امنیت

د هرات اوسېدونکیو له تهران او مسکو څخه وغوښتل چې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د سولې د پروسې ملاتړ وکړي

د عمر راپور

د ښځو او ځوانانو په شمول د هرات له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د غبرګولي په ۲۹مه د دې لپاره لاریون وکړ چې د ایراني او روسي رژیمونو له خوا له طالبانو سره د روان وسله وال ملاتړ پر ضد احتجاج وکړي. هغوی په یادو دوه حکومتونو باندې غږ وکړ چې د سولې د پروسې مخالفت پای ته ورسوي. [عمر]

هرات -- د ښځو او ځوانانو په شمول د هرات له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د غبرګولي په ۲۹مه د دې لپاره لاریون وکړ چې د تهران او مسکو له خوا له طالبانو سره د روان وسله وال ملاتړ پر ضد احتجاج وکړي. هغوی په دواړو رژیمونو باندې غږ وکړ چې د سولې د پروسې مخالفت پای ته ورسوي.

لاریونوال په هرات کې د هرات د والي د دفتر مخې ته راټول شول او یاد دوه رژیمونه یې په افغانستان کې د ترهرګرو اصلي ملاتړي اعلان کړل.

د مدني ټولنې یوې فعالې او د هرات اوسېدونکې سامعې احمدي وویل، «ایران د طالبانو د یوې ډلې ملاتړ کوي او وسلې ورکوي چې راشي او په هېواد کې جنګ وکړي. مونږ له ایران څخه غواړو چې د یوه ګاونډي په توګه له مونږ سره مرسته وکړي او نه دا چې زمونږ دښمنانو ته وسلې او پیسې ورکړي.»

سامعې احمدي زیاته کړه،‌ «مونږ سوله او امنیت غواړو، او هیله لرو چې په هرات کې سراسري سوله راشي. همدارنګه مونږ غواړو چې ګاونډي هېوادونه د سولې مخه ډپ نه کړي.»

ښځینه احتجاج کوونکې د غبرګولي په ۲۹مه د هرات د والي د دفتر مخې ته راټولې شوي دي. هغوی په خپل بینر کې لیکلي، «مونږ د هرات خلک له روسیې او د ایران اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې د حکومت ضد وسله والو مخالفانو ملاتړ او تجهیز ودروي.» [عمر]

ښځینه احتجاج کوونکې د غبرګولي په ۲۹مه د هرات د والي د دفتر مخې ته راټولې شوي دي. هغوی په خپل بینر کې لیکلي، «مونږ د هرات خلک له روسیې او د ایران اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې د حکومت ضد وسله والو مخالفانو ملاتړ او تجهیز ودروي.» [عمر]

د ښځو او ځوانانو په شمول د هرات په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۹مه د دې لپاره راټول شول چې د ایراني او روسي رژیمونو له خوا له طالبانو سره د روان ملاتړ پر ضد احتجاج وکړي. هغوی په یادو دوه حکومتونو باندې غږ وکړ چې د سولې د پروسې مخالفت پای ته ورسوي. [عمر]

د ښځو او ځوانانو په شمول د هرات په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۹مه د دې لپاره راټول شول چې د ایراني او روسي رژیمونو له خوا له طالبانو سره د روان ملاتړ پر ضد احتجاج وکړي. هغوی په یادو دوه حکومتونو باندې غږ وکړ چې د سولې د پروسې مخالفت پای ته ورسوي. [عمر]

د هرات ښار یوې بلې اوسېدونکې شکریې احمدي وویل،‌ دا روښانه ده چې طالبان بهرنی ملاتړ ترلاسه کوي.

شکریې احمدي وویل، «له ترهګرو څخه د ترلاسه شویو اسنادو او په رسنیو کې د راپورونو په اساس، ځانمرګي بمي بریدګر افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه راځي.»

هغې زیاته کړه، د ایران رژیم هم په ښکاره په خپله خاوره کې د طالبانو کورنیو ته خوندي ځایونه ورکوي.

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي شاهین احمدي وویل، د لاریون برخه وال غواړي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د امنیت په برخه کې خپله لاسوهنه ودروي.

هغه وویل، «د دغو لاریونونو له لارې، مونږ غواړو چې ایران او روسیه د طالبانو تجهیز او تمویل پای ته ورسوي او د افغانستان خلکو سره ودرېږي.مونږ له دغو هېوادونو څخه غواړو چې زمونږ هېواد ته د وسلو رالېږل بند کړي چې زمونږ د ځوانانو هره ورځ وژنه پای ته ورسېږي.»

