سوداګري

د ترهګرۍ په تمویل کې د لاس لرلو په شک ایراني بانک ته امر وشو چې له افغانستان څخه وځي

د سلیمان راپور

په دې بې نېټې عکس کې د آرین بانک د هرات څانګه ښودل شوې ده. [آرشیف]

په دې بې نېټې عکس کې د آرین بانک د هرات څانګه ښودل شوې ده. [آرشیف]

کابل -- د افغانستان مرکزي بانک په دغه هېواد کې د فعالیت کوونکي یوازني ایراني بانک د تجارتي بانکدارۍ جواز د بانکدارۍ له اصولو څخه د سرغړونې له امله او په دې ګومان لغوه کړ چې وایي یاد بانک د ترهګرۍ د تمویل په څېر ناقانونه فعالیتونو کې ښکېل وو.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وویل، «آرین بانک د خپل فعالیت په ترڅ کې د بانکدارۍ اصول مات کړي وو او د بانکدارۍ له کړنلارو او قواعدو سره برابر نه وو.»

د افغانستان بانک چې په هېواد کې د ټولو بانکونو عملیات څاري، تایید کړه چې په کابل کې د مېشت آرین بانک جواز د غوایي په ۲۹مه لغوه کړای شو.‌

هاشور وویل، «هغوی په هېواد کې د اقتصادي ودې په برخه کې کومه مرسته ونه کړه چې دا د بانکدارۍ له عمومي هدفونو سره په ټکر کې ده. دا چې د دغه بانک عملیاتو د بانکدارۍ په سیستم کې بې نظمۍ رامنځته کړې وې له دې امله د افغانستان بانک پرېکړه وکړه چې د هغه جواز لغوه کړي.»

په دې هکله ډېر ګومانونه موجود وو چې طالبان په وروستیو وختونو کې د خپلو تجهیزاتو او وسلو د سویې د لوړولو لپاره مالي امکانات له کومې سرچینې څخه ترلاسه کوي. د طالبانو د وتلیو جنګیالیو دا عکس د غوایي په ۴مه په ټیلیګرام خپور شو. [آرشیف]

په دې هکله ډېر ګومانونه موجود وو چې طالبان په وروستیو وختونو کې د خپلو تجهیزاتو او وسلو د سویې د لوړولو لپاره مالي امکانات له کومې سرچینې څخه ترلاسه کوي. د طالبانو د وتلیو جنګیالیو دا عکس د غوایي په ۴مه په ټیلیګرام خپور شو. [آرشیف]

هغه وویل، «دغه بانک تل د بانکدارۍ قواعد ماتول او مرکزي بانک ګڼ ځلې ورته توصیه وکړه، خبرداری یې ورکړ او حتی جریمه یې کړ، خو له بده مرغه چې بانک له اصولو څخه سرغړونې ته دوام ورکړ. د دغه بانک د جواز د لغوه کولو په هکله فیصله د هېواد د بانکدارۍ د قوانینو او قواعدو په اساس وشوه، او هېڅ سیاسي یا بهرني دلایل تر شا نه لري.»

هاشور طلوع نیوز ته وویل، د بانک په سرغړونو کې د پیسو وینځل یا سپینول شامل وو.‌

هاشور وویل،‌ «د یاد بانک چارواکو ته توصیه وشوه چې په افغانستان کې خپل ټول تجارتي حسابونه بند کړي.»

هاشور وویل، آرین بانک په ۱۳۸۳ کال کې په کابل کې په دې هدف پرانستل شو چې د افغانستان او ایران تر منځ په سوداګريزو او اقتصادي اړیکو کې اسانتیا راولي.

د ترهګرۍ د تمویل شکونه

سیاسي او اقتصادي تحلیلګران وایي، دغه بانک احتمالاً د ترهګرۍ د تمویل په څېر ناقانونه فعالیتونو کې ښکېل وو.‌

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یوه پخواني وزیر او د اقتصادي چارو تحلیلګر جارالله منصوري وویل، «د یوه بانک د جواز لغوه کول اسان کار نه دی.»

