امنیت

افغان اردو د تلاشۍ د پوستو بندول او د لویو بېسونو جوړول پیل کړل

ای اېف پي

افغان چارواکي وایي چې افغان ملي اردو داسې یوه نوې ستراتيژي اختیاروي چې عسکر د تلاشۍ د پوستو پر ځای په لویو بېسونو کې ځای پرځای کړي. د دې پالیسۍ هدف دا دی چې د افغان سرتېرو تر منځ تلفات کم کړای شي. [توماس واټکېنس/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

میدان ښار -- د افغان ملي اردو د تلاشۍ د یوې لیرې پرتې پوستې دروازه یوازې د اغزن سیم د یوې کوړۍ په وسیله په نښه شوې ده.‌ دغه پوسته ښایي ژر بنده کړای شي ځکه چې حکومت ژر متاثرېدونکې پوستې بندوي او داسې یوه نوې ستراتیژي چې ځواک په کې خوندي کیږي او د یاغیانو پر ضد جنګ کوي تطبیقوي.‌

په میدان وردک ولایت کې دغه پوسته تر دې مخکې وهل شوې وه، او راځوړند شوي دفاعي دېوالونه او څیرې شوې د شګې بوجۍ یې هلته د په اونیو اونیو اوسېدونکیو ۱۳ عسکرو کم وسي په څرګنده ښیي.

د داسې پوستو د خوندي کولو لپاره د کلونو سختۍ له ګاللو څخه وروسته، افغان حکومت د امریکا په دې غوښتنو چې له اوږدې مودې راهیسې یې کوي چې بندې یې کړي عمل کوي.

هدف دا دی چې دې ته ورته کم وسه د تلاشۍ پوستې بندې کړای شي او عسکر په لویو بېسونو کې ځای پرځای کړای شي -- چې د څو داسې بېسونو د جوړولو کار روان دی.

د متحده ایالاتو د اردو یوه څرخکه د غبرګولي په ۱۶مه له میدان وردک ولایت څخه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد د لیدنې په ترڅ کې د میدان وردک د والي له دفتر څخه بهر کېني. [توماس واټکېنس/ای اېف پي]

امریکایي عسکر د غبرګولي په ۱۶مه د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د تلاشۍ پوستې څخه د ډزو کولو په حال کې لیدل کیږي. د افغان اردو د تلاشۍ د پوستې دروازې ته د اغزن سیم یوه کوړۍ پرته ده. [توماس واټکېنس/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د غبرګولي په ۱۶مه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کتنې په ترڅ کې د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې ګوري. [توماس واټکېنس/ای اېف پي]‌

یو افغان سرتېری د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه تمرین کې برخه اخلي. [عمر]

یو افغان سرتېری د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه تمرین کې برخه اخلي. [عمر]

پلان داسې دی چې عسکر تهاجمي وظیفې ترسره کړي او د ورځ په ورځ ژوندي پاتې کېدلو د تمې یا دفاع پر ځای جنګ د طالبانو خواته ور وړي او تعرض وکړي.‌

افغانستان د تلاشۍ د پوستو د پالیسۍ بدلولو ته تیار شو

افغان پوځي افسران دې ته تیار دي چې د تلاشۍ د پوستو د پالیسۍ په هکله خپل نظر بدل کړي.‌

د افغان ملي اردو جنرال دادان لونګ په وروستیو کې په پکتیا ولایت کې د متحده ایالاتو په یوه پوځي بېس کې وویل چې «د تلاشۍ پوسته یو ناکام تکتیک دی».

هغه وویل، نیم پوځي تلفات د تلاشۍ پوستو کې پېښېږي.

لونګ ای اېف پي ته وویل، «اوس مونږ غواړو چې دا ټولې د تلاشۍ پوستې بندې کړو او قوي بېسونه جوړ کړو.»

خو دا سخته وه چې سیاستوال د تلاشۍ د پوستو د بندولو د نظر په هکله قانع کړای شي.

په یوه پوسته باندې د بیرغ رپېدل داسې پیغام ورکوي چې سیمه د حکومت په لاس کې ده او له سیمه ییزو زورواکانو سره د کابل د ګډ کار استازي کوي.

د متحده ایالاتو د اردو برید جنرال کیوین اډمیرل وویل، دا سخته وه چې د افغان اردو نظر بدل کړای شي.

هغه وویل، «هغوی په محلي سطحه د ولسوالانو او د پارلمان د غړو له خوا چې وایي دا په دغو لیرې پرتو سیمو کې د حکومت یوازنی د لیدلو وړ استازیتوب دی له ډېر سیاسي فشار سره مخامخ دي.»

له طالبانو سره د جګړې لپاره د تلاشۍ د پوستو بندول ضروري دي

د جنرال سکاټ مېلر چې په دغه هېواد کې د ناټو د افغان ماموریت او د متحده ایالاتو د جنګي هڅو مشري کوي په نظر د تلاشۍ د پوستو بندول د افغان اردو لپاره ډېر مهم دي.‌

مېلر د افغان ځواکونو په هکله د متحده ایالاتو له پوځي چارواکو سره په یوه وروستۍ کتنه کې وویل، «هغوی په تهاجمي عملیاتو کې کسان له لاسه نه ورکوي. تاسو غواړئ چې زما د تکتیکي لومړیتوبونو په هکله واورئ؟ د تلاشۍ د پوستو په هکله خبرې وکړئ.»

مېلر د خپل پیغام د پیاوړي کولو لپاره د افغانستان بېلابېلو برخو ته څو سفرونه وکړل او محلي پوځي قوماندانان یې راغونډ کړل چې هغوی ته وښیي چې د تلاشۍ پوستې د ژوند شرایط سختوي.

تېره اونۍ د میدان وردک یوې د تلاشۍ پوستې ته د تګ پر وخت مېلر وویل هغه غوښتل چې د داسې لیرې پرتو پوستو د نه مناسبت توب په هکله د افغان قوماندانانو سترګې خلاصې کړي.

دغه کمپ له ۱ نمبر لویې لارې څخه لږه فاصله لري. دا داسې یوه مهمه لویه لاره ده چې کابل او د هېواد نورو برخو ته تأمینات کوي.

په تېرو کلونو کې د تلاشۍ داسې پوستو سره ملاتړ کم وو.

که برید پرې وشي، ښایي چې ملاتړی ځواک ور ونه رسېږي.

په داسې حال کې چې منتقدان دا مني چې د تلاشۍ پوستې لږ تکتیکي ارزښت لري، هغوی په دې هکله سره یوه خوله نه دي چې آیا بېسونو ته د عسکرو اېستل به هغوی دې ته ډېر هوډمن کړي چې جنګ وکړي.‌

په کابل کې د متحده ایالاتو د اردو یوه ویاند ډګروال ډیویډ بټلر وویل، افغان سرتېري «ډېر خپلواک عملیات ترسره کوي او هغوی د هغو عملیاتو په ترڅ کې ډېر مؤثر دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه دغه يي ډير ښه اقدام کړی په دې سره به امنیت ښه‌شي بل خوا که چيري دوی ګزمې شروع کړي له به د امنیت په ښولي کې لوی رول ولري هغه وړې پوستې چي پولیس پکې دي هغوی بايد ټولې وتړل شي پر ځاې ګزمې پيل شي

ځواب ورکړئ

مننه شه معلومات

ځواب ورکړئ