رسنۍ

پداسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي القاعده پلوه رسنۍ د طالبانو لپاره تبلیغ کوي

سلام ټایمز

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د لوګو تر څنګ لیدل کیږي. [آرشیف]

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د لوګو تر څنګ لیدل کیږي. [آرشیف]

القاعده پلوه رسنۍ البیان تېره اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې داسې پيغامونه خپاره کړل چې په کې د طالبانو د ګڼو رسنیزو چینلونو لپاره تبلیغ شوی دی چې دا کار هغه اندیښنې زیاتوي چې طالبان اوس هم لدغې نړیوالې ترهګریزې شکبې سره خپلې اړیکې ساتلي دي.

د البیان تیلګرام حساب د غبرګولي په ۲۴مه یو پیغام خپور کړ او له کاروونکو څخه یې غوښتي چې د طالبانو رسمي تیلګرام حساب او په ټوېټر باندې دې ددغې ډلې اړوند رسمي حساب تعقیب کړي.

دغه حساب په خپل پوست کې د «جهادي رسنۍ ملاتړ وکړئ» هشټګ کارولی وو.‌

البیان چې د القاعدې د مالوماتو مرکز دی په عین ورځ یې په خپلو وېب سایټونو باندې هم دغه پیغام خپور کړ.‌

دغه پوستونه په داسې حال کې خپاره کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې هڅې روانې دي.‌

د یوې احتمالي هوکړې په نتیجه کې به امریکا دا ومني چې په افغانستان کې له ۱۷ کلنې جګړې څخه وروسته خپل عسکر وباسي او په مقابل کې به یې طالبان دا تضمین ورکړي چې دغه هېواد به د ۲۰۰۱ کال د سپامبر د یوولسمې څخه مخکې وخت په څېر لکه څنګه چې د القاعدې لپاره وو بیا د ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي پټنځای نه جوړېږي.

طالبانو تر اوسه دغه ډول ژمنه نده کړې.‌

د القاعدې او طالبانو تر منځ اړیکې

یاده ترهګره ډله او طالبان له اوږدې مودې راهیسې سره اړیکې لري.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۱۳۷۵ کال په تلې میاشت کې کابل ونیو، د القاعدې مشر اسامه بن لادن افغانستان د خپلې ترهګرې شبکې د جوړولو او د خپلو پلویانو لپاره د روزنیزو بېسونو د رامنځته کولو لپاره یو ښه ځای وموند.

طالبانو ومنله چې هغه او د هغه بهرنیو جنګیالیو ته ځای ورکړي او هیله یې لرله چې هغوی به له دغه نوي راټوکېدلي تحریک سره مرسته وکړي چې د هېواد پاتې برخه چې د شمال ټلوالې تر کنټرول لاندې وه هم ونیسي.

دا چې د هغوی ایډیالوژي سره شریکه وه له دې امله بن لادن له طالبانو سره ډېره مالي مرسته وکړه.‌ همدارنګه هغه په عربي هېوادونو کې د القاعدې د خواخوږو په منځ کې د طالبانو لپاره ملاتړ برابر کړ او په دې توګه یې دغه اتحاد غښتلی کړ.‌

د القاعدې د همکارۍ په یوه بل مثال کې، د شمال ټلوالې یوه مشر احمدشاه مسعود د القاعدې شبکې د دوو غړو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د یادو دوه ډلو په تحریک د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه دوه ورځې مخکې ووژل شو.

د طالبانو له خوا د اسامه بن لادن په شمول د القاعدې د غړو د ورسپارلو په مخالفت کې متحده ایالاتو د ۱۳۸۰ د تلې په میاشت کې په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو رژیم یې پای ته ورساوه. بن لادن د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۲مه په پاکستان کې د متحده ایالاتو د سمندري کمانډو ځواک له خوا ترسره شویو عملیاتو کې ووژل شو.

دوامدار تعهد

د دواړو ډلو تر منځ اړیکو حتی د طالبانو له رانسکورېدلو څخه وروسته هم دوام وموند.

د ۱۳۹۵ د غبرګولي په میاشت کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه آنلاین آډیو پیغام کې له ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت وکړ. اخوندزاده په پاکستان کې له خپل سلف ملا اخترمحمد منصور څخه وروسته چې په یوه هوایي برید کې ووژل شو، واک ترلاسه کړ. ملا منصور هغه وخت له ایران څخه په لاره وو.

الظواهري د ملا منصور په مړینه خفګان څرګند کړ او د هغه خلف سره یې بیعت اعلان کړ.‌

د سي اېن اېن د راپور په اساس، الظواهري وویل، «زه د القاعدې د جهادي ګروپ د امیر په توګه، له تاسو سره بیعت کوم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متحده ایالات هغه شی نه دی چې پخوا وو او نشي کولی چې جنګ ته دوام ورکړي. دا لیکنه هسې بې مفهومه ده. د الله تعالی په مرسته، متحده ایالات به بالاخره مات او د وطن پرېښودلو ته اړ کړای شي.

ځواب ورکړئ