امنیت

له اسلام اباد څخه د غني لیدنه د همکارۍ او له طالبانو سره د شخړې د پای ته رسېدلو لپاره هیلې غوړوي

د ضیاءالرحمان راپور

ولسمشر اشرف غني (چپ) ته د چنګاښ په ۶ مه اسلام اباد ته په رسېدلو سره د تشریفاتو قطعه وړاندې کړای شوه. [د پاکستان د رسنیزو معلوماتو اداره]

ولسمشر اشرف غني (چپ) ته د چنګاښ په ۶ مه اسلام اباد ته په رسېدلو سره د تشریفاتو قطعه وړاندې کړای شوه. [د پاکستان د رسنیزو معلوماتو اداره]

اسلام اباد -- ولسمشر اشرف غني له پاکستان څخه خپله دوه ورځنۍ کتنه د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۶ مه/ پیل کړه او هیله لري چې دغه خبرې اترې به له طالبانو سره د شخړې په سر یوه سیاسي حل ته په رسېدلو کې مرسته وکړي.

غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت ریاست د رییس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست مسعود اندرابي په شمول د وزیرانو، سلاکارانو، جیګپوړو چارواکو او سوداګرو له یوه جیګپوړي پلاوي سره یوځای اسلام اباد ته را ورسېد.

غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په جلا جلا وکتل او په بېلابېلو سکتورونو او سیمه ییز امنیت کې د همکارۍ په هکله یې خبرې اترې وکړې.

تمه ده چې نوموړی د پاکستان ولسمشر عارف علوي سره هم وګوري.‌

ولسمشر اشرف غني (چپ) د چنګاښ په ۶ مه په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له خوا بدرګه کیږي. [د پاکستان د رسنیزو معلوماتو اداره]

ولسمشر اشرف غني (چپ) د چنګاښ په ۶ مه په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له خوا بدرګه کیږي. [د پاکستان د رسنیزو معلوماتو اداره]

د پاکستان د بهرنیو چارو ادارې د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۵ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دواړو لوریو تر منځ پراخې خبرې به د سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، امنیت، سولې او روغې جوړې، ښوونې او روزنې او د خلکو - خلکو تر منځ د نظرونو د تبادلې او تګ راتګ په شمول بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په پیاوړتیا تمرکز وکړي.

همدارنګه غني پلان لري چې په لاهور کې په یوه سوداګریزه جرګه (فورم) کې چې د دواړو هېوادونو سوداګر ورته راځي، برخه واخلي.

د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره یو فرصت

کتونکي وایي چې له پاکستان څخه د غني لیدنه په افغان - پاکستاني اړیکو کې یو مهم پرمختګ دی.‌

نوموړی دغه هېواد ته وروسته له هغه سفر کوي چې د ولسمشرۍ د څو کاندیدانو په شمول یو شمېر افغان سیاستوالو چې اکثر یې د اپوزېشن غړي وو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲ مه/ د پاکستان په مري کې په یوه کانفرانس کې برخه واخیستله.‌

په اسلام اباد کې د سیاسي او افغان - پاکستاني چارو تحلیلګر حسن خان وویل، د غني له کتنې څخه معلومیږي چې پاکستان په افغانستان کې له طالبانو سره د یوه سیاسي حل او د لسیزو اوږدې جګړې د پای ته رسولو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.‌

هغه وویل، دواړه هېوادونه کولی شي چې د اړیکو له انکشاف او د بې باورۍ له پای ته رسولو څخه ډېر څه ترلاسه کړي.‌

حسن وویل، «د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو په ترڅ کې، نه یوازې د سولې بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په شمول د اړیکو په هکله خبرې اترې وشوې.»

هغه وویل، پاکستان د مري کانفرانس ته په رابللو سره د بېلابېلو اتنیکي ګروپونو په شمول د افغانستان د اپوزېشن مهم مشران [په پروسه کې] ښکېل کړل.

حسن وویل،‌ د دې معنی دا ده چې غني به «په افغانستان کې دننه پاکستان ته د سفر کولو له امله له ګوتنیونو سره مخامخ نشي ځکه چې د افغانستان اکثرو هغو سیاسي مشرانو چې په افغانستان کې د پاکستان په رول باندې انتقادونه کوي پخپله څو ورځې مخکې د مري کانفرانس کې برخه اخیستې وه.»

د سولې په لور یو بدلون

عمران خان د غبرګولي په ۱۱مه د سعودي عربستان په مکه معظمه کې په ۱۴مه اسلامي جرګه کې د خپلې کتنې په ترڅ کې غني ته پاکستان ته د راتګ بلنه ورکړه. دا کتنه د ۲۰۱۴ په سپتمبر کې واک ته د غني له رسېدلو څخه وروسته دویمه او وروسته له هغه چې عمران خان تېر کال د پاکستان لومړی وزیر شو لومړۍ کتنه ده.‌

خان د پاکستان د ټاکنو له ګټلو څخه وروسته ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به اړیکې ښې کړي او په پرانستو سرحدونو او ازاده سوداګرۍ باندې یې تاکید وکړ.‌

دا کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو کې ښکېل دي او هڅې یې تېزې کړي چې په افغانستان کې د لسیزو اوږدې جګړې ته یو سیاسي حل راوباسي.

د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره، محب د غبرګولي په میاشت کې له اسلام اباد څخه لیدنه وکړه چې د یو پراخ لړ مسایلو په هکله خبرې اترې وکړي.‌

د مرغومي په میاشت کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د سولې او سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي هم له پاکستان څخه لیدنه وکړه چې د سولې د پروسې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه خبر

ځواب ورکړئ

زه موافق یم.

ځواب ورکړئ