امنیت

افغان ځواکونو په سلګونو کسان چې د طالبانو له خوا په ناقانونه توګه یرغمل نیول شوي وو وژغورل

د نجیب الله راپور

د افغان ځانګړیو ځواکونو یو غړی د غبرګولي په ۹مه د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د یوه ژغورل شوي افغان زنځیر پرې کوي. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فېسبوک]

د افغان ځانګړیو ځواکونو یو غړی د غبرګولي په ۹مه د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د یوه ژغورل شوي افغان زنځیر پرې کوي. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فېسبوک]

کابل -- افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې په سلګونو هغه بندیان چې د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېدل وژغورل.

د دفاع وزارت وایي چې د وري د میاشتې له پیل راهیسې، امنیتي ځواکونو په زابل، هلمند، غزني، پکتیا، فراه، کندوز او بغلان ولایتونو کې د طالبانو په زندانونو باندې بریدونه ترسره کړي او له ۴۰۰ څخه ډېر ملکي خلک او عسکر یې ژغورلي دي.

د دفاع وزارت یوه ویاند ذبیر عارف د غبرګولي په ۲۰مه وویل، «په ازاد شویو کې ملکي کسان او د پولیسو او اردو د منسوبینو په شمول امنیتي او دفاعي ځواکونه او همدارنګه ځینې بهرني اتباع شامل وو.»

هغه زیاته کړه، «دغه ډول حملې د یوه پلان له مخې ترسره کیږي چې هدف یې د طالبانو له زندانونو څخه د امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو را ازادول دي.»

افغان زندانیان چې طالبانو نیولي وو د غبرګولي په ۱۶مه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې وروسته له هغه لیدل کیږي چې افغان ځانګړیو ځواکونو د غبرګولي په ۱۵مه را ازاد کړل. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فېسبوک]

افغان زندانیان چې طالبانو نیولي وو د غبرګولي په ۱۶مه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې وروسته له هغه لیدل کیږي چې افغان ځانګړیو ځواکونو د غبرګولي په ۱۵مه را ازاد کړل. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فېسبوک]

افغان زندانیان وروسته له هغه لیدل کیږي چې افغان ځانګړیو ځواکونو د غبرګولي په ۹مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه را ازاد کړل. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فېسبوک]

افغان زندانیان وروسته له هغه لیدل کیږي چې افغان ځانګړیو ځواکونو د غبرګولي په ۹مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه را ازاد کړل. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فېسبوک]

عارف وویل، «دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره کیږي چې زمونږ استخباراتي کارکوونکي دقیق موقعیتونه معلوم کړي او دا به همداسې دوام ومومي.»

که څه هم چې طالبان ادعا کوي چې هغوی «بندیان» ساتي، لاکن په حقیقت کې اورپکي په ناقانونه توګه کسان یرغمل ساتي او له هغوی سره ناوړه چلند کوي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال خوشحال سادات د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې د طالبانو د بندیانو په هکله یوې غونډې ته وویل، «هغه څوک چې خلک یرغمل نیسي یا نور تښتوي او هغه کسان چې زمونږ هېوادوال ژوبلوي هغوی باید ځانونو ته کفنونه واخلي او خپلو ځانونو ته قبرونه معلوم کړي.»

د زندانیانو خوشې کول

دا ګڼ بریدونه د افغان ځواکونو له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د زندانونو د په نښه کولو داسې یوه بېلګه ده چې مخ پر ودې روانه ده.

بغلان او کندوز ولایتونو کې د طالبانو د دوه زندانونو پر ضد د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې ۴۷ تنه بندیان چې اورپکو نیولي وو، ازاد شول.

د کورنیو چارو د وزارت د یوې اعلامیې په اساس، ځانګړیو پولیس ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د غبرګولي د ۲۰مې په شپه د طالبانو په یوه زندان برید وکړ او ۳۴ بندیان یې را ازاد کړل.

په بندیانو کې ۷ عسکر، ۷ پولیس افسران، ۳ د ملي امنیت ریاست منسوبین او ۱۷ ملکي کسان شامل وو.

د ځانګړیو عملیاتو قول اردو وویل چې د اردو ځانګړیو ځواکونو د غبرګولي په ۲۰مه په یوه جلا عملیات کې د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۳ کسان را ازاد کړل.

