اقتصاد

ایران له افغانستان څخه د امریکایي ډالرو قاچاق کول زیات کړي دي

د عمر راپور

د افغان حکومت چارواکي او د هرات په لوېدیځ ولایت کې محلي مقامات وایي چې د ایران رژیم د زیات شوي نړۍ وال فشار او بندیزونو په ترڅ کې له افغانستان څخه ایران ته د امریکایي ډالرو قاچاقولو ته دوام ورکوي. [عمر]

هرات -- حکومتي چارواکي او په هرات ولایت کې محلي مقامات وایي چې د ایران رژیم د زیات شوي نړۍ وال فشار او بندیزونو په ترڅ کې له افغانستان څخه ایران ته د امریکایي ډالرو قاچاقولو ته دوام ورکوي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د افغانستان د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) تلونکي رییس د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ تایید کړه چې قاچاقچیان هره ورځ د هوا او ځمکې له لارې له افغانستان څخه په لسګونو زره ډالر ایران ته قاچاق کوي.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، «دا چې بندیزونو په وروستیو کې په ایران باندې ډېر فشار اچولی دي، یو شمېر د مافیا غړي هڅه کوي چې د هرات له بازار څخه ډالر ټول کړي او په غټو مقدارونو کې یې ایران ته ولېږي.»

هغه وویل، د ډالرو قاچاق ډېر شوی دی او لا نور پسې ډېرېږي.

یو صراف د غبرګولي په ۱۱مه د هرات ښار د خراسان صرافۍ مارکېټ کې امریکایي ډالر شماري. قاچاقچیان هره ورځ په لسګونو زره ډالر له افغانستان څخه د هوا او ځمکې له لارو ایران ته قاچاقوي. د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزي بانک) تلونکي رییس دا خبره په روانه اونۍ کې تایید کړه. [عمر]

یو صراف د غبرګولي په ۱۱مه د هرات ښار د خراسان صرافۍ مارکېټ کې امریکایي ډالر شماري. قاچاقچیان هره ورځ په لسګونو زره ډالر له افغانستان څخه د هوا او ځمکې له لارو ایران ته قاچاقوي. د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزي بانک) تلونکي رییس دا خبره په روانه اونۍ کې تایید کړه. [عمر]

یو صراف د غبرګولي په ۱۱مه په هرات ښار کې په کوڅه کې بهرنۍ پیسې بدلوي. [عمر]

یو صراف د غبرګولي په ۱۱مه په هرات ښار کې په کوڅه کې بهرنۍ پیسې بدلوي. [عمر]

هغه زیاته کړه، «ډالر ایران ته په لاریو او ټکسي ګانو کې قاچاق کیږي یا یې افراد [چې له سرحد څخه په پښو اوړي] او په هره بله لاره تېروي.»

طاهري وویل، دغه قاچاق یوه اندېښنه ده ځکه چې هغه په افغانستان کې د قېمتونو د لوړېدلو سبب شوی او په اقتصاد باندې یې [ناوړه] تاثیر کړی دی.

شېراغا وزیري چې په هرات ښار کې د صرافۍ کار کوي وویل، قاچاقچیان ډالرو ته چې له کابل څخه راځي انتظار کوي او بیا یې ایران ته وړي.

هغه وویل، ډېر افغانان «د ایران د څو ځل دخول وېزې لري. هغوی له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ ډالرو [۱۶۱۰۰۰ تر ۲۴۲۰۰۰ افغانیو] او حتی تر ۱۰۰۰۰ ډالرو [۸۰۷۰۰۰ افغانیو] له ځانونو سره ایران ته وړي.»

وزیري وویل، «هغوی هره ورځ د صرافۍ مارکېټ ته راځي او د ډالرو له صرافانو څخه پیسې ټولوي او بیا یې ایران ته وړي ځکه چې په ایران کې د ډالرو نرخونه ډېر لوړ دي.»

په هرات کې د خراسان صرافۍ مارکېټ یوه صراف امید تایید کړه چې، «هغوی له خراسان مارکېټ څخه ډالر پېري او بیا یې ایران ته قاچاق کوي. ایران ته د ډالرو په قاچاق کېدلو سره یې دلته [په هرات کې] مقدار کمیږي.»

په هرات کې خصوصي سکټور په ځانګړې توګه د امریکایي پیسو د قاچاق په هکله اندېښنه لري.

په هرات کې د صرافانو د اتحادیې رییس بهاءالدین رحیمي وویل، «مونږ د دې مسئلې په هکله څو ځلې خپلې اندېښنې له امنیتي ادارو سره شریکې کړي دي.»

