نه دی چې داعش په کې خپل جهت ته تغیر ورکوي.

په نړۍ واله سطحه، داعش د یو لړ وروستیو بریدونو د ترسره کولو ادعا وکړه.‌ په دغو بریدونو کې د وري په میاشت کې په سریلانکا کې په کلیساګانو او هوټلونو کې ترسره شوي بمي بریدونه هم شامل دي چې ۲۵۳ کسان یې ووژل.

د غوایي په ۱۰مه، د جنګیالیو فراري مشر ابوبکر البغدادي له ۱۳۹۳ کال راهیسې په لومړي ځل په یوه تبلیغاتي ویډیو کې راښکاره شو.

همدارنګه داسې ښکاري چې داعش په منځني ختیځ کې د خپل قلمرو له لاسه ورکولو څخه وروسته د پاکستان او هندوستان په لور خپل تمرکز اړولی دی.‌

د غوایي په میاشت کې،‌داعش د «پاکستان ولایت» د جوړونې اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې د هغوی د «هند ولایت» څانګې د هندوستان تر واک لاندې کشمیر کې په هندي ځواکونو باندې برید کړی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ٹول مو درواغ پکی بادکڑی داعش دہ امریکا پروژہ دہ ھغہ یی روزی او امریکا وسلی ورکوی او ھغہ یی پہ ملکونو ویشی دا ٹول یو پلان دہ او تاسی غول پکی خوری

ځواب ورکړئ