د دفاع وزارت له مخې، د غبرګولي‌ په ۱۵مه په یوه برید کې، افغان امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ۱۵ امنیتي منسوبین، ۲۰ ملکي کسان، ۴ د داعش غړي او ۸ بهرني اتباع را ازاد کړل.

د داعش غړي وروسته د افغان ځواکونو په منظم توقیف کې ونیول شول.‌

کمانډو ځواکونو د غبرګولي په ۹مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د یوه ملکي کس او ۳۲ امنیتي منسوبینو په شمول ۳۳ کسان وژغورل.

د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان د غبرګولي په ۹مه د کمانډو ځواک یوه بل برید ۱۶ ملکي کسان او ۱۲ امنیتي منسوبین راخوشې کړل.

بې رحمانه چلند

د طالبانو له زندانونو څخه راخوشې شویو ډېرو کسانو چې یو شمېر یې له کلونو راهیسې هلته ساتل کېدل وویل چې اورپکو له هغوی سره بې رحمانه چلند کاوه.

سید ابوفضل چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ژغورل شوی، وویل، «زه ۹ میاشتې وهلې کېدلم.»

هغه وویل، «طالبان ... بې رحمه وو.»

غلام سخي وویل، «طالبانو څلور کاله مخکې زما پلار ونیو او بندي یې کړ.» د هغه پلار په یوه وروستي عملیات کې را ازاد کړای شو.‌

هغه د پلار له خوا ویل شویو کیسو ته په اشارې وویل، «طالبانو بندیان تر ځمکې لاندې ساتل او په اونۍ کې یوازې یوه ورځ یې بهر ته د راوتلو اجازه ورکوله.»

د سخي په وینا، طالبانو بندیانو ته خواړه نه ورکول او د هغوی کورنۍ یې مجبورولې چې د هغوی د خوړو پیسې ورکړي.

هغه وویل، «زه د میاشتې ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۲۳ ډالر) ګټم، او زه مجبور وم چې د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ د پلار د زندان لګښت ورکړم او په پاتې پیسو یې خپله کورنۍ وساتم.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) تر دې مخکې د طالبانو له خوا له بندیانو سره د چلند په هکله اندېښنې راپورته کړې وې.

یوناما د غوایي په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازي تدامیچي یاماموټو له قوله ویلي وو، «زه د بې رحمانه چلند، وهلو ټکولو او د ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو د بې محاکمې وژلو، او د توقیف د مرکزونو د خرابو شرایطو په هکله سخت اندېښمن یم.»

له جګړې څخه ستړي

د طالبانو په زندانونو باندې بریدونه په داسې حال کې مخ ته راځي چې حکومت د غبرګولي په ۱۴مه ژمنه وکړه چې د ښه نیت د ښودنې په پار به خواوشا ۹۰۰ بندي طالبان ازاد کړي. حکومت تر اوسه پورې په سلګونو یاغیان خوشې کړي دي.

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال احسان الله یعقوبي وویل، هغه د حکومت د دغه ګام هرکلی کوي.‌

یعقوبي وویل، «افغان حکومت د سلګونو طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې په لاره کې لومړی او عملي ګام واخیست. اوس په کار دی چې طالبان یو ګام وړاندې واخلي. که طالبان غواړي چې سوله وکړي او ځانونه افغانان بولي، هغوی باید وژنه ودروي.»

د کابل ښار یوه اوسېدونکي مصطفی انوري چې ۲۸ کاله عمر لري او له یوه مشورتي شرکت سره کار کوي، وویل، جګړه نه حکومت او نه هم طالبانو ته ګټه ور رسوي.

انوري وویل، که طالبان د بهرنیانو له نفوذ څخه هغسې چې هغوی ادعا کوي خپلواک وي، «هغوی باید د اکثریت غوښتنې چې سوله ده ومني.»

انوري د غوایي په میاشت کې په کابل کې ترسره شوې یوې جرګې ته په اشارې وویل، «په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو استازو په یو غږ د سولې غوښتنه وکړه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د ښه نیت ښودنې په پار بندي طالبان ازاد کړي.»

هغه وویل، «اوس چې افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې غوښتنې ته ځواب ووایه او خواوشا ۹۰۰ تنه طالب بندیان یې ازاد کړل، په کار دی چې طالبان هم دغه لاره تعقیب کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آیا دا معلومات په صحیح توګه مستند شوي دي؟‌

ځواب ورکړئ