هغه وویل، یو له هغو غټو فکټورونو څخه چې په افغانستان کې یې د ډالرو نرخ پورته کړی دی په ناقانونه لارو له هېواد څخه د ډالرو اېستل دي.‌

هغه زیاته کړه، «هره اونۍ افغان مارکېټ ته له ۳۰ میلیونو څخه تر ۴۰ میلیونو ډالر [له ۲.۴ میلیاردو څخه تر ۳.۲ میلیاردو افغانۍ] تزریق کیږي، او د دغو ډالرو ډېره برخه بیا هرات ته راځي. د هغو ډالرو چې هرات ته راځي اکثریت برخه له هېواد څخه بهر قاچاق کیږي.»

هغه وویل، «کله چې ډالر په فزیکي بڼه له افغانستان څخه وځي، هغه په ټولو اقتصادي سکټورونو باندې منفي تاثیر کوي. داسې غټ چینلونه موجود دي چې ډالر ایران ته قاچاق کوي، او دا قاچاق اقتصاد او خصوصي سکټور ته یو سخت ټکان ورکوي.»

د ایران لاسوهنه

د هرات د ولایتي شورا منشي نجیب الله محبي وویل، د ایران رژیم هڅه کوي چې د نړۍ وال فشار له امله د ډالرو په شمول پیسې ذخیره کړي، او هغه د دې کار لپاره له هر ممکن فشار څخه کار اخلي.

هغه وویل، «حکومت دا پوښتنه نه کوي چې څومره ډالر ایران ته قاچاق کیږي او هر څوک کولی شي چې په ازادانه توګه هغه هېواد ته ډالر وېسي. د ایران حکومت ګروپونو او افرادو ته وظیفه ورکړې چې د هرات له مارکېټ څخه پیسې راټولې کړي او ایران ته یې وېسي.»

محبي زیاته کړه، «په دې کې شک نشته چې هغه کسان چې ډالر ایران ته قاچاق کوي هغوی د ایران حکومت سره ارتباط لري.‌ دا څنګه کېدای شي چې تاسو په هغه هېواد کې ارتباطات ونه لرئ او هلته پیسې وېسئ؟»

په هرات ولایت کې د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، «د ډالرو قاچاق داسې کار نه دی چې عادي کسان به یې وکولی شي.»

هغه وویل، «له افغانستان څخه په فزیکي بڼه ایران ته د ډالرو انتقال د ایران حکومت ته ګټه رسوي.»

خادم زیاته کړه، ایران په داسې حال کې چې له اقتصادي ستونزو او نړۍ والو بندیزونو سره مخامخ دی د ډېرو ډالرو له لرلو څخه ګټه اخلي.

سرحدي محدودیتونه

محبي وویل،‌ «د هرات له مارکېټ څخه د ډالرو ټولولو او ایران ته یې قاچاق کولو په سوداګرۍ او اقتصاد -- په ځانګړې توګه په سوداګرو باندې منفي اغېز کړی دی -- او حکومت باید په سرحدونو باندې محدودیتونه زیات کړي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «مونږ په هرات ولایت کې د سرحدونو له لارې د ډالرو د قاچاق کولو په هکله ډېر راپورونه ترلاسه کړي، او د هرات د والي دفتر سرحدي ځواکونو ته هدایات ورکړي چې له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه په استفادې سره ایران ته د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو له ایران سره په پوله خپل اقدامات پراخ کړي، او هغوی د ډالرو د قاچاق په وړاندې سخت غبرګون ښیي ځکه چې دا کار د افغانستان په ملي ګټو مستقیماً تاثیر کوي.»

فرهاد زیاته کړه، «هغه کسان چې ایران ته ډالر قاچاق کوي هغوی د افغان دولت او خلکو دښمنان دي.»

د فرهاد په وینا، د تېر کال په اوږدو کې امنیتي ځواکونو له ۳۰ څخه ډېر داسې افراد نیولي چې ایران ته یې ډالر قاچاق کول.

هغه وویل، «په اوسني بحراني حالت کې، مونږ قوي هوډ لرو چې ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخه ونیسو او د دغه کار ترسره کوونکي ونیسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بالاخره اسلام به بریالی شي او تاسو امریکایي یرغلګر به واېستل شئ.

ځواب ورکړئ

ما اورېدلي چې ایران ته څوک هیرویین ور وړي فورا پرې د اعدام فیصله کوي او اعداموي یې، د افغانستان په څېر غریب هېواد څخه د هغو ډالرو اېستل چې نړۍ والې ټولنې د ورورۍ او ملګرتیا په اساس افغانستان ته یا د مرستو په دود ورکړي یا افغانستان له نړۍ سره د تجارت له لارې ترلاسه کړي دي په دې ډول ایران ته قاچاق کول باید دغسې سزا ولري لکه څوک چې چېرته هیرویین وړي. بدبختانه چې زمونږ خلک له ولسواکۍ څخه ناوړه استفاده کوي او هر هغه څه کوي چې یوازې خپله ګټه یې په کې وي، نه د وطن او وطنوالو.

ځواب ورکړئ