امنیت

طالبانو په هلمند کې د سولې د ولسي حرکت لاریونوال ونیول

ای اېف پي

د سولې د ولسي حرکت غړي د غبرګولي په ۱۱مه د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د ګرېشک له بازار څخه د موسی کلا ولسوالۍ په لور روانېږي چې هلته له طالب اورپکو سره خبرې وکړي. [بسم الله وطندوست/فېسبوک]

د سولې د ولسي حرکت غړي د غبرګولي په ۱۱مه د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د ګرېشک له بازار څخه د موسی کلا ولسوالۍ په لور روانېږي چې هلته له طالب اورپکو سره خبرې وکړي. [بسم الله وطندوست/فېسبوک]

کندهار -- د افغان سولې د لاریونوالو دوه ملاتړو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۴مه/ ای اېف پي ته وویل چې د یاد حرکت احتجاج کوونکي چې د طالبانو په قلمرو کې یې لاریون کاوه اورپکو نیولي دي.

د سولې ولسي حرکت چې د هلمند د سولې کاروان په نامه هم یادیږي تېر کال هغه وخت نړۍ واله توجه ورجلب کړه چې هغوی د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په پښو وګرځېدل او هڅه یې وکړه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی راکم شي.

دغه حرکت د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تېر وري په میاشت کې له یوه خونړي بمي برید څخه وروسته د یوه ۵۰ ورځني پرلت په ډول پیل شو. د ۱۳۹۷ د غبرګولي په میاشت کې، د یاد حرکت غړي سړکونو ته ووتل، او کابل ته په پښو لاړل څود سولې په هکله خبرتیا زیاته کړي او له طالبانو څخه وغواړي چې تاوتریخوالی ودروي.

د سولې د ولسي حرکت خواوشا ۳۰ غړو د غبرګولي په ۶مه یو نوی سفر پيل کړ او له لښکرګاه څخه ووتل.

د هلمند ولایت لسګونو اوسېدونکیو د ۱۳۹۷ د وري په ۴مه په لښکرګاه کې وروسته له هغه خېمه ودروله چې په ښار کې له یوه لوبغالي څخه بهر یو موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو وچاوېد، لږ تر لږه ۱۶ ملکي کسان یې ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل. په بینر لیکلي دي، «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- ولسي حرکت.» [ضیأ ثمر]

د هلمند ولایت لسګونو اوسېدونکیو د ۱۳۹۷ د وري په ۴مه په لښکرګاه کې وروسته له هغه خېمه ودروله چې په ښار کې له یوه لوبغالي څخه بهر یو موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو وچاوېد، لږ تر لږه ۱۶ ملکي کسان یې ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل. په بینر لیکلي دي، «طالبانو! تاسو باید سوله وکړئ -- ولسي حرکت.» [ضیأ ثمر]

د سولې د لاریون یوه ملاتړي عبدالمالک همدرد وویل چې طالبانو د هېواد په جنوب کې د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته له داخلېدلو څخه وروسته د دوشنبې په شپه /د غبرګولي ۲۱مه/ د یادې ډلې څلور غړي مجبور کړل چې له هغوی سره په موټرونو کې لاړ شي.

هغه زیاته کړه، بیا د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳مه/ طالب جنګیالي راغلل او له یو څو مشرانو غړو پرته یې د ګروپ نور غړي هم ورسره بوتلل.

هغه وویل، ټول خواوشا ۲۵ لاریونوال بندیان شوي دي.

همدرد وویل، «په پیل کې طالبانو مونږ ته وویل چې 'مونږ به له هغوی سره خبرې وکړو،' له هغه وخت راهیسې مونږ له هغوی څخه هېڅ احوال نه لرو.»

طالبانو د لاریونوالو د برخلیک په هکله له ۳۶ ساعتونو څخه ډېر وخت معلومات نه ورکول خو د سې شنبې په ورځ یې د ګروپ د مشر اقبال خیبر په شمول د څلورو غړو عکسونه خپاره کړل او ویې ویل چې دغه سړي په امن دي او تکلیف به ور ونه رسېږي.

د طالبانو هدف معلوم نه دی

د ګروپ یوه بل ملاتړي باچاخان مولاداد وویل، «مونږ نه پوهېږو چې طالب جنګیالیو زمونږ ملګري د څه لپاره ورسره بوولي دي. مونږ نه پوهېږو چې آیا هغوی یرغمل نیول شوي که له هغوی سره خبرې اترې کوي.»

مولاداد زیاته کړه چې هغه ونشوای کولی چې د ګروپ له کومو غړو سره مستقیماً خبرې وکړي ځکه چې د هغوی ټیلیفونونه بند دي.

د لاریونوالو ویاند بسم الله وطندوست چې اوس په نیول شوې ډله کې شامل دی تېره اونۍ ای اېف پي ته وویل چې دغه ګروپ غواړي چې طالبانو ته د افغانانو دردونه او کړاوونه څرګند کړي او د اختر په مناسبت، چې د سې شنبې په ورځ پیل شو، ترې د اوربند غوښتنه وکړي.

په پيل کې دغه ګروپ پلان درلود چې له لښکرګاه څخه خواوشا ۱۳۰ کیلومتره لیرې موسی کلا ته چې د طالبانو مرکز دی ورشي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې تېر کال له ۹۰۰ څخه د ډېرو کوچنیانو په شمول خواوشا ۴۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي او له ۷۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500