امنیت

په کندهار کې موندل شوی ایرانی راکټ له طالبانو سره د تهران دوامدار ملاتړ په ګوته کوي‌

د زابلي راپور

یو ایرانی راکټ لیدل کیږي چې په کندهار ښار کې موندل شوی دی. [تادین خان اڅکزی/ټوېټر]

یو ایرانی راکټ لیدل کیږي چې په کندهار ښار کې موندل شوی دی. [تادین خان اڅکزی/ټوېټر]

کندهار -- امنیتي چارواکو د کندهار ښار په ۷ مه ناحیه کې یو ایران جوړ راکټ وموند چې ښیي چې تهران د سولې د پروسې د ګډوډولو لپاره طالبانو ته د وسلو ورکړه جاري ساتلې ده.

د ولایت امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان اڅکزي د غوایي په ۳۱ مه په یوه ټویټ کې دغه کشف تایید کړ.‌

اڅکزي ولیکل، «د کندهار ښار د ۷ مې ناحیې زړورو سرتېرو داسې یو راکټ چې په نوې ټکنالوجۍ سمبال دی کشف کړ. دغه راکټ دا زور درلود چې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړي.»

هغه وویل، «یاد راکټ په ایران کې جوړ شوی دی.»

یو ایرانی راکټ لیدل کیږي چې په کندهار ښار کې موندل شوی دی. [تادین خان اڅکزی/ټوېټر]

یو ایرانی راکټ لیدل کیږي چې په کندهار ښار کې موندل شوی دی. [تادین خان اڅکزی/ټوېټر]

د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب د ایران جوړ راکټ کشف تایید کړ. هغه وویل چې امنیتي ځواکونو پلټنه پيل کړې ده.

له طالبانو سره د ایران پوځي ملاتړ

افغان تحلیلګرانو او پخوانيو پوځي افسرانو ویلي چې -- د روسیې تر څنګ -- د ایران رژیم د دې لپاره طالبانو ته وسلې او تجهیزات ورکوي چې له افغان حکومت سره د اورپکو جګړه زیاته او د سولې پروسه ګډه وډه کړي.‌

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي محمد کریم اتل وویل، هغه وار له مخه له اورپکو سره د افغانستان په جګړه کې د تهران د ښکېلتیا په هکله خپلې اندېښنې له کابل سره شریکې کړي دي.

اتل چې څلورکاله مخکې د هلمند د ولایتي شورا رییس وو وویل، «په دې کې شک نشته چې مونږ د ایران د حکومت یا هغو اړخونو له خوا چې په افغانستان کې ګډوډي جوړول غواړي، د لاسوهنې نښې لیدلي دي -- او هلمند یې یو مثال دی.»

هغه وویل، په خانشین او دیشو ولسوالیو کې، «ملي اردو او پولیس ځواکونو راکټونه، سپکې او درنې وسلې او همدارنګه میزایل چې د ایران نښې پرې لګېدلې وې، نیولي دي.»

اتل وویل، «په هغه وخت کې هم مونږ د ایران د حکومت د لاس لرنې په هکله اندېښنې لرلې. مونږ خپلې اندېښنې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې وې.»

اتل وویل، «درې کاله مخکې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور له ایران څخه پاکستان ته په لاره وو چې ووژل شو. دا د افغانستان په چارو کې د ایران د ښکاره لاسوهنې نښې دي.»

هغه وویل، «دا کار له ډېر وخت راهیسې روان دی، خو اوس د دغه هېواد لاسوهنه د تېر وخت په نسبت ډېره زیاته شوې ده.»

اورپکي تأمینول

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاء جان حق بیان د ایران د رژیم د لاسوهنې په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل، افغان حکومت باید دا مسئله د دپلوماتیکو چینلونو له لارې له ایراني چارواکو سره شریکه کړي.

هغه وویل، سږ کال د ایران او روسیې په شمول هېوادونو «طالبانو ته تجهیزات ورکړي چې هغوی ترې ګټه اخلي.»په هغو وسلو کې چې هغوی یې استعمالوي «راکټونه او د ځمکنیو ماینونو نور ډولونه چې په ایران کې جوړ شوي دي شامل دي.»

هغه وویل، د ایران د رژیم له خوا لاسوهنه «سږ کال ډېره شوې ده.»

په فراه ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر مسعود بختور ومنله چې ایران په دغه هېواد کې یاغیانو ته وسلې ورکوي.

بختور چې پخوا یې د هلمند او زابل ولایتونو د والي د مرستیال په توګه کار کاوه، وویل، «په شوراب کې درې ځلې ایران جوړې وسلې ونیول شوې.»

«په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې په هکله هېڅ شک نشته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له غرب پرته، په دې هر څوک پوهېږي.

ځواب ورکړئ

مزخرف سایټ

ځواب ورکړئ

دا ترټولو ډېر احمقانه شی دی چې ما نن ولوست. زما ماشوم هلته دی، او له دغه ایران جوړ حرامیانو سره مخامخ شوی دی. ستاسو خبرې بې مفهومه دي.‌

ځواب ورکړئ