اقتصاد

د زعفرانو افغان بزګران له ایران څخه د وارداتو په بندېدلو سره د قېمت په ډېرېدلو خوښ دي

د عمر راپور

کارکوونکي د تېر لړم په ۲۰مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ګېډۍ کوي. [عمر]

کارکوونکي د تېر لړم په ۲۰مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ګېډۍ کوي. [عمر]

هرات -- د حکومت له خوا د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني زعفرانو په وارداتو له بندیز لګېدلو څخه وروسته د زعفرانو افغان بزګران او صادروونکي په ملي او بین المللي بازارونو کې د قېمتونو ډېرېدلو ته خوښ دي.

د ولسمشر اشرف غني له خوا په تېره تله میاشت کې له ایران څخه د زعفرانو په وارداتو باندې له بندیز لګولو راهیسې د افغان زعفرانو قېمتونه دوه برابره شوي دي. د دغه کار هدف دا وو چې د افغان زعفرانو نړۍ واله نښه خوندي کړای شي، کیفیت یې وساتل شي، قېمتونه یې لوړ او تولیدات یې زیات کړای شي.

د هرات د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني وویل، «تېر کال، مونږ یو څه اندېښنې لرلې، خو له نېکه مرغه چې سږ کال مونږ وارخطا نه یو ځکه چې مونږ لا تر اوسه د ایراني زعفرانو ناقانونه واردات نه دي لیدلي.»

هغه وویل، له ایران څخه د زعفرانو واردات صفر ته ښکته شوي دي.‌

افغان زعفران د تېر لړم په ۲۰مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې لیدل کیږي. [عمر]

افغان زعفران د تېر لړم په ۲۰مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې لیدل کیږي. [عمر]

رحماني زیاته کړه، «په تېرو میاشتو کې د زعفرانو قېمت دوه برابره شوی دی. دا وخت، ۱ کیلو ګرام زعفران د هغه د کیفیت په پام کې نیولو سره له ۶۰ زرو څخه تر ۹۰ زره افغانیو (۷۵۰ - ۱۱۳۰ ډالرو) پورې خرڅېږي.

د زعفرانو د بزګرانو د ملي اتحادیې رییس بشیراحمد رشیدي وویل، په قېمت کې ډېرښت د زعفرانو بزګران او تولیدوونکي «ډېر هیله من» کړي دي.

هغه زیاته کړه، «د افغان زعفرانو قېمتونه په ملي او بین المللي بازارونو کې له یوې میاشتې څخه بلې ته لوړېږي.»

رشیدي وویل، په وارداتو له بندیز څخه مخکې، بزګران نهیلي وو چې څنګه خپل زعفران یوه کیلو په ۳۰ زره افغانۍ (۳۸۰ ډالرو) وپلوري، «خو اوس ۱ کیلوګرام زعفران په ملي بازار کې تر ۹۰ زره افغانیو (۱۱۳۰ ډالرو) پورې خرڅول کېږي.»

هغه ګام چې بزګران ورته ښه راغلاست وایي

په هرات ولایت کې بزګرانو او د زعفرانو د پروسیس تجارتي شرکتونو د ایراني زعفرانو په وارداتو باندې بندیز او په نتیجه کې یې د افغان زعفرانو د قېمت ډېرېدلو ته ښه راغلاست ویلی دی.

په هرات ولایت کې د زعفرانو یوه بزګر عبدالشکور احراري وویل، «۹۵٪ زعفران نړۍ والو مارکېټونو ته له هرات څخه صادرېږي او له ایران څخه د زعفرانو «غیرقانوني» واردات د هرات له لارې کېدل.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه، حکومت لاس په کار شو.»

په هرات ولایت کې د الکوزی د زعفرانو د پروسیس شرکت اجرائیه رییس قاسم الکوزی له دې سره یوه خوله دی او وایي چې د ایراني زعفرانو بندېدا په افغانستان کې د زعفرانو صنعت ته ګټه ور رسولې ده.‌

هغه وویل، «له ایران څخه د زعفرانو په ناقانونه وادراتو باندې حکومتي بندیز یو غټ تاثیر درلود -- چې اوس حتی ۱ یا ۲ کیلوګرامه هم نشي را واردېدلی. د زعفرانو قېمتونه ډېر زیات شوي او نور نو مونږ اندېښنې نه لرو.»

الکوزي وویل، «مونږ غواړو چې حکومت دغه بندیزونه پرځای وساتي څو د ټیټ کیفیت زعفران زمونږ هېواد ته راداخل نشي او په نړۍ والو بازارونو کې زمونږ د لوړ کیفیت لرونکیو زعفرانو اعتبار ته زیان ونه رسوي.»

د هرات ولایت یوه بزګر عبدالشکور ایثار وویل، «له ایران څخه هرات ته د زعفرانو غیرمنظمو وارداتو مونږ مجبور کړو چې خپل زعفران په ډېرو ډېرو تاوانونو خرڅ کړو.»

هغه وویل، «له ایران څخه د زعفرانو د ناقانونه وارداتو بندول تر ټولو لوی خدمت وو چې حکومت د افغان زعفرانو په برخه کې وکړ. زمونږ زعفران د ایران د زعفرانو په نسبت ډېر ښه دي او ټوله نړۍ یې غواړي.»

افغان زعفرانو ته ترجیح ورکول

د کرنې وزارت چارواکي وایي چې د افغاني زعفرانو په پېرودنه کې، چې افغانستان تېر کال ۱۷ هېوادونو ته صادر کړل د اسیا، اروپا او متحده ایالاتو په څېر سیمو کې، علاقه مندي ډېره شوې ده.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، یو له هغو دلایلو څخه چې ولې د افغان زعفرانو بازار ښه شوی دا دی چې د منځني ختیځ د هېوادونو په شمول بېلابېل هېوادونه د ایراني زعفرانو په نسبت افغاني زعفرانو ته ترجیح ورکوي.

رستمي وویل، «زعفران ډېر هندوستان او عربو او اروپایي هېوادونو ته صادر شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې زمونږ د زعفرانو تولید نژدې ۱۶ مټریک ټنه وو او له ۹۰٪ څخه ډېر یې صادر شول چې ارزښت یې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ (۵ میلیونه ډالر) ته رسېده.»

هغه وویل، «افغان زعفرانو چې لوړ کیفیت لري په نړۍ والو بازارونو کې یو ځانګړی ځای موندلی دی.‌ د سیمې ځینې هېوادونه چې غني ترې لیدنه کړې ده دې ته چمتو دي چې د افغانستان ټول زعفران وپېري.»

هغه زیاته کړه، «د متحده عرب اماراتو شیخ وویل چې هغه چمتو دی چې د افغان زعفرانو ټول کالنی تولید وپېري.»

رستمي وویل، نور نو د زعفرانو تولید یوازې هرات پورې محدود نه دی او په ټولو ولایتونو کې کېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ډېرخوښ یم چې د افغانستان په طبیعي منابعو کې پرمختګ کیږي، ځکه چې دا منابع له مونږ څخه بې وزلي لیرې کوي، او که مونږ تحقیقاتي مرکز ولرو او په هر ولایت کې د استفادې لپاره لازم فرصت برابر کړو، دا منابع به مونږ ته ډېر فرصتونه په لاس راکړي چې پرمختګ وکړو.‌ مثلاً، لوګر په افغانستان کې له ډېروغریبو ولایتونو څخه دی خو مس عینک او د هغه جغرافیوي موقعیت ته وګورئ او غرونه باید وپلټل شي.‌

ځواب ورکړئ