امنیت

د تخار اوسېدونکیو طالب اورپکي چې په اختر کې یې برید کړی وو پسې واخیستل

د هدایت الله راپور

د فرخار ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۴مه د دې لپاره سره راټول شوي چې اورپکي له خپلو سیمو څخه پسې واخلي. [عبدالرشاد اصفیا/فېسبوک]

د فرخار ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۴مه د دې لپاره سره راټول شوي چې اورپکي له خپلو سیمو څخه پسې واخلي. [عبدالرشاد اصفیا/فېسبوک]

کندوز -- د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکیو د غبرګولي په ۱۴مه غوښتل چې اختر ولمانځي چې طالب جنګیالیو پرې یو همغږی برید پیل کړ.

د پېښې نتیجه د اورپکو لپاره ډېره بده راووتله.‌

وروسته له هغه چې طالب جنګیالیو د خلکو وېرول، یادې ډلې ته د عشر په ورکولو مجبورول او د هغو کسانو وهل پیل کړل چې د کورنۍ غړي یې له امنیتي ځواکونو سره کار کوي، محلي اوسېدونکي راټول شول چې د هغوی مخالفت وکړي.‌

د فرخار ولسوال عبدالرشاد اصفیا وویل، د ولسي پاڅون ځواک د غبرګولي په ۱۴مه له غرمې مخکې خواوشا ۱۱ بجې د فرخار ولسوالۍ په خفدره کلي کې د یاغیانو پر ضد راپورته شو او بالاخره جنګیالي یې تر ماښامه پورې له سیمې څخه وتلو ته اړ کړل.

اصفیا په یوه مرکه کې وویل، «لومړی، مونږ په فرخار ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون له محلي قوماندانانو سره یوه کتنه ترسره کړه، او دا مو وارزوله چې طالبان له دې ولسوالۍ څخه څنګه وباسو.»

هغه وویل، «بالاخره، مونږ د فرخار ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د پخوانیو مجاهدینو، قومي مشرانو، بانفوذه شخصیتونو،‌ دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون یو ولسي پاڅون پیل کړ.»

اصفیا وویل، په نښته کې د ولسي پاڅون غړو یا نورو محلي خلکو ته هېڅ راز ژوبله پېښه نه شوه، په داسې حال کې چې طالب جنګیالیو ته یو څه تلفات ور واوښتل.

د پاڅون غړو وویل، دغه خودجوشه حرکت هوډ درلود چې پرې نه ږدي څو طالبان د تخار ولایت په نورو برخو کې د ناامنۍ جوړولو په برخه کې خپل هدف ترلاسه کړي.‌

د محلي پاڅون مشر محمد تاویل عظیمي په یوه مرکه کې وویل، یو شمېر طالبان «د خلکو له نشتوالي څخه چې د اختر لمانځه ته تللي وو په استفادې د فرخار ولسوالۍ کلیو ته داخل شوي وو.»

عظیمي وویل، «د فرخار اوسېدونکي په ګروپونو کې د طالبانو پر ضد منسجم شول او هغوی ته یې یو کلک درس ورکړ، او ویې ښودله چې طالبان او د هغوی ایډیالوژي د منلو وړ نه دي.»

د فرخار یوه اوسېدونکي عبدالجمیل قیومي چې ۳۸ کاله عمر لري ومنله چې افغانان په دې کې سره یو لاس دي چې د یاغیانو د هدفونو پر ضد جنګ وکړي.‌

هغه وویل، «افغانان د طالبانو له وخته ترخې خاطرې لري، او مونږ به هېڅکله هم هغوی ته اجازه ور نه کړو چې خپلو هدفونو ته ورسېږي.»

قیومي وویل، «که مونږ طالبانو ته داسې یو فرصت ورکړی وای چې په دې ولسوالې کې زمونږ سیمې ونیسي، د هغوی حضور به عادي ژوند کمزوری کړی وای.»

