امنیت

د اورپکو د وحشیانه جګړې زور له کلیوالو افغانانو وځي

ای اېف پي

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د نیازبي بي لمسیانو د تېر کال د غبرګولي په ۲۹مه د خپلو وژل شویو پلرونو عکسونه په لاسونو کې نیولي دي. [خالد زېری]

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د نیازبي بي لمسیانو د تېر کال د غبرګولي په ۲۹مه د خپلو وژل شویو پلرونو عکسونه په لاسونو کې نیولي دي. [خالد زېری]

جلال اباد -- تېر کال د یوې کورنۍ ۱۰ ماشومان ښوونځي ته روان ول چې د هاوان په یوه ناچاوده بم -- چې په افغانستان کې ډېر لیدل کیږي -- ور برابر شول.

ماشومانو چې دغه وسیله یې نه پېژندله او په خطرونو یې پوه نه ول هغه یې پورته کړه او روان شول چې خپلې ترور ته یې ور وښیي.‌

او بیا هغه وچاودېدله.

درې ماشومان او مشر خپل یې ووژل شول، او پاتې ۷ ماشومانو خپله یوه یوه پښه له لاسه ورکړه.

په دې عکس کې چې د غوایي په ۱۳مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د همېشه ګل زامن او لمسیان، چې د یوه راکټ له چاودنې څخه وروسته یې پښې له لاسه ورکړې،‌ په خپله کوټه کې ارام کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۱۳مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د همېشه ګل زامن او لمسیان، چې د یوه راکټ له چاودنې څخه وروسته یې پښې له لاسه ورکړې،‌ په خپله کوټه کې ارام کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې چاودنه، یوه بله له هیبت نه ډکه شېبه وه چې په افغانستان کې، چې له څلورو لسیزو راهیسې د جنګ له یوې یا بلې بڼې سره مخامخ دی، ملکي خلکو ته وراوښتونکی بار یې په ګوته کاوه.‌

۱۰ کلنې رابعه ګلې چې خپله ښۍ پښه یې په چاودنه کې له لاسه ورکړې، د خپلې کورنۍ د کور د یوې وروستۍ کتنې په ترڅ کې ای اېف پي ته وویل، «کله چې زه نور ماشومان ګورم چې ښوونځي ته روان وي او زه نشم تللی زه ډېره خفه کېږم.»

هغې وویل، «ما چې پښې لرلې خوشحاله وم، خو د یوې پښې له لاسه ورکولو څخه وروسته نور زه په خپل ژوند کې خوشحاله نه یم.»

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې له ۹۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو په ګډون ۳۸۰۴ ملکي کسان وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.‌

دا په افغانستان کې، چې د لسیزو اوږدې جګړې دغه ځپل شوي هېواد ته ځمکني ماینونه، ناچاودې د هاوان ګولۍ، راکټونه او په کور کې جوړ بمونه پرېښي دي،‌ د ملکي خلکو په برخه کې د ریکارډ‌ په پام کې نیولو سره تر ټولو خونړی کال وو.‌

رابعه له خپل ساده کور څخه بهر په یوه چوکۍ ناسته وه په داسې حال کې چې د هغې خویندو ورونو او خپلوانو چې له ۶ څخه تر ۱۵ کلونو پورې عمرونه یې لرل، خپلې جرابې او تسمې برابرولې چې د خپلو پښو پاتې بېخونو ته مصنوعي پښې ور جوړې کړي.‌

۱۵ کلن شفیق الله چې خپلې دواړه پښې یې له لاسه ورکړي دي وویل، «مونږ هیله لرو چې طالبان راشي، له افغان حکومت سره سوله وکړي او په افغانستان کې امنیت بهتر شي چې په دې هېواد کې هیڅوک هم ونه وژل شي یا ټپي نشي.»

تر ډېره، ماشومانو ته په کور کې چې دېوالونه یې د جګړې هوایي ګولیو چوخې چوخې کړي دي، درس ورکول کیږي.‌

خو ځینې وختونه هغوی باید ښوونځي ته د امتحانونو لپاره لاړ شي -- او دا د مصنوعي پښو په وسیله د پوستکي د ګرېدلو له امله د زخمونو راپارېدلو له وجې یو دردناک مزل دی.

د تاوتریخوالي دایره

ملګرو ملتونو سږ کال وویل، په افغانستان کې چې په جګړه کې د ښکېلو شپږو هېوادونو په لست کې د ملکي خلکو د ټولو تلفاتو نژدې نیمایي په کې پېښ شوي دي، دغه ډول کیسې عامې دي.‌

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې ۷۰ کلنې نیازبي بي خپل درې زامن او درې لمسیان د داعش په بریدونو کې له لاسه ورکړل.‌

اوس نیازبي بي د خواوشا ۴۰ یتیمانو چې ورته پاتې دي پالنه کوي.

بي بي په داسې حال کې چې په مخ کې یې داسې ژورې لیکې جوړې دي چې د هغې د نه زغم وړ زیان شاهدي ورکوي ای اېف پي ته وویل، «زه تل ګاونډیانو او نورو خلکو ته سوال کوم چې د هغوی د مړولو او پټولو لپاره د څه خوړو او جامو مرسته وکړي.»

هغې په داسې حال کې چې یوه کلاشینکوف یې په لاس کې نیولې و، زیاته کړه، «ما دا وسله د دې لپار اخیستې ده چې د ممکنو بریدونو په مقابل کې پرې د خپلو لمسیانو دفاع وکړم.»

د تاوتریخوالي، نقصان او انتقام دوران په دې ډول دی، او دا سخته ده چې وویل شي چې د بي بي کورنۍ به څنګه له دې ستونزو څخه خلاصه شي.‌

نیازبي بي وویل، «سره له دې چې ما ډېر څه له لاسه ورکړي، خو که جګړه همداسې روانه وي زه به دا ټول یتیم ماشومان له لویېدلو څخه وروسته ولېږم چې د خپل هېواد خدمت وکړي او خپل ژوند د خپل هېواد د دفاع په لار کې قربان کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500