امنیت

د ایران له خوا د تېلو په ټانکرونو مشکوکو بریدونو نړۍ والې سوداګرۍ ته 'ښکاره ګواښ' په ګوته کړ

ای اېف پي او سلام ټایمز

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا چلېدونکې یوه د ګزمې بېړۍ په داسې حال کې لیدل شوې او ریکارډ شوې چې د غبرګولي په ۲۳مه په عمان خلیج کې له یوه ویجاړ شوي ټانکر اېم ټي کوکوکا کریجیوس څخه یو ناچاودی لمپېټ ماین لیرې کوي. [سېنټکام]

ویشتل شوي ټانکرونه د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۶مه/ وروسته له هغه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ له ستراتیژیک هورموز تنګي سره پرې برید وشو، د متحده عرب اماراتو په سواحلو کې موقعیتونو ته په خوندي توګه ورسېدل.

د متحده ایالاتو اردو د جمعې په ورځ داسې ویډیوه خپره کړه چې ښیي چې یوه ایرانۍ د ګزمې بېړۍ له یوې سمندري بېړۍ څخه یو «ناچاودی لمپېټ ماین» لیرې کوي.

د جاپان کوکوکا کریجیوس د غبرګولي په ۲۳مه د عمان خلیج له لارې په لوړه کچه اور اخیستونکي میتانول انتقالول چې د ناروی له خوا چلېدونکي فرنټ اټایر تر څنګ پرې برید وشو. دا په یوه میاشت کې دننه د بېړیو په ستراتیژیک مسیر کې دویم برید وو چې ترسره شو.

د غوایي په ۲۲مه، د اماراتو په سمندر کې په څلورو ټانکرونو باندې برید وشو چې تر ډېره یې پړه په ایران ور اچول کېده.

د غبرګولي په ۲۳مه په عمان خلیج کې د ناروې په فرنټ اټایر ټانکر له برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [اېسنا]

د غبرګولي په ۲۳مه په عمان خلیج کې د ناروې په فرنټ اټایر ټانکر له برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [اېسنا]

ایراني عسکرو د غوایي په ۱۰مه په هورموز تنګي کې «د فارس خلیج ملي ورځ» کې برخه اخیستې ده. [عطاء کناري/ای اېف پي]‌

ایراني عسکرو د غوایي په ۱۰مه په هورموز تنګي کې «د فارس خلیج ملي ورځ» کې برخه اخیستې ده. [عطاء کناري/ای اېف پي]‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې متحده ایالات به ډاډمنه کړي چې یاد تنګی پرانستی وساتل شي.

هغه وویل، «تاسو باید دا ومنئ چې مونږ به په ټول تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ ازادي تضمین کړو. ایرانیان باید په ډېر روښانه ډول پوه شي چې مونږ به د داسې ګامونو اخیستلو ته دوام ورکړو چې ایران په دې مسئله ... چلند کې له ښکېلېدلو څخه په شا کوي.»

هغه مخکې وویل، «هغه څه چې دلته وشول هغه اشتباه نه ده. دا د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا بریدونه وو چې په تجارتي بېړیو یې وکړل، د سمندري تګ راتګ په ازادۍ یې وکړل، او هدف یې دا وو چې د دغه تنګي له لارې د ټرانزیټ مخه ونیسي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه عملیات د ایران د رژیم «په پوره تایید» ترسره شوي دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ وویل چې د دغه کار مسؤلیت «تقریباً په حتمي» ډول ایران ته ورګرځي.

هنټ په یوه اعلامیه کې وویل، «وروستي بریدونه ښیي چې ایران بې ثباتي رامنځته کوي او سیمې ته یو جدي خطر په ګوته کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د پنجشنبې د ورځې د برید پړه د اسلامي انقلابي ګارډ په عسکرو یا سپاه انقلاب په غاړه وراچول شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، «دا ناممکنه ده چې بل دولتي یا غیردولتي فعال دې په احتمالي توګه پړ وبلل شي.»

هنت وویل:«ګورو چې ایران په لبنان کې د حزب الله له لارې خپل بې ثباته کوونکي فعالیتونه، په یمن کې په سعودي عربستان باندې د توغندیو بریدونه، او په خلیج کې هغسې چې مونږ ولیدل،‌ ودروي. دغه یې اوږدمهالی حل دی.»

د ایران رژیم همدارنګه په افغانستان او پاکستان کې ناوړه فعالیت ترسره کوي.

قانع کوونکي شواهد

ځینې متحدانو ویل هغوی غوښتل چې یوې نتیجې ته له رسېدلو څخه مخکې لا نور شواهد وګوري.

پومپیو وویل، «زه منم چې داسې هېوادونه شته چې هیله لري دغه حالت پای ته ورسیږی.»