اوسېدونکي د مقاومت ژمنه کوي

د فرخار ولسوالۍ یو اوسېدونکی او د پاڅون برخه وال حمیدالله سالمي چې ۵۱ کاله عمر لري نه غواړي چې سیمه ناامنه شي ځکه چې هره ورځ بې ګناه خلک وژل کیږي.‌

هغه وویل، هغه خپل یو ورور د تېر زمري په میاشت کې هغه وخت له لاسه ورکړ چې کورنۍ یې له دشت قلعه ولسوالۍ څخه د تخار ولایت مرکز تالقان ته په سفر وه او موټر یې د طالبانو له خوا ښخ شوي یوه ماین وواهه.

سالمي وویل،‌«مونږ د فرخار خلک -- سړي او ښځې، لوی او واړه -- به طالبانو ته اجازه ور نه کړو چې زمونږ په ژوند کې ستونزې رامنځته کړي او مونږ د خپلو هدفونو د ترسره کولو په لاره کې د سپرونو په توګه استعمال کړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ به خپلې وسلې تر هغه وخته پورې په ځمکه کېنږدو څو چې ټوله سیمه د دغې ډلې له حضور څخه پاکه شوې نه وي.»

د ولسي پاڅون یوه بل غړي ارباب سمیع الله خلیلي د هغه سخت چلند په هکله خبرې وکړې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت د هغوی په سیمه کې رامنځته کړی وو.‌

دغه ۴۵ کلن سړي وویل، «هغوی د یوې کورنۍ ۶ غړي په دې پلمه ووهل چې له حکومت سره یې همکاري کوله او هغوی ته یې حکم وکړ چې هغوی [طالبانو] ته وسلې وپېري.»

خلیلي زیاته کړه، طالبانو همدارنګه د خسده کلي اوسېدونکي مجبور کړل «چې خپل کورونه پرېږدي او بزګرانو ته یې حکم وکړ چې د خپلو زراعتي ځمکو عشر ورکړي.»

هغه وویل، «مونږ د حکومت تر څنګ ولاړ یو،‌ او مونږ به هېڅکله هم طالبانو ته اجازه ور نه کړو چې زمونږ پر خلکو برید وکړي.»

د مدني ټولنې یوه فعال او د تخار ولایت اوسېدونکي عطاءالحق حسیني وویل، «که ټول افغانان داسې تصمیم ونیسي چې طالبان له خپلو سیمو څخه وباسي، هغوی [طالبان] به هېڅکله په هېواد کې د پښې اېښودلو ځای ونه مومي.»

هغه د محلي اوسېدونکیو له خوا له خپلو سیمو څخه د طالبانو اېستل وستایل او زیاته یې کړه چې حکومت باید د داسې ولسي پاڅونونو ملاتړ وکړي.‌

حکومتي ملاتړ

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ژمنه وکړه چې محلي حکومتي اداره به له ولسي پاڅونونو سره مرسته او همکاري وکړي.‌

هجري وویل، «حکومت به د پاڅون غړو مادي او معنوي مرسته وکړي څو هغوی وکولی شي چې د طالبانو او نورو هغو ډلو پر ضد ودریږي چې عامه امنیت ننګوي.»

«اوس د ولسي خلکو په پاڅون سره، په سیمه کې امنیت ټینګ شوی دی.»

هغه وویل، په ورته وخت کې «د نورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې باید له پامه ونه غورځول شي.»

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، «وروسته له هغه چې مونږ د فرخار ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې د طالبانو د حرکتونو په هکله راپورونه ترلاسه کړل، سیمې ته مو ملاتړي امنیتي ځواکونه ولېږل.»

اسیر زیاته کړه، په فرخار ولسوالۍ کې اضافي امنیتي ځواکونه موجود دي او د طالبانو هرې احتمالي حملې ته تیارسۍ دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لیکنه واقعاً ډېره ښه چمتو شوې ده.‌

ځواب ورکړئ