امنیت

د داعش له خوا د ۲۱مې پېړۍ د نسل د ښځو په استخدام باندې تمرکز راتلونکي ته وارخطایي څرګندوي

ای اېف پي او سلام ټایمز

یورو پول یا د اروپایي پولیسو اداره وایي، داعش په یاد سازمان کې د ښځینه اورپکو لپاره نوي او «لا ډېر فعال» رولونه ټاکلي، دا په داسې حال کې ده چې په ټولنه کې د ښځو د موقف په هکله یې خپل بنسټ پال نظریات په ځای ساتلي دي.‌ [آرشیف]

یورو پول یا د اروپایي پولیسو اداره وایي، داعش په یاد سازمان کې د ښځینه اورپکو لپاره نوي او «لا ډېر فعال» رولونه ټاکلي، دا په داسې حال کې ده چې په ټولنه کې د ښځو د موقف په هکله یې خپل بنسټ پال نظریات په ځای ساتلي دي.‌ [آرشیف]

هاګ، نیدرلنډز -- د اروپایي اتحادیې د پولیسو اداره وایي، داعش د خپل تش په نامه «خلافت» له نسکورېدلو څخه وروسته د نویو افرادو د جلبولو په لړ کې د ۲۱مې پېړۍ د نسل اړوندې ښځې په نښه کوي.

یوروپول، په خپل یوه راپور کې چې د ۱۳۹۳ له غبرګولي څخه د ۱۳۹۷ تر زمري پورې وخت احتوا کوي او د داعش د هغو تبلیغاتو په هکله یې تیار کړی چې په ښځو تمرکز کوي، وایي، دا کیدای شي د راتلونکي په ترهګرو سازمانونو کې د ښځینه اورپکو په رول کې یوه تغیر ته «لاره هواره» کړي.‌

د یوروپول د اروپایي ترهګرۍ ضد مرکز رییس مانویل ناواریت د غبرګولي په ۲۴مه په هاګ کې د راپور د پرانستې په ترڅ کې وویل، «مونږ په ځانګړې توګه د ۲۱مې پېړۍ د نسل په هکله خبرې کوو.»

ناواریت وویل، «د داعش تبلیغات د ۱۶ او ۲۵ کلونو تر منځ ښځو باندې تمرکز کوي. دا ډله ښځې د دغو فعالیتونو په وړاندې ژر متاثره کېدونکې دي، او دا داسې څوک دي چې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري.‌داعش له نوي هدف سره ځان جوړ کړی دی.»

په عکس کې چې د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی د سوریې په الحول کمپ کې یوه ښځه لیدل کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی د سوریې په الحول کمپ کې یوه ښځه لیدل کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

داعش په یاد سازمان کې د ښځینه اورپکو لپاره نوي او «لا ډېرفعال» رولونه ټاکلي، دا په داسې حال کې ده چې په ټولنه کې د ښځو د موقف په هکله خپل بنسټ پال نظریات په ځای ساتي.

ناواریت وویل، «تر څه حده، هغوی ښځو ته ورکړل شوی دودیز رول وساته، چې ملاتړ وکړي او د سړیو خیال وساتي.»

هغه زیاته کړه، «خو بیا هغوی له ښځو څخه غواړي چې د یوه جلا رول ترسره کول پيل کړي، چې د یوې ډاکترې په حیث مرسته وکړي، چې په یوه جلا طریقه مرسته وکړي، او یوازې د دودیزو کورنیو ښځو په رول کې پاتې نشي.»

بې کوره داعش نوی قلمرو لټوي

د ۲۱مې پېړۍ د نسل د ښځو د استخدام هڅې وروسته له هغه پیل شوې چې ایتلافي ځواکونو د تېر کال په وروستیو کې په عراق او سوریه کې د داعش له تش په نامه خلافت څخه د هغه ریښې واېستلې. اوس داسې ښکاري چې جنګیالي خپل تمرکز افغانستان او نورو نژدې هېوادونو ته وراړوي چې بیا سره ډله شي او خپل له تاوتریخوالي څخه ډک یاغیتوب ته دوام ورکړي.

نړۍ واله ټولنه په دې سره وېشلې ده چې د داعش اړوند هغو خواوشا ۴۰۰۰ بهرنیو ښځو او ۸۰۰۰ ماشومانو سره چې په سوریه او عراق کې ایسار پاتې دي څه وکړي.

د یوروپول په وینا، وېره دا ده چې د تبلیغاتو لپاره د ښځو په نښه کول کولی شي چې په راتلونکیو کلونو کې یاغیانو ته ګټه ور ورسوي.‌

د یوروپول په راپور کې راغلي، «د اندېښنې خبره دا ده چې د ښځو په ښکېلتیا کې دا ډېرښت کولی شي چې په راتلونکي کې د جهادي ښځو په رول کې په احتمالي توګه غټو تغیراتو ته لاره هواره کړي.»

ناواریت وویل، ترهګرۍ پورې د تړلیو ښځو نیول په ځانګړې توګه په فرانسه او برتانیا کې ډېر شوي دي.‌

هغه زیاته کړه، «کېدای شي چې د داعش د تبلیغاتي ماشین چې د ښځو د ځانګړیو ګروپونو او ماشومانو تر منځ د لا ډېر فعال رول غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ برخه وګرځي یو ډول ارتباط موجود وي.»

د یوروپول رییسې کترین دي بولي وویل، له دې موندنو سره سره، قانون نافذوونکې ادارې باید د راډیکال کېدنې دلایلو ته د کتنې په ترڅ کې له داسې قاعدې څخه کار واخلي چې «د جنسیت مسئله په کې په پام کې ونه نیول شي».

هغې وویل، «هغه د سړیو او ښځو دواړو لپاره جنت ته د تګ لاره ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500