هغه ډاډ څرګند کړ چې «په داسې حال کې چې مونږ د حقایقو نمونې برابروو، د نړۍ هېوادونه به نه یوازې دا اساسي حقیقتونه قبول کړي، چې زه فکر کوم د انکار وړ نه دي، بلکې په دې به هم پوه شي چې دا د نړۍ لپاره یو مهم ماموریت دی.»

د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د استخباراتو د کمېټې رییس او د ټرمپ یوه لوی منتقد ادم شیف وویل، د ایران د ښکېلتیا شواهد «ډېر قوي او قانع کوونکي» دي.‌

هغه وویل، «او په حقیقت کې، زه فکر کوم دا د ایران له خوا د لومړۍ درجې ورانکاري وه چې په یوه کشتۍ یې ماین ځای پرځای کړی وو.»

هغه وویل، «هغه ونه چاودېد، هغوی لاړل او بېرته یې ور واخیست. زه کولی شم تصور وکړم چې ځینې ایرانیانو ته به د دغو ناکامو عملیاتو له امله سزا ورکول شي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریس د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.

هغه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، «دا ډېره مهمه ده چې حقیقت معلوم شي چې مسؤلیتونه روښانه دي.»

د ایران رژیم دغه تورونه «بې اساسه» بللي او رد کړي یې دي او ویلي یې دي چې تورونه «له حقیقي یا مفصلو شواهدو» څخه پرته لګول شوي دي.‌

همدارنګه، تهران د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ اعلان وکړ چې دغه هېواد به د یورانیمو د ذخیرې حد د نړۍ ځواکونو سره د اتومي هوکړې خلاف زیات کړي.

د تېلو لپاره د تګ راتګ لاره

د تېرې اونۍ برید د هورموز تنګي جنوب ختیځ کې وشو. دا یو حیاتي دهلېز دی چې د منځني ختیځ په انرژۍ غني هېوادونه له نړۍ وال مارکېټ سره نښلوي. د نړۍ د تېلو اټکل ۱۵٪ د دغه تنګي له لارې تېرېږي.

د ایران رژیم پخوا په مکرر ډول ګواښ کړی چې که متحده ایالات پرې برید وکړي هغوی به د دغه تنګي د بندولو لپاره چې په ټیټه درجه ټکنالوجۍ بندېږي او تاثیر یې زیات دی د بندولو لپاره لاس په کار شي.

دغسې کار به د فارس خلیج او د عمان خلیج تر منځ چې د هند سمندر او د نړۍ د صادراتو لارو ته رهبري کیږي، د تېلو د ټانکرونو ترافیک مختل کړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستېز محمد باقري د غوایي په میاشت کې اېسنا نیمه رسمي خبري ادارې ته وویل، «که د دښمن دښمنی زیاته شي، مونږ به وکولی شو چې دا کار وکړو.»

دغه بندښت به د نړۍ د تېلو تأمین سخت ټکنی کړي،‌ او د جیوپولیټیکي ترینګلتیا له امله د تېلو قېمتونه زیات شوي دي.

لاس په کار کېدلو ته چمتووالی

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ د غبرګولي په ۲۳مه په یوه اعلامیه کې وویل، «متحده ایالات او په سیمه کې زمونږ شریکان به زمونږ د دفاع او زمونږ د ګټو د خوندي کولو لپاره ټول ضروري ګامونه واخلي.»

هغې وویل، مشکوک ایراني بریدونه «د نړۍ وال سمندري تګ راتګ ازادۍ او د تجارت ازادۍ ته یو ښکاره ګواښ دی.»

سېنټکام زیاته کړه، «متحده ایالات او نړۍ واله ټولنه دې ته تیاره ده چې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ په شمول زمونږ له ګټو څخه دفاع وکړي.»

د متحده ایالاتو اردو تېره میاشت په سیمه کې یوه جنګي بېړۍ چې په وچه او سمندر کې د چلېدونکو عرادو په شمول عرادې او یو پټریوټ میزایل بیټرۍ (میزایل سیستم) په کې ځای پرځای شوي وو، توظیف کړه.‌ تر دې مخکې، هغوی یوه الوتکه لېږدونکې بېړۍ سیمې ته لېږلې وه څو د ایران له خوا د «حتمي» ګواښونو په وړاندې د غبرګون ښودلو لپاره یې ځای په ځای کړي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د ۱۵۰۰ نورو سرتېرو د ځای پرځای کېدلو اعلان وکړ، او ویې ویل چې دا کار امریکایي ځواکونو ته د پنتاګون په وینا د ایران د مشرتابه له خوا «په لوړه کچه دوامدارو ګواښونو» په ځواب کې کوي.

د متحده ایالاتو حضور د جاسوسۍ د الوتکو او د ۱۲ جنګي جیټانو د یوه واحد په وسیله لا نور غښتلی کړای شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500