هغه وویل، «د بانکونو او نورو مالي موسساتو جوازونه په دوه دلایلو: لومړی، د جدي بانکي سرغړونو او د بانکدارۍ د قوانینو او قواعدو د ګڼو ماتونو له امله؛ او دویم، د ترهګرۍ د تمویل، او د یوه بانک یا یوې مالي موسسې له خوا د پیسو د سپینولو او ناقانونه معاملو له امله، لغوه کیږي.»

منصوري وویل، د افغانستان د مالي استخباراتو څانګه چې په مرکزي بانک کې کار کوي مسؤلیت لري چې د ټولو وړو او لویو مالي معاملاتو په هکله استخباراتي معلومات چاڼ او راټول کړي،‌ او زیاته یې کړه چې، «د بانکونو په شمول ټولې مالي موسسې باید د خپلو مالي معاملاتو یا راکړې ورکړې په هکله د مالي استخباراتو څانګې ته معلومات ورکړي.»

هغه وویل، «دغه څانګه بانکونه او نورې مالي موسسې څاري او د هغو افرادو او مالي موسساتو په هکله شواهد راټولوي چې په ناقانونه مالي معاملاتو او د ترهګرۍ په تمویل کې ښکېل وي.»

منصوري وویل، «دا ممکنه ده چې د افغانستان د مالي استخباراتو څانګې ښایي داسې شواهد او اسناد موندلي وي چې ښیي چې آرین بانک د پيسو سپینولو، ناقانونه مالي معلاماتو او د ترهګرۍ په تمویل کې ښکېل دی.»

هغه زیاته کړه، «مکررې بانکي سرغړونې» هېواد د مالي بحران له خطر سره مخامخ کوي «او د هغو بانکونو جوازونه، چې د یوه هېواد له سوداګریزې او اقتصادي ودې سره مرسته نه کوي، باید لغوه کړای شي.»

د ایراني رژیم سیاسي هدفونه

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر اکبرجان پولاد وویل، ښایي چې دغه بانک به د ایراني رژیم اجندا ترسره کوله.‌

هغه وویل، «ما هېڅکله هم نه دي اورېدلي چې آرین بانک دې زمونږ په هېواد کې کوم اقتصادي فعالیت کړی وي. که دغه ایرانی بانک کوم اقتصادي فعالیت نه ترسره کوي، دا ښکاره خبره ده چې هغه د پيسو د اختلاس،‌ د طالبانو د تمویل او د ایراني رژیم د سیاسي او استخباراتي هدفونو د تعقیبولو په څېر نورو فعالیتونو کې ښکېل دی.»

پولاد وویل، «تهران له بېلابېلو طریقو څخه په استفادې سره طالبان او ځینې سیاسي ګوندونه او ګروپونه تمویلوي، او زهفکر کوم چې آرین بانک یو له هغو چینلونو څخه وو چې له لارې یې ایران طالبان تمویلول.»

هغه وویل، د ایران حکومت «زمونږ په هېواد کې د نا امنۍ، قومي شخړو او اقتصادي ستونزو په راپورته کولو کې» غټ رول لوبوي.‌

د ایراني رژیم پر وړاندې د افغانانو په شکایتونو کې د هغو افغان کډوالو چې سوریې ته د جنګ کولو لپاره استخدامیږي او هلته وژل کیږي اود افغانستان - ایران د اوبو له تړونونو څخه سرغړونې شامل دي.

پولاد د شواهدو له وړاندې کولو څخه پرته وویل، تهران د پاکستان په پاړه چینار کې د سني - شیعه شخړې په پارولو کې «مستقیم رول درلود».

پولاد زیاته کړه، «ایران به په افغانستان کې د خپلو سیاسي او استخباراتي هدفونو له تعقیبولو څخه پرته پانګونه ونه کړي.»

