امنیت

په زابل کې د طالبانو الفتح عملیات له سخت مقاومت سره مخامخ شول

د زابلي راپور

ولایتي چارواکي وایي چې په زابل ولایت کې د ولسوالیو د مرکزونو او پوځي تاسیساتو د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د اوږدې مودې هڅې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د افغان ځواکونو له خوا شنډې شوي دي. [زابلي]

زابل -- په زابل ولایت کې د ولسوالیو د مرکزونو او پوځي تاسیساتو د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د اوږدې مودې هڅې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د افغان ځواکونو له خوا شنډې شوي دي.

د زابل والي رحمت الله یارمل وویل، «په زابل ولایت کې افغان ځواکونو وکولی شوای چې د طالب اورپکو پر ضد د خپل ماموریت لاندې سیمو څخه دفاع وکړي.»

یارمل وویل، «په تېرو څو میاشتو کې، له ګاونډیو ولایتونو څخه یو شمېر طالب اورپکي دغه ولایت ته راننوتل څو زمونږ پر ځواکونو بریدونه تنظیم کړي او ځینې ولسوالۍ ونیسي، خو له نېکه مرغه چې تر اوسه پورې هغوی نه دي توانېدلي چې خپلو هدفونو ته ورسېږي.»

یارمل د زابل اوسېدونکیو څخه وغوښتل چې له دښمنانو څخه د هېواد د خوندي کولو په ترڅ کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.‌

د ۲۰۵ اتل قول اردو افغان سرتېري په تېره لیندۍ میاشت کې په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالب اورپکو پر ضد د عملیاتو له ترسره کولو څخه مخکې د زابل ولایت په مرکز قلات کې له خپل قوماندان څخه لارښوونې ترلاسه کوي. [زابلي]

د ۲۰۵ اتل قول اردو افغان سرتېري په تېره لیندۍ میاشت کې په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالب اورپکو پر ضد د عملیاتو له ترسره کولو څخه مخکې د زابل ولایت په مرکز قلات کې له خپل قوماندان څخه لارښوونې ترلاسه کوي. [زابلي]

افغان اردو د تېرې لیندۍ په ۵مه د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په حسن کارېز سیمه کې د طالب اورپکو پر ضد د تصفیوي عملیاتو له ترسره کولو څخه مخکې تمرین کوي. [زابلي]

افغان اردو د تېرې لیندۍ په ۵مه د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په حسن کارېز سیمه کې د طالب اورپکو پر ضد د تصفیوي عملیاتو له ترسره کولو څخه مخکې تمرین کوي. [زابلي]

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد (چپ) د غبرګولي په ۱۲مه د زابل ولایت په مرکز قلات کې له افغان سرتېرو سره ستړي مه شي کوي. [زابلي]‌

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد (چپ) د غبرګولي په ۱۲مه د زابل ولایت په مرکز قلات کې له افغان سرتېرو سره ستړي مه شي کوي. [زابلي]‌

هغه وویل، «زمونږ نېکمرغي او سوله ییز ژوند زمونږ امنیتي ځواکونو پورې تړلی دی.»

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د غبرګولي په ۱۲مه د ولایت له مرکز قلات څخه د لیدنې په ترڅ کې د امنیت په تأمینولو کې د همغږۍ لرلو له امله افغان ځواکونه وستایل.

خالد د طالبانو د عملیاتو د نامه په یادولو سره وویل، «د الفتح عملیاتو له پيل څخه، هغوی [طالبانو] پلان درلود چې درې ولایتونه ونیسي... تر اوسه پورې هېڅ ولسوالي د اورپکو لاسونو ته ور لوېدلې نه ده.»

د ولایتي ادارې له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، هغه ځایي چارواکو ته وویل چې افغان ځواکونه پلان لري چې په دغه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو د تصفیه کولو لپاره تازه عملیات ترسره کړي.‌

خالد په دې هکله جزیات ور نه کړل چې دغه عملیات به کله پیل شي.‌

د زابل امنیه قوماندان سمونیار سعید معراج الدین سادات وویل، «دښمن هڅه کوي چې په افغانستان او په ځانګړې توګه دلته په زابل کې غټه لاسته راوړنه خپله کړي.‌ هغوی هڅه کوي چې لومړی نمبر لویه لاره چې په جنوب کې څو ولایتونه سره نښلوي بنده کړي.»

هغه وویل، «له طالبانو سره په تقریباً هره نښته کې مونږ د هغوی له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې کسان وژنو. مونږ د خپلو هېوادوالو په خوندي کولو کې هېڅ زړه نازړه توب نه کوو.»

هغه زیاته کړه، «هره ورځ او شپه زمونږ ګرځنده ګزمې ګرځي څو د طالبانو د بریدونو د ماتولو په هکله ډاډ ترلاسه کړي.»

