امنیت

افغان سیاستوالو د همکارۍ د پراختیا لپاره په پاکستان کې جوړ شوي کانفرانس کې برخه واخیستله

د ضیاءالرحمان راپور

ځینې افغان سیاسي مشرانو د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۲مه په بوربن، پاکستان کې د سولې په یوه کانفرانس کې برخه واخیسته چې د دواړو هېوادونو تر منځ اعتماد جوړ کړي او په بېلابېلو سکټورونو کې همکاري زیاته کړي. [محمد داود/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

اسلام اباد -- د بانفوذو افغان سیاسي مشرانو یوه پلاوي او جیګپوړو پاکستاني چارواکو په دې هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ اعتماد جوړ کړي او په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي.

له افغانستان څخه له ۵۰ څخه ډېرو سیاستوالو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲مه/ د افغانستان د سولې کانفرانس» کې برخه واخیستله. دغه کانفرانس د خپلواکو پاکستاني مفکرینو -- د لاهور د سولې د تحقیقاتو مرکز (اېل سي پي آر) او د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ (اېس ای اېس اېس آی) په ګډه -- په بوربن، پاکستان کې په یوه سیاحتي تفریح ځای کې جوړ کړی دی.

افغان برخه وال اکثر د حکومت مخالفان وو چې یو شمېر یې د تلې د میاشتې په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ لپاره سیالۍ ته هم ولاړ دي.‌

په مهمو برخه والو کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور، د اجرائیه ریاست پخوانی دویم مرستیال محمد محقق او د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د ولسمشرۍ کاندید محمد حنیف اتمر شامل وو.

افغان استازي د چنګاښ په ۱ په بوربن، پاکستان کې د سولې له یوه کانفرانس څخه مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (له ښۍ خوا دویم) سره د عکسونو اخیستنې لپاره ولاړ دي. جیګپوړو افغان سیاسي مشرانو له اسلام اباد څخه د ولسمشر اشرف غني له لیدنې څخه مخکې د سولې په دغه کانفرانس کې برخه واخیستله. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان استازي د چنګاښ په ۱ په بوربن، پاکستان کې د سولې له یوه کانفرانس څخه مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (له ښۍ خوا دویم) سره د عکسونو اخیستنې لپاره ولاړ دي. جیګپوړو افغان سیاسي مشرانو له اسلام اباد څخه د ولسمشر اشرف غني له لیدنې څخه مخکې د سولې په دغه کانفرانس کې برخه واخیستله. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ګلبدین حکمتیار د چنګاښ په ۲ مه په مري، پاکستان کې د یوه کانفرانس په ترڅ‌ کې خبرې کوي. [د پاکستان رادېو]

ګلبدین حکمتیار د چنګاښ په ۲ مه په مري، پاکستان کې د یوه کانفرانس په ترڅ‌ کې خبرې کوي. [د پاکستان رادېو]

دغه پروګرام پاکستان ته د چنګاښ په ۶ مه د ولسمشر اشرف غني له رسمي سفر څخه مخکې ترسره شو.

ولسمشر غني د غبرګولي په ۱۴مه وویل، د هغه کتنه د داسې یوې هڅې برخه ده چې «داسې دوه اړخیزو اړیکو ته وده ورکړي چې ډېر وخت د بې اعتمادۍ او دوه اړخیزو تورونو له امله ټکنۍ کیږي.»

د مرغومي په میاشت کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د سولې او سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي هم له پاکستان څخه د دې لپاره لیدنه وکړه چې دغه هېواد په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

د تلپاتې سولې لپاره همکاري

تحلیلګران وایي چې د افغان مشرانو برخه اخیستنې دغه کانفرانس په یوه بریا باندې واړاوه.

په اسلام اباد کې یوه تحلیلګر طاهرخان چې د پاکستان - افغانستان اړیکې څاري، وویل، د افغان مشرانو په رابللو سره «پاکستان د افغانستان د ۱۷کلنې غمیزې د پای ته رسولو لپاره خپله ژمنتیا وښودله.»

هغه وویل، د افغانستان د مهمو سیاسي مشرانو په څېر برخه والو برخه اخیستنه د روغې جوړې پروسه لا ډېره هر اړخیزه او ګټوره کوي.‌

برخه وال د اړیکو د تودېدا او سیمې ته د سولې د راوستلو هڅو ته ډېر هیله من ول. هغوی ټولو په افغانستان کې د کلونو وینه تویېدنې د پای ته رسولو لپاره په عاجله اړتیا ټینګار وکړ.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې کانفرانس یې پرانست وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات په لار کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.‌

قریشي وویل، «پاکستان د داسې یوه افغانستان ملاتړ کوي چې پخپله په سوله کې وي او له ګاونډیو سره په سوله کې وخت تېر کړي. پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي.»

هغه زیاته کړه، پاکستان د زړه له تله، په ایماندارۍ او د یوه ګډ مسؤلیت په توګه د افغانستان د سولې د پروسې د اسانولو لپاره کار کړی، او د خپل دغه رول لوبولو ته به دوام ورکړي.

حکمتیار د خپل جګړه ځپلي هېواد لپاره د سولې په روانه پروسه کې د پاکستان رول وستایه.‌

حکمتیار اناډولو خبري اژانس ته وویل، «پاکستان یو ډېر مهم هېواد دی، او اسلام اباد کولی شي چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې یو مهم رول ولوبوي، او اوس دا کار کوي.»

د اتمر د سولې او اعتدال ټیم له خوا خپره شوې یوه اعلامیه وایي دغه ډله ژمنه ده چې په پاکستان کې د کتنې په شمول د هرې هغې مخلصانه هڅې ملاتړ وکړي چې هدف یې په افغانستان کې د سولې راوستل وي.‌

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ د سولې او روغې جوړې په ملاتړ کولو کې د پاکستان د رول ستاینه او ملاتړ کوو او هیله لرو چې د پاکستان له خوا دا نوښت به د مستقیمو بین الافغاني خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500