شاهین احمدي زیاته کړه، «که روسیه او ایران طالبان سولې کولو ته پرېږدي، هغوی به حتماً سوله وکړي، خو دا هېوادونه په افغانستان کې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ویني، او طالبان د هغوی ګوډاګیان دي.»

هغه وویل، «ایران باید په لوېدیځ زون کې د بنسټیزو او اساسي پرمختیایي پروژو د جوړېدلو مخه ونه نیسي. مونږ غواړو چې زمونږ د برېښنا بندونه او غټې پروژې بشپړې شي او مونږ وکولی شو چې په ځان بسیا شو.»

له سولې څخه پرته بله لار نشته

په هرات کې د مدني ټولنې فعالان او محلي مقامات وایي چې د مسکو او تهران له مالي او تسلیحاتي ملاتړ څخه پرته طالبان بې له دې چې د سولې خبرې وکړي بله لاره نه لري ځکه چې هغوی به بیا دا ځواک او هوډ ونه لري چې د افغان ملي اردو پر وړاندې جنګ وکړي.‌

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «په دې کې هېڅ شک نشته چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنه کوي. د دې لپاره چې د امریکا ګټې وځپي، بدبختانه چې ګاونډي هېوادونه د حکومت وسله والو مخالفانو ته پراخې وسلې ورکوي.»

سادات وویل، د اکثرو هغو طالب قوماندانانو چې د افغانستان په لوېدیځ کې فعالیت کوي کورنۍ په ایران کې ژوند کوي.‌

هغه د ایران رژیم ته په اشارې وویل، «مونږ هیله لرو چې د افغانستان حکومت به د دوست او دښمن تر منځ واضح فرق وکړي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ومنله چې له بهرني ملاتړ څخه پرته کېدای شي چې طالبان داسې مات کړای شي چې بیا سر راپورته نه کړي.‌

فرهاد وویل، «په افغانستان کې سوله مختلف ابعاد لري -- یو یې داخلي بعد دی،‌ او بل یې خارجي. که له ترهګرو ګروپونو سره بهرنی ملاتړ نه وي، دا حتمي ده چې په افغانستان کې به سوله راشي.»

فرهاد وویل، طالبان له بهرني تجهیز او تمویل څخه پرته نشي پاتې کېدلی.

هغه زیاته کړه، «طالبان هېڅکله نشي کولی چې زمونږ د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي، او دا به د هغوی لپاره ناشونې وي چې له بهرنیو منابعو څخه پرته پېچلې او لویې حملې ترسره کړي.»

فرهاد وویل، «د افغانستان حکومت تل له ګاونډیو هېوادونو سره د دوه اړخیز احترام په اساس اړیکې پاللي دي او د دغو هېوادونو په ملي ګټو یې هېڅکله تېری نه دی کړی. مونږ هم غواړو چې دغه هېوادونه له مونږ سره د همکارۍ او درناوي چلند وکړي.»

یوه خطرناکه لوبه

د پوځي چارو تحلیلګران وایي، کریملېن او تهران د طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو د ملاتړ له لارې یوه خطرناکه او داسې لوبه لوبوي چې په سیمه کې شخړې ته د نورو هېوادونو په راکش کولو سره یو نوی کړکېچ رامنځته کوي.

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر غلام حسن مجروح وویل، د طالبانو د تمویل پرځای، دغه رژیمونه او په سیمه کې نور حکومتونه باید هڅې وکړي چې سیمه ییز ثبات او ارامۍ ته وده ورکړي.

هغه وویل، «هغه لوبه چې ایرانیانو او روسانو په افغانستان کې پیل کړې ده ګټیالی نه لري.»

مجروح وویل، «طالبان یوه تجرید شوې ډله ده او هر څوک چې د هغوی او نورو ترهګرو ګروپونو ملاتړ کوي هغوی به هم په نړۍ کې تجرید شي. روسیه او ایران باید پوه شي چې هغوی به د طالبانو له ملاتړ څخه هېڅ ګټه ترلاسه نه کړي.»

مجروح وویل، «هغه هېوادونه چې د طالبانو ملاتړ کوي هغوی د دغې ډلې په جرمونو کې شریک دي. نړۍ وال سازمانونه باید هغوی د ترهګرو ډلو له ملاتړ کولو څخه منع کړي، او هغوی باید نور د بې ګناه خلکو په وژلو کې برخه وانه خلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500