روغتیا

په کندوز کې په اپین روږدیتوب ښځو او ماشومانو ته زیان رسولی دی

د هدایت الله راپور

دوه روږدې افغانانې د ۱۳۹۲ د مرغومي په ۲۸مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

دوه روږدې افغانانې د ۱۳۹۲ د مرغومي په ۲۸مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

کندوز -- د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې ډېرې ښځې د قالینو په اوبدلو اوږدې ورځې تېروي او د خپلو کورنیو لپاره د ژوند د څوري په ګټلو کې مرسته کوي.

له بده مرغه، د هغوی او د هغوی د ماشومانو ډېر شمېر داسې دي چې یو بل قېمت چې په اپین روږدیتوب دی پرې کوي.‌

د کندوز ولایت د مقاماتو په وینا، په دغه ولایت کې په اپینو د روږدو کسانو له نیمایي څخه ډېر په قلعه زال کې اوسېږي او د هغوی له ډلې څخه خواوشا ۳۰٪ ښځې دي.‌

مقامات وایي چې په قلعه زال کې ډېرې ښځې د قالین اوبدونکیو په توګه کار کوي، او یو مخ پر ودې شمېر یې له درد او د کار له امله ستړیا څخه د خلاصون لپاره اپین کاروي.‌ ځینې خپلو بچیانو ته هم اپین ورکوي چې د میندو د کار پر وخت ارام واوسي.

یو افغان بزګر د ۱۳۹۷ د وري په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو په پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان بزګر د ۱۳۹۷ د وري په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو په پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په نشه ییزو توکو روږدي کسان د ۱۳۹۳ د لیندۍ په ۲۰مه په کندوز ښار کې څکول کوي. [اجمل آرین]

په نشه ییزو توکو روږدي کسان د ۱۳۹۳ د لیندۍ په ۲۰مه په کندوز ښار کې څکول کوي. [اجمل آرین]

د کندوز ولایت د ښځو چارو رییسه نصیبه هولکر وایي، «زمونږ معلومات ښیي چې په دې ولسوالۍ کې د ۳۰۰۰۰ روږدو کسانو له جملې څخه ۲۵-۳۰٪ ښځې دي او هغوی اپین کاروي.»

په کندوز ښار کې په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو لپاره د ۸۰ بستريز سیمه ییز روغتون رییس عبدالقدوس میاخېل وویل، «کله چې ښځې په کار کولو اخته وي، هغوی خپلو تي خورو ماشومانو ته د اپین شیره ورکوي چې ویده شي او میندې وکولی شي چې قالینې واوبي.»

هغه زیاته کړه، «په عصري طب کې، د هر ډول نشه ییزو توکو او مسکنو درملو استعمال د صحت لپاره زیان رسوونکی بلل کیږي. مونږ د ښځو د درملنې لپاره کوم ځانګړی د درملنې مرکز نه لرو، خو مونږ هڅه کوو چې ښځې او سړي ټول تداوي کړو.»

د یوې کورنۍ روږدتیا

په کندوز کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس عبدالبصیر مرشد وویل، «هغه روږدې کورنۍ چې په قلعه زال ولسوالۍ کې اوسېږي دغه مصیبت له خپلو نیاګانو او نیکونو څخه په میراث اخیستی دی، او هغوی خپلو ماشومانو ته اپین ورکوي.»

هغه هغوی کورنیو ته په اشارې چې د خپلو کورونیو تر څنګ د کورني استعمال لپاره نشه ییز توکي کري، وویل، «مونږ په کندوز ولایت کې د نشه ییزو توکو په هکله یو کمپاین پیل کړی دی څو وکولی شو چې عام خلک د هغو له ضررونو څخه خبر کړو.»

د سیمې اوسېدونکي وایي چې په دې ولسوالۍ کې د اپین استعمال -- چې حتی د کورنیو ټول غړي یې کاروي -- د ډېرو محلي اوسېدونکیو له خوا عادي بلل کیږي او دا به وخت واخلي او هڅو ته ضرورت لري چې دا عمل له منځه وېوړل شي.

د قلعه زال ولسوالۍ د شخسه کول سیمې یوه اوسېدونکي صوفي عبدالمالک چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «زما په کورنۍ کې زما مېرمن، زما څلور ماشومان او زه اپین استعمالوو.»

«کله چې مونږ د اپین شیره استعمالوو، زمونږ په بدن کې هېڅ درد نه پاتې کېږي او مونږ د کار کولو پر وخت ارام احساسوو.»

اوسېدونکي وایي، اعتیاد یا روږدیتوب بېلابېل تاوانونه لري.‌

د قلعه زال ولسوالۍ د آق تېپې یوې اوسېدونکې شفیقې چې ۵۰ کاله عمر لري، وویل، «که زه اپین ونه خورم وجود مې درد کوي. کاش چې داسې یوه درملنه موجوده وای چې مونږ یې د اپین له بدبختۍ څخه خلاص کړي وای.»

شفیقې وویل چې د هغې زوی هم روږدی دی او د هغې کورنۍ د زراعتي ځمکې او یو شمېر غواګانو او پسونو په شمول خپل ټول شته د نشه ییزو توکو د اخیستلو لپاره خرڅ کړي دي.‌

هغې وویل، «زما نګور او لمسیان روږدي دي، او هغوی نشي کولی چې د اپین له استعمالولو څخه پرته ارام ویده شي.»

د دغې ولسوالۍ یوې بلې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د خپل روږدیتوب پړه په بې سوادۍ، بې کارۍ او فقر ور واچوله.‌

دغې ۴۰ کلنې مور وویل، «زمونږ په کورنۍ کې ۸ کسان اپین استعمالوي. که استعمال یې نه کړو، مونږ ټول د ګنګسیت احساس کوو او را چپه کیږو.»

هغې وویل، «زه له خپلې ځوانې لور سره یوځای، له تېرو ۱۰ کالو راهیسې قالینې اوبم. کله چې کوچني ماشومان د قالین اوبدنې پر وخت ژاړي، مونږ هغوی ته د اپین ورکولو څخه پرته د ویده کولو لپاره بله لاره نه لرو.»

هغې وویل، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې له مونږ سره مرسته وکړي چې مونږ وکولی شو چې له دغه روږدیتوب څخه خلاص شو.»

طالبان خلک د کوکنارو کرنې ته مجبوروي

په افغانستان کې د کوکنارو کرنه غیرقانوني ده ځکه چې هغه د اپین او هیرویینو په څېر نشه ییزو توکو په تولیدولو کې استعمالیږي.

طالبان او نور ترهګر د خپلو تاوتریخجنو فعالیتونو د تمویلولو لپاره، د دغو بوټو له کرلو - او بالاخره د ناقانونه نشه ییزو توکو له قاچاق کولو - څخه ترلاسه شوې ګټه استعمالوي.

طالب اورپکي چې دغه ډول پیسو ته یې سترګې نیولې وي، په کندوز ولایت کې ډېر بزګران دې ته مجبوروي چې د کوکنارو فصلونه وکري دا په داسې حال کې ده چې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست هڅه کوي چې د دغه کار مخه ونیسي.

د چاردرې ولسوالۍ د دمشاخ سیمې یوه بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «ما په خپله ۲ جریبه ځمکه باندې د دې لپاره کوکنار وکرل چې طالبانو راته وویل چې دا کار وکړم.»

هغه وویل،‌ «که زه دا کار ونه کړم کیدای شي چې زما د ژوند په بیه راته تمام شي. زه له دغه کار سره خوښ نه یم، خو زه مجبور یم چې د هغوی غوښتنه ومنم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500