تروريزم

طالبانو د سولې د روانو خبرو په ترڅ کې د افغانانو پر ضد بریدونه زیات کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۱۰مه سهار مهال له ۱۰۰ څخه ډېر کسان هغه وخت ټپیان شول چې په کابل کې یو موټربمي برید وشو. د برید مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست. افغان چارواکو وویل چې په ټپیانو کې لږ تر لږه ۵۰ زده کوونکي شامل دي. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- که څه هم چې د طالبانو استازي د سولې یوې هوکړې ته د رسېدلو د هڅو په لړ کې په قطر کې له امریکایي مرکچیانو سره په خبرو بوخت دي، طالب اورپکو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

افغان چارواکي وایي چې په کابل کې د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰مه/ وختي د طالبانو یوه برید نژدې ۱۰۰ کسان ټپیان کړل چې له نیمو څخه ډېر یې ماشومان دي.

د ای اېف پي د راپور په اساس، یوې زورورې موټربمي چاودنې د محمودخان پله د سیمې په سر یوه غټه غوړسکه دود هوا ته پورته کړ او تر ۲ کیلومترو پورې لیرې یې ودانۍ ولړزولې. له دغې چاودنې څخه وروسته، وسله والو سړیو په یوه سیمه کې چې نظامي او حکومتي ودانۍ په کې دي له ځانګړیو ځواکونو سره جنګ پیل کړ.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، «په پيل کې، یو موټربمي برید وشو، او بیا څو بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتل. د پولیسو ځانګړیو ځواکونو سیمه کلابنده کړه، او اورپکي یو په یو له پښو غورځوي.»

یو ټپي شوی افغان سړی د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې امبولانس ته ورانتقالیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان سړی د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې امبولانس ته ورانتقالیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امبولانسونه د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې د طالبانو له یوه موټربمي برید څخه وروسته د پېښې ځای ته رسېږي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امبولانسونه د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې د طالبانو له یوه موټربمي برید څخه وروسته د پېښې ځای ته رسېږي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان سړی د چنګاښ په ۱۰ مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته په ځولۍ کې د ایټالیا د یوې مرستندویې موسسې له خوا چلېدونکي روغتون ته راوړل کیږي. د طالبانو له خوا ادعا شوي برید کې په لسګونو کسان ټپیان شوي او د مړینو وېره موجوده ده.‌ دغه برید د چنګاښ په ۱۰مه سهار کابل ولړزاوه او ورپسې وسله والو په یوه سیمه کې چې پوځي او حکومتي ودانۍ په کې موجودې دي له ځانګړیو ځواکونو سره جنګ پیل کړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان سړی د چنګاښ په ۱۰ مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته په ځولۍ کې د ایټالیا د یوې مرستندویې موسسې له خوا چلېدونکي روغتون ته راوړل کیږي. د طالبانو له خوا ادعا شوي برید کې په لسګونو کسان ټپیان شوي او د مړینو وېره موجوده ده.‌ دغه برید د چنګاښ په ۱۰مه سهار کابل ولړزاوه او ورپسې وسله والو په یوه سیمه کې چې پوځي او حکومتي ودانۍ په کې موجودې دي له ځانګړیو ځواکونو سره جنګ پیل کړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، لږ تر لږه دوه تنه اورپکي وژل شوي، «او همدارنګه امنیتي ځواکونو له نژدې ودانیو څخه ۲۱۰ تنه ملکي کسان ژغورلي دي.»

د روغتیا وزارت وویل چې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۹۳ نور ټپیان دي. د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د ټپیانو په ډله کې ۵۰ ماشومان شامل دي،‌ او زیاته یې کړه چې اکثر یې د ماتو شویو شیشو په وسیله ټپیان شوي او حالت یې ښه دی.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ځینې عکسونو کې چې په روغتون کې اخیستل شوي د ښوونځي په یونیفورمونو ملبس، بې هوشه ماشومان په داسې حال کې لیدل کیږي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي او کتابونه یې کلک ورسره نیولي دي.‌

د پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې پنځه ښوونځي خراب شوي او غوښتنه یې وکړه چې «د جګړې ټول ښکېل لوري دې د زده کوونکیو، ښوونکیو، د پوهنې د کارکوونکیو او ښوونځي خوندیتوب تضمین کړي.»

'په مونږ باندې دنیا په بل لوري را واوښتله'

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې اورپکو په سیمه کې د دفاع وزارت وداني په نښه کړه چې په سملاسي توګه د افغان ځواکونو او امبولانسونو له خوا کلابنده شوه او په داسې حال کې چې ډزې روانې وې ګنشپ څرخکو یې په سر دورې پیل کړې.

