امنیت

طالبانو د جګړې په ډګر کې له ماتو خوړلو څخه وروسته په تخار کې مخابراتي خدمتونه ټکني کړل

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۲مه اخیستل شوی، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [محمد تواب]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۲مه اخیستل شوی، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [محمد تواب]

کندوز -- طالبانو په تخار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له ماتې خوړلو څخه وروسته یوه زاړه تکتیک ته مخه کړه -- مخابراتي شرکتونو ته یې ګواښونه وکړل او د محلي خلکو پر مخ یې د دغو خدمتونو ارتباط ټکنی کړ.

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د غوایي له ۵ مې څخه تر ۲۰مې پورې د دوه اونیو په ترڅ کې د ولایت له بېلابېلو برخو څخه د طالبانو د جارو کولو لپاره عملیات ترسره کړل.

هغه وویل چې دغو عملیاتو طالبانو ته درانه تلفات ور واړول.

اسیر وویل، «افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ وکولی شوای چې د تخار ولایت په دشت قلعه او نورو ولسوالیو کې له ۵۰ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژني، او ډېرې سیمې د طالبانو له کنټرول څخه ازادې کړي.»

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، د کندوز ولایت په کندوز ښار کې د مخابراتو یوه ستنه لیدل کیږی. ډېر مخابراتي شرکتونه د طالب اورپکو له خوا د ګواښونو له ترلاسه کولو څخه وروسته خپلې ستنې د مازدیګر د ۴ بجو او د سهار د ۶ بجو تر منځ موده کې بندوي. [هدایت الله]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، د کندوز ولایت په کندوز ښار کې د مخابراتو یوه ستنه لیدل کیږی. ډېر مخابراتي شرکتونه د طالب اورپکو له خوا د ګواښونو له ترلاسه کولو څخه وروسته خپلې ستنې د مازدیګر د ۴ بجو او د سهار د ۶ بجو تر منځ موده کې بندوي. [هدایت الله]

هغه وویل، «د غوایي په ۷ مه د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ په پای شفیع کلي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې په نتیجه کې د طالبانو یو یاد قوماندان ملا هاشم ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.»

«مونږ به د دغو جنګیالیو له وژل کېدلو څخه وروسته په چاه آب ولسوالۍ کې په امنیتي وضعه کې مثبت تغیر ووینو.»

د اسیر په وینا، د ۱۳۹۶ کال له وروستیو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو په دشت قلعه، چاه آب، خواجه غار او درقد ولسوالیو، او همدارنګه د تخار ولایت په ځینې سیمو کې طالبانو ته درانه تلفات وراړولي دي.

له دې ماتو څخه وروسته، طالبانو په دغه ولایت کې په مخابراتي شرکتونو باندې زور راوړ چې د مازدیګر له ۵ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو پورې خپلې شبکې بندې کړي. دا هغه تکتیک دی چې اورپکو په نورو ولایتونو کې هم ترې کار اخیستی دی.

د مرستې لپاره د ټیلیفون کولو د اسانتیا نشتوالی

د شپې له مخې د مخابراتي خدمتونو ټکني توب د تخار ولایت اوسېدونکیو ته ډېرې ستونزې راولاړې کړي دي.‌

په تخار ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد ظاهر شېرزاد چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «څومره چې عامه ادارې ډېرې خرابېږي، هومره یې عادي خلکو ته زیان ډېر رسیږي.»

هغه وویل، «کله چې زمونږ یو د کورنۍ غړی ناروغیږي، مونږ نه پوهیږو چې څه وکړو او څنګه مرسته وغواړو.‌ ټولې مخابراتي شبکې د شپې له مخې بندې وي او مونږ نشو کولی چې ټکسي یا ډاکتر ته زنګ ووهو.»

د دشت قلعه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید محمود سیدي وویل، «ټولې مخابراتي شبکې -- روشن، افغان بیسیم، اتصالات او اېم ټي اېن -- پوره د مازدیګر په ۵ بجو کار بس کوي. کله چې د خلکو ارتباط پرې شي، د دې معنی دا ده چې د هغوی لاسونه او پښې وتړل شي، او مونږ نه پوهېږو چې زمونږ په دوستانو او کورنۍ څه تېرېږي.»

هغه وویل، «طالبان باید د خلکو خوښۍ خرابې نه کړي. آیا دا کافي نه ده چې هغوی هره ورځ په لسګونو خلک شهیدانوي؟»

د تالقان ښار یوې اوسېدونکې عادلې امیني چې ۱۹ کاله عمر لري وویل، «ځوانان د شپې له مخې د ټولنیزو رسنیو له کارولو څخه محروم وي او دا حالت مونږ ته اجازه نه راکوي چې په خپل هېواد او نړۍ کې د پېښو په هکله معلوماتو ته لاسرسی ولرو.»

هغې وویل، «د طالبانو دا کارونه نشي کولی چې په ټکنالوجۍ کې زمونږ وده او پرمختګ ودروي.»

د تخار پوهنتون د ادبیانو پوهنځي یوې محصلې زینب اسدي چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل، «کله چې زمونږ ځواکونه له طالبانو څخه ډېرې سیمې ونیسي، هغوی هڅه کوي چې انتقام یې له ملکي خلکو څخه واخلي.»

هغې وویل، «مخابراتي شرکتونو ته د طالبانو ګواښ ښیي چې هغوی د جګړې په ډګرونو کې د جګړې کولو وړتیا له لاسه ورکړې، او پر عکس یې امنیتي ځواکونو دا وړتیا ترلاسه کړې چې طالبان مات کړي.»

ارتباط تأمینول

د والي ویاند محمد جواد هجري وویل، «د تالقانو یو شمېر اوسېدونکیو د تخار والي عبدالحق شفق سره لیدلي چې په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو ... د ټکني توب مسئله حل کړي او هغه ته یې معلومات ورکړي چې دا ستونزه لیرې کړي.»

هجري وویل، والي د غبرګولي په ۱ د ټولو مخابراتي شرکتونو له استازو سره ولیدل او په هغوی یې فشار واچاوه چې خپل خدمتونه بیا پیل کړي. هغه هغوی ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به د مخابراتي ستنو امنیت خوندي کړي.»

هغه وویل، «محلي حکومتي مقامات هڅه کوي چې له اړوندو ادارو سره داسې کار وکړي څو په مخابراتي شرکتونو باندې لګېدلي محدودیتونه په بشپړ ډول حل کړي.»

په تخار ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس عبدالغفور تلاش وویل، «مخابراتي شبکې د شپې له مخې خپل خدمتونه پرته له دې چې مونږ خبر کړي بندوي. له امنیه قوماندان، والي او نورو مقاماتو سره زمونږ په کتنه کې، مونږ مخابراتي کمپنیو ته وویل چې خپل خدمتونه بېرته پیل کړي.»

هغه زیاته کړه، «دا وخت، حکومتي سلام شبکه په ټول تخار ولایت کې ۲۴ ساعته خلکو ته خپل خدمتونه وړاندې کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500