امنیت

د طالبانو د مشر له خوا په اختر کې د اوربند ردولو د افغانانو غوسه راوپاروله

د عمر راپور

د دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو په ګډون د هرات په سلګونو اوسېدونکي د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې سره راغونډ شول او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده هغه پیغام یې وغانده چې له اختر څخه مخکې یې خپور کړی او اوربند یې په کې رد کړی دی. [عمر]

هرات -- د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانانو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د اختر په ترڅ کې د اوربند ردول وغندل.

هبت الله د غبرګولي په ۱۱مه په داسې حال کې چې د اوربند امکان یې رد کړ، وویل، «هیڅوک دې داتمه نه راڅخه کوي چې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې به د جهاد ګرم سنګرونه ساړه او څلویښت کلنې قربانۍ هیرې کړو.»

د هغه د جنګ پیغام د دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو په ګډون د هرات له ۴۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي دې ته اړ کړل چې د غبرګولي په ۱۲مه په غازي امان الله خان تالار کې راغونډ شي او هغه «د سولې دښمن» په نامه یاد کړي.‌

د هرات د مدني ټولنې بنسټ رییس نجیب احمد جمشېدي وویل، «د افغانستان ټول خلک سوله غواړي.»

یوه ماشوم د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې داسې یوه نښه پورته کړې چې پرې لیکلي، «لطفاً د اختر د ورځو په ترڅ کې اوربند وکړئ».‌ [عمر]

یوه ماشوم د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې داسې یوه نښه پورته کړې چې پرې لیکلي، «لطفاً د اختر د ورځو په ترڅ کې اوربند وکړئ».‌ [عمر]

د دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو په ګډون د هرات په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۲مه د هرات ښار په غازي امان الله خان تالار کې سره راغونډ شول او د طالبانو د مشر هغه پیغام یې وغانده چې له اختر څخه مخکې یې خپور کړی دی. [عمر]

د دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو په ګډون د هرات په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۲مه د هرات ښار په غازي امان الله خان تالار کې سره راغونډ شول او د طالبانو د مشر هغه پیغام یې وغانده چې له اختر څخه مخکې یې خپور کړی دی. [عمر]

افغان ځوانانو د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې داسې نښې پورته کړي چې پر طالبانو تاکید کوي چې په اوربند هوکړه وکړي. [عمر]

افغان ځوانانو د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې داسې نښې پورته کړي چې پر طالبانو تاکید کوي چې په اوربند هوکړه وکړي. [عمر]

جمشېدي وویل چې په ورته وخت کې د بهرنیو استخباراتي ادارو له خوا لاسوهنې او له طالبانو سره د هغوی ملاتړ جګړه زیاته کړې ده.‌ هغه په دغو هېوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د جګړې اور ته دې نور پوکی نه ورکوي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي وحید صدیقي چې ۴۱ کاله عمر لري وویل، په داسې حال کې چې طالبان «د بهرنیانو په حکم» جنګ کوي، د جنګ قربانیان یوازې افغانان دي، نه بهرنیان.

هغه زیاته کړه، «مونږ باور لرو چې جنګ د حل لاره نه ده او دا چې طالبانو د خپلې وروستۍ اعلامیې په خپرولو سره د سولې په وړاندې خپله دښمني اعلان کړې ده... مونږ یې غندو.»

د هرات یوې اوسېدونکې انوشې امیري چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل، «په افغانستان کې د اوربند کولو پر ځای طالبانو د جنګ اعلامیه خپره کړه. مونږ غواړو چې حکومت طالبان وځپي او نور هېڅ فرصت ورته ور نه کړي.»

غیر اسلامي کارونه

د طالبانو د مشر د اعلامیې په غندلو سربېره، دیني عالمانو په اورپکو باندې تور ولګاوه چې د ملکي خلکو د وژلو، ځانمرګو بمي بریدونو او د عامه پروژو د ویجاړولو په شمول غیراسلامي کارونه ترسره کوي.

په هرات ولایت کې یوه دیني عالم مولوي عبدالواحد مایلي وویل، «مونږ دیني عالمان په دې باور یو چې جنګ باید پای ته ورسېږي او یوه تلپاتې سوله او پخلاینه باید رامنځته شي.»

هغه وویل، «مونږ پر طالبانو غږ کوو چې جنګ، وژل او زمونږ د هېواد ورانول نور بس کړي او د خپلې ځان غوښتنې له امله نوره وینه توی نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «هېڅ دلیل نشته چې ملکي خلک دې ووژل شي یا دې ځایونه ویجاړ کړای شي خو مونږ ګورو چې طالبان ملکي خلک وژني او خپلو هدفونو ته د رسېدلو لپاره د هېڅ جرمونو له ترسره کولو څخه لاس نه نیسي.»

د هرات ولایت یوه بل دیني عالم مولوي عبداللطیف مولوي زاده د طالبانو له تاوتریخوالي ډک کمپاین غیر اسلامي وباله.

هغه وویل، «د اسلام دین د ملکي خلکو د وژلو یا د بې ګناه خلکو د وینې تویولو اجازه نه ورکوي.»

هغه زیاته کړه، اسلام دغه ډول کارونه په جدي توګه غندي.

هغه وویل، «دا صحیح کار نه دی چې ملکي خلک ووژل شي... مونږ په ښکېلو اړخونو باندې غږ کوو چې راشي او سوله وکړي څو د ټولنې ټول اقشار له دې ستونزې څخه نجات ومومي.»

مولوي زاده زیاته کړه، «مونږ نه پوهېږو چې طالبان د اسلام د کومو برخو په اساس دغه ډول جرمونه ترسره کوي.»

د سولې غوښتنه

په ورته وخت کې، د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې په یوه جلا غونډه کې ځوانانو، د مدني ټولنې فعالانو او ماشومانو د یوه فوري اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.‌

د هرات ښار یوې اوسېدونکې حنا علیپور چې ۲۱ کاله عمر لري وویل، «له طالبانو څخه زمونږ یوازنۍ غوښتنه دا ده چې اوربند وکړي او پرېږدي چې افغانان یو سوله ییز ژوند وکړي.»

علیپور وویل، «مونږ له دې جنګ څخه ستړي یو، او مونږ نه غواړو چې نور میندې کونډې شي، ماشومان یتیمان شي یا ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «که سوله راځي، لومړی باید یو اوربند وشي.»

سادات وویل، «طالبان چې ادعا کوي چې د خلکو د یوې برخې استازیتوب کوي باید د سولې پروسې ته د تګ لپاره لومړی یو اوربند ومني.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په طالبانو غږ کوو چې ښه نیت وښیي او اوربند ومني. اوس خلک د طالبانو په هکله یوازې د تاوتریخوالي د ترسره کوونکیو فکر کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500