هغه وویل، «که ایران یو بانک، پوهنتون یا یو کلتوري مرکز جوړوي، د هغه تر شا به حتماً د ایران د حکومت پټ هدفونه موجود وي.»

په کابل کې د سیاسي او امنیتي چارو یوه تحلیلګر محمد عارف کیاني وویل، دغه بانک په افغانستان کې یوازې د دې لپاره جوړ شوی وو چې د مالي موسساتو له «کمزورې حکومتولۍ» څخه ناوړه ګټه واخلي او د ایران د حکومت د سیاسي هدفونو لپاره کار وکړي.‌

هغه له طالبانو څخه وروسته حکومت ته، چې په ۱۳۸۰ کې جوړ شو، په اشارې وویل، «د نوي افغان حکومت له جوړېدلو څخه وروسته، زمونږ په هېواد کې د بانکدارۍ په شمول په بېلابېلو برخو کې ډېرې پانګونې وشوې. د سیمې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې بانکونه جوړ کړل چې د مالي ننګونو په وړاندې ځواب ووایي.»

کیاني وویل، «آرین بانک یو له هغو بانکونو څخه وو، خو داسې معلومه شوې چې دغه بانک د یوه جلا هدف لپاره جوړ شوی وو، هغه د دې لپاره نه وو جوړ شوی چې مالي او تجارتي اړتیاوې پوره کړي.»

کیاني وویل، «د کمزورې حکومتولۍ، او د ګاونډیو هېوادونو د سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو د مناسبې څارنې د نشتوالي له امله، دغو بانکونو جنایتکارو ډلو، مافیاوو او ترهګرو ګروپونو ته خدمتونه وړاندې کول، او د پیسو سپینولو په موسسو باندې بدل شول.»

هغه وویل، دغه بانک «د تهران لپاره د نشه ییزو توکو په سر د معاملې او ایران پورې د اړوندو وسله والو ګروپونو د پیاوړي کولو لپاره یو مناسب ځای وو.»

کیاني وویل، «له ۱۳۸۴ کال راهیسې، ایران د افغانستان د سیاسي او امنیتي چاپېریال په ټکني کولو کې د پام وړ رول لوبولی او د هېواد په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په لوېدیځه سیمه کې یې طالبانو پورې اړوندو د اورپکو ډلو ته مالي او لوجیستیکي ملاتړ برابر کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «په دې کې شک نشته چې یو له هغو دلایلو څخه چې افغان حکومت د دغه بانک جواز لغوه کړ دا دی چې هغه د طالبانو په تمویل کې لاس درلود.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس د دې وخت دی چې دغه بانک وکتل شي.‌ بس دی هر څوک کوشش کوي چې له افغانانو څخه غلا وکړي. دا کار افراد، شرکتونه یا کمپنۍ، موسسات او اکثر زمونږ ګاونډي هېوادونه کوي. مونږ باید هغو افغانانو ته چې له هغوی سره همکاري کوي سزا ورکړو.‌

ځواب ورکړئ

بلکل سمه ‌‌‌‌‌‌ډير مو خوښه شوه د ترحه ګرو د تقوي او مالي سرچینه مو د لمنځه نه ختمه کړه

ځواب ورکړئ

افغانستان یوازنی هېواد وو چې ولوټل شو او پاکستان او ایران د ټوپ د تختې په توګه ترې استفاده کوله. هغوی په افغانستان کې له ناامنۍ څخه ګټه اخلي. هغوی هېڅکله هم زمونږ په هېواد کې سوله نه غوښتله او نه یې غواړي.

ځواب ورکړئ

خیلی خوب. لعنت بر مقامات و استخبارات ایران که ضد افغان است. لعنت بر اردو و استخبارات پاکستان که تروریست ها را برای کشتن افغان ها و نابود کردن افغانستان تعلیم می دهد. و از شما به خاطر نوشتن چنین گزارش روان و شیرینی به لسان پشتو بسیار متشکرم.

ځواب ورکړئ