http://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/06/21/feature-02
| امنیت

په لاس جوړه رسامي د سټیلایټ انځورونو په وړاندې: د امریکا پوځ د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې د الوت لاره وښودله

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا رسامي د متحده ایالاتو د اردو له خوا د غبرګولي د ۳۰ مې په یوه ټویټ کې شامل کړای شوې وه چې د هغې بې پیلوټه الوتکې د الوتنې دقیقه لاره او موقعیت ښیي چې د ایران د یوه میزایل برید په ترڅ کې راچپه کړای شوه. [آرشیف]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۰ مه/ داسې یو ګرافیک خپور کړ چې د سټیلایټ ټکنالوجۍ څخه په کې استفاده شوې څو د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې د الوت لاره او د هغه وخت موقعیت وښیي چې یوه ایراني توغندي وویشته، په داسې حال کې چې ایرانیانو هڅه کړې چې د بل ډول ثابتولو لپاره یوه په لاس جوړه رسامي وکاروي.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوه اعلامیه کې چې نوی ګرافیک په کې شامل کړای شوی دی، وویل، «دا د متحده ایالاتو په یوه اکتشافي وسیله چې د ایران له هوایي حریم څخه یې هېڅ سرغړونه نه وه کړې یو بې دلیله برید وو.»

په سیمه کې د امریکا د هوایي ځواکونو قوماندان تورن جنرال جوزېف ګواستیلا وویل، بې پیلوټه الوتکه د ایران له تر ټولو نژدې ساحې څخه ۳۴ کیلومتره (۲۱ میله) لیرې وه چې د پنجشنبې په ورځ د یوه ایراني له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکي توغندي په وسیله د هورموز تنګي دپاسه وویشتل شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دا په لاس جوړه رسامي خپل د غبرګولي د ۳۰ مې ټویټ کې د ایران له هوایي حریم څخه د بې پیلوټه الوتکې د سرغړونې د «شواهدو» د یوې برخې په توګه شامله کړې وه. [آرشیف]

ګواستیلا وویل، «د ایران دا راپورونه چې دا الوتکه د ایران په سر ویشتل شوې ده کاملاً غلط دي.»

له دې سره په توپیر، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې بې پیلوټه الوتکې له ویشتل کېدلو څخه مخکې «د ایران له فضایي حدودو څخه سرغړونه کړې وه».‌

بې پیلوټه الوتکه «په ۴:۰۵ بجو په (25°59'43"N 57°02'25"E) کوارډینیټونو له کوه مبارک سره نژدې په نښه کړای شوه. کله چې امریکایي پوځي بې پیلوټه الوتکه زمونږ د قلمرو په اوبو کې را ولوېدله مونږ یې یو څه برخې ترلاسه کړې.»

ظریف د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یوه رسامي چې ادعا کوي د بې پیلوټه الوتکې د الوت د مسیر ده شامله کړې ده.‌

د هورموز تنګي دپاسه د الوتنو ځنډول

د برېټېش ایرویز،‌ کانتاس او کی اېل اېم په شمول هوایي کرښو د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۳۱ مه/ وویل چې هغوی د متحده ایالاتو د مقاماتو له خوا د بندیز په اساس د هورموز تنګي په سر الوتنې ځنډوي.

دغه ځنډول وروسته له هغه پېښېږي چې د متحده ایالاتو فدرالي هوایي ادارې (اېف ای ای) هوایي کرښو ته یو یادښت (NOTAM) ورکړ او په کې یې «په متحده ایالاتو کې ثبت شوې الوتکې د فارس خلیج او عمان خلیج په سر له الوتنو څخه منع کړې.»

د اېف ای ای په یوه اعلامیه کې راغلي چې دغه نوټام «د پوځي فعالیتونو د سختېدلو او د سیاسي ترینګلتیاوو د زیاتېدلو چې ښایي تجارتي الوتنې له خطر سره مخامخ کړي» په غبرګون کې ورکوي.‌

په ټانکرونو بریدونه

بې پیلوټه الوتکه وروسته له هغه را وغورځول شوه چې امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ داسې نوي عکسونه خپاره کړل چې وایي د ایران رژیم د تېرې اونۍ په یوه برید کې ښکېل دی چې له هورموز تنګي سره نژدې په ټانکر بېړیو باندې وشول.

د جاپان کوکوکا کریجیوس د غبرګولي په ۲۳مه د عمان خلیج له لارې په لوړه کچه اور اخیستونکي میتانول لېږدول چې له نارویژي فرنټ الټایر سره یوځای پرې برید وشو. دا په یوه میاشت کې دننه د کشتۍ چلونې په ستراتیژیک مسیر کې دویم برید وو چې وشو.

ویډیو ښیي چې د ایران یوه د ګزمې کشتۍد بېړیو له جملې له یوې څخه «ناچاوده صدفي ماین» لیرې کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
12
نه
2 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha
| 06-22-2019

ایران اسرائیل او سعودی د آمریکا دقوت موازنه دی دمنطقی موازینی لپاره یی له دوی نه کار اخلی

ځواب ورکړئ
| 06-21-2019

ایران او پاکستان او په ځانګړې توګه پاکستان د ترهګرو د روزنې ځالې دي. نړۍ وال قوتونه باید له امریکا سره اوږه په اوږه د ایران او پاکستان د منافقو استخباراتي ادارو او پوځونو په راپرځولو کې مرسته وکړي. یو دویم اپشن دا کیدای شي چې غربي هېوادونه د هغو افغانانو ځوانو شویو زامنو ته چې پلرونه یې د پاکستان او ایران له خوا حمایه شویو ترورستي بریدونو کې وژل شوي دي روزنه او عصري وسلې ورکړي او بیا ورته امکانات برابر کړي چې ترورست پاکستان او ترورست ایران دواړو کې استخباراتي سیستمونه او پوځونه ویجاړ کړي او نړۍ یې له شره خلاصه کړي.

ځواب ورکړئ