ژمني عملیات

چارواکي وایي چې افغان ځواکونو د ژمي په ترڅ کې په زابل کې طالبان سخت وځپل او نور نو دغه اورپکي یو ځانګړی ګواښ نه جوړوي.‌

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وویل، «زمونږ ژمني عملیات ډېر بریالي وو. مونږ د ولایت په دای چوپان،‌ شملزو، نوبهار او شینکۍ ولسوالیو او همدارنګه په سورای سیمه، قلات ښار کې او په لومړی نمبر لویه لاره عملیات درلودل.»

سیال وویل، «مونږ د ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۹ لوی عملیات او ۵۶ کوچني عملیات درلودل.»

هغه وویل، «په یادو عملیاتو کې له ۱۷۰ څخه ډېر یاغیان په نښه شول -- چې ۹۰ تنه یې په دغو عملیاتو کې ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول،» او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې ۱۰ کسان بهرنیان ول.

سیال وویل، «په دغو عملیاتو کې مونږ ډېرې لاسته راوړنې لرلې. په سوری سیمه کې، مونږ د طالبانو اړوند د په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو او وسلو یوه لویه ذخیره کشف او ویجاړه کړه.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د ۲مې قطعې قوماندان ډګروال ذبیح الله نصرت وویل، «د افغان ملت دښمنان دا زور نه لري‌ چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، نو هغوی [طالبان]یوازې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې ښخوي او ځینې وختونه د شپې له مخې د تلاشۍ په پوستو باندې ناڅاپي بریدونه ترسره کوي.»

نصرت وویل، «په زابل ولایت کې، مونږ غواړو چې هغه سیمې او لاسته راوړنې خوندي کړو چې مونږ پخوا ترلاسه کړي دي،‌ او په ورته وخت کې مونږ همدارنګه غواړو چې خپل امنیتي پوښښ پراخ کړو.»

هغه زیاته کړه، «طالبان پوهېږي چې زمونږ ځواکونه نه غواړي چې ملکي خلک ژوبل کړي.‌ کله چې هغوی [طالبان] له مونږ سره د جګړې په ترڅ کې تر فشار لاندې راشي، هغوی د ملکي خلکو له کورونو څخه ګټه اخلي ځکه هغوی پوهېږي چې مونږ هېڅکله هم ملکي خلک نه په نښه کوو.»

نصرت وویل، «زه د یوه افغان او مسلمان په توګه،‌ یاغیان چې د اسلام له نامه څخه په استفادې سره جنګ کوي غیرت ته رابولم چې که هغوی په ریښتیا مسلمانان او افغانان وي او د اسلام دفاع کوي... بیا دې نو سوله وکړي.»

د اسلام او بشریت پر ضد دښمني

د زابل ولایت یوه قومي مشر برات خان خوازک د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شوې هڅې وستایلې.

خوازک وویل، «د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي پوځي عملیات بریالي وو، او مونږ پرې ډېر خوښ یو.»

هغه وویل، «د تېرو ۱۸ کالو په ترڅ کې د طالبانو له خوا ترسره شوي عملیات ټول د عامو خلکو پر ضد ول. هغوی له ځانګړیو خلکو څخه استفاده کوي. هغوی دلته د افغانستان د جوړونې په فکر کې نه دي، هغوی یې ورانوي.»

خوازک وویل، «هغوی [طالبان] نه غواړي چې دا هېواد جوړ شي. هغوی د بهرنیانو ګوډاګیان دي.‌د هغوی باداران هغوی ته وایي چې پلونه ویجاړ کړئ... او خلک ووژنئ.»

هغه وویل، «هغوی به دا کار تر هغه وخته پورې چې باداران یې ورته وایي چې ودروئ،‌ ونه دروي.»

هغه وویل،‌د طالبانو تش په نامه الفتح پسرلني عملیات «به ۱۰۰٪ یوه بله ناکامي وي. عام خلک له حکومت سره دي،‌ او زمونږ افغان ځواکونه چمتو دي چې د دې خاورې دفاع وکړي.»

د زابل یوه قومي مشر صابرشاه توخي وویل، «په زابل ولایت کې طالبانو ته ډېر تلفات وراوښتي دي. په نوبهار او ارغنداب ولسوالیو کې د هغوی د مړو جسدونه پاتې دي.»

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاء جان حق بیان وویل، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو هدف «یوازې دا دی چې ملکي خلک ووژني».

هغه وویل، «طالبان د اسلام او انسانیت دښمنان دي. مونږ ټول باید د افغان حکومت تر څنګ ودرېږو او د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړو چې د دې ویاړلي ملت دښمنان مات او ویجاړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500