امنیت

متحده ایالاتو په ټانکرونو باندې شویو بریدونو کې د ایران د رژیم د رول په هکله نور شواهد خپاره کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا عکس د اېم/ټي کوکوکا کریجیوس په ښي اړخ د غبرګولي په ۲۳مه د یوه صدفي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوی تخریب ښیي. دغه بېړۍ په عمان خلیج کې روانه وه. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

دا عکس د اېم/ټي کوکوکا کریجیوس په ښي اړخ د غبرګولي په ۲۳مه د یوه صدفي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوی تخریب ښیي. دغه بېړۍ په عمان خلیج کې روانه وه. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو اردو د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ نوي عکسونه خپاره کړل او وایي چې د ایران رژیم تېره اونۍ له هورموز تنګي سره نژدې په ټانکر وړونکیو بېړیو باندې برید کړی دی .

اردو په یوه اعلامیه کې چې عکسونه هم ورسره یوځای وو، وویل، «د ویډیوي شواهدو او هغو وسیلو او مهارت په پام کې نیولو سره چې ناچاودی صدفي ماین یې ژر لیرې کړ، ایران د شوي برید مسؤل دی.»

د دوشنبې په ورځ خپرو شویو عکسونو څخه د یوه عکس په رابطه د متحده ایالاتو اردو وایي چې «د یوه ناچاوده صدفي ماین د مقناطیسي ضمیمه وسیلې پاتې شوني دي،» په داسې حال کې چې نور د کشتۍ په خرابه شوې برخه د ماین ادعا شوی موقعیت ښیي.

نور عکسونه هغه تخریب ښیي چې د متحده ایالاتو په وینا له یوه صدفي ماین څخه چې په عین کشتۍ وار شوی او ناچاوده پاتې دی، او ویل کیږي چې نور یې ایرانیان په داسې حال کې ښیي چې ناچاوده ماین لیرې کوي او تر څنګه یې د هغوی د ګزمې کوچنۍ بېړۍ ښیي.

دا عکس هغه المونیم او شنه مختلط مواد ښیي چې د غبرګولي په ۲۳مه په ټانکر باندې په شوي برید کې د ناچاودي صدفي ماین له لیرې کولو څخه وروسته پاتې دي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

دا عکس هغه المونیم او شنه مختلط مواد ښیي چې د غبرګولي په ۲۳مه په ټانکر باندې په شوي برید کې د ناچاودي صدفي ماین له لیرې کولو څخه وروسته پاتې دي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

دا عکس د هغه کس د لاس نښه ښیي چې هغه صدفي ماین یې لیرې کړی چې د غبرګولي په ۲۳مه د تېلو په ټانکر شوي برید کې کارول شوی وو. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

دا عکس د هغه کس د لاس نښه ښیي چې هغه صدفي ماین یې لیرې کړی چې د غبرګولي په ۲۳مه د تېلو په ټانکر شوي برید کې کارول شوی وو. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د یوې څرخکې له خوا اخیستل شوی عکس د اسلامي انقلابي ګارډ سرتېري په داسې حال کې ښیي چې د غبرګولي په ۲۳مه له اېم/ټي کوکوکا کریجیوس څخه یو ناچاودی صدفي ماین لیرې کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو اردو تېره اونۍ یوه توره او سپینه ویډیو خپره کړه چې ایرانیان یې په داسې حال کې ښودل چې ماین لیرې کوي.

د بېړۍ چلونې د شرکت رییس د غبرګولي په ۲۴مه وویل، د جاپانۍ اېم/ټي کوکوکا کریجیوس عملې راپور ورکړ چې هغوی په کشتۍ باندې له دویمې چاودنې څخه مخکې یو «الوتونکی شی» ولید.‌

په منځني ختیځ کې ۱۰۰۰ نور عسکر ځای پرځای شول

همدارنګه متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی په منځني ختیځ کې د ۱۰۰۰ نورو عسکرو توظیف تایید کړی دی.‌

د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شانهان په یوه اعلامیه کې وویل چې دا عسکر د دې لپاره لیږل کیږي چې «په منځني ختیځ کې د دفاعي هڅو په لړ کې هوایي، سمندري او ځمکني ګواښونه له منځه وېسي.»

شانهان وویل، «د ایران له خوا شوي وروستي بریدونه هغه مؤثق او معتبر استخباراتي معلومات تاییدوي چې مونږ د ایراني ځواکونو او د هغوی د نایبو ګروپونو د دښمنانه چلند په هکله ترلاسه کړي او په سیمه کې د متحده ایالاتو پرسونل او ګټې ګواښي.»

متحده ایالاتو د وري په میاشت کې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه انقلاب) په نړۍ واله کچه د لسیزو اوږدې مودې په ترڅ کې د دښمنانه فعالیتونو له امله یو ترهګر سازمان ونوماوه.

معکوس حساب پیل شوی دی

د ټانکرونو د برید په برخه کې په موجودو ترینګلتیاوو سربېره، د ایران رژیم د دوشنبې په ورځ نړۍ والو ځواکونو ته یو ۱۰ ورځنی معکوس حساب وټاکه او ترې ویې غوښتل چې تر یوه هستوي تړون لاندې دې خپلې وعدې پوره کړي، او ویې ویل چې که داسې ونشي هغوی به د خپلو یورانیمو د ذخیره کولو حد زیات کړي.

په ځواب کې متحده ایالاتو په نړۍ واله ټولنه فشار واچاوه چې د ایران «هستوي په زور اخیستنې» ته سر ټیټ نه کړي.‌

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېس له ایران څخه وغوښتل چې د ۱۳۹۴ په هستوي تړون عمل ته دوام ورکړي او له ټولو لوریو څخه یې وغوښتل چې د داسې ګامونو له اخیستلو څخه ډډه وکړي چې په منځني ختیځ کې ترینګلتیاوې راپاروي.‌

د ایران د اتومي انرژۍ سازمان ویاند بهروز کمالوندي وویل، «نن د غني شویو یورانیمو د ۳۰۰ کیلوګرامه ذخیرې د ډېرولو لپاره معکوس حساب پیل شوی دی، او د ۱۰ ورځو په موده کې... به مونږ له دغه حد څخه پښه واړوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500