مقاماتو د په نښه شوي هدف خبره تایید نه کړه.‌

په دې سیمه کې چې سخت امنیت یې نیول شوی د ملي امنیت ریاست او د دفاع وزارت د یوې شریکې ودانۍ په شمول ځینې نظامي او حکومتي ودانۍ، او همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون او کرکټ بورډ دفترونه موجود دي.

د کلتور وزارت د یوې څانګې چې د چاودنې له ځای څخه په ۱۵۰ مترو کې واقع ده، کارکوونکي ظاهر عثمان وویل، «مونږ په دفتر کې دننه ناست وو چې دنیا راباندې په بله راواوښتله.»

هغه وویل، داسې ښکارېدل چې چاودنه په ګلبهار ټاور کې چې د سودا اخیستنې یو مارکېټ او د استوګنې اپارتمانونه په کې دي او د دفاع وزارت ودانۍ سره نژدې دی، شوې ده.

عثمان د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، «کله چې ما خپلې سترګې پرانستلې، دفتر له لوګیو او ګردونو څخه ډک وو او هر څه مات شوي وو، زمونږ همکارانو چیغې وهلې.»

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني ای اېف پي ته وویل، چاودنه د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دفتر دروازې سره نژدې وشوه.‌

هغه وویل، «زمونږ ځینې همکاران دننه ایسار پاتې دي، مونږ د ځینې کسانو د ټپي کېدلو راپورونه لرو. مونږ نه پوهېږو چې آیا بریدګر ودانۍ ته ننوتي دي.»

د شمشاد تلوېزیون سټېشن چې د چاودنې له ځای سره نژدې واقع دی او په ۱۳۹۶ کال کې پرې برید شوی وو، د ماتو شویو شیشو او د دفترونو د خرابیو عکسونه خپاره کړل.

د شمشاد نطاق حشمت ستانکزي ای اېف پي ته وویل،‌ «زه سخت وډار شوم،» او زیاته یې کړه چې شمشاد یو ژوندی پروګرام خپراوه چې چاودنه رامنځته شوه. هغه وویل،‌ امنیتي ځواکونو سټېشن له سیمې څخه واېست.

د رسنیو د څار یوې ادارې وویل، د شمشاد ۷ ژورنالستان ټپیان شوي دي.‌

د طالبانو نور بریدونه

چارواکو وویل چې طالبانو د شنبې په ورځ /د غبرګولي ۸ مه/ په بغلان ولایت کې د یوه ولسي پاڅون لږ تر لږه ۲۵ غړي ووژل.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، دغه برید سهار وختي په نهرین ولسوالۍ کې هغه وخت وشو چې د ځواک غړو هڅه وکړه چې د افغان عسکرو یو ګروپ چې د طالب اورپکو له خوا محاصره شوی وو، وژغوري.

په ورته وخت کې په کندهار ولایت کې د پولیسو یوه ویاند قاسم افغان وویل چې اورپکو څلور زغره والې عرادې چې چاودونکی توکي په کې ځای پرځای شوي وو د شنبې په ورځ ناوخته په معروف ولسوالۍ کې په یوه حکومتي ودانۍ ور وستل.

هغه ای اېف پي ته وویل، «له بده مرغه چې ۱۱ تنه پولیس شهیدان شول او ۲۷ نور ټپیان شول.»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وویل، د انتخاباتو ۸ کارکوونکي چې په مرکز کې ځای پرځای شوي وو څو د تلې په میاشت کې د ولسمشرۍ د را روانو انتخاباتو لپاره د خلکو نومونه ولیکي، ووژل شول.

د افغانستان د ولسمشرۍ دوه ځلې ځنډول شوي انتخابات اوس د تلې په ۶مه ترسره کیږي.

طالبانو د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست او یوه ویاند یې ټویټ وکړ چې د هغوی جنګیالیو د ولسوالۍ مرکز نیولی او ۵۷ تنه امنیتي منسوبین یې وژلي دي.‌

د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه او په یوه اعلامیه کې یې وویل چې عسکرو اورپکي بېرته پسې واخیستل او ۲۵ کسان یې ترې ووژل.

ولسمشر اشرف غني دغه «وحشیانه او د نه بخښلو وړ» بریدونه چې د طالبانو له خوا د بې رحمانه بریدونو وروستۍ څپه وه، وغندل.

د سولې خبرې او 'جهادي سیلانیتوب'

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالاتو او طالبانو د شنبې په ورځ د سولې تازه خبرې پیل کړې.

دا په سملاسي توګه نه ده تایید شوې چې آیا هغوی به د دوشنبې د ورځې له چاودنې څخه وروسته د یوې درېیمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي. په داسې حال کې چې بریدونه روان دي، په دوحه کې د طالبانو ویاند یو ځل تاکید وکړ چې یاغیان به له کابل سره خبرې ونه کړي.‌

سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «یو ځل چې د نړۍ والو ناظرانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش وټاکل شي بیا به مونږ له افغان لوریو سره خبرې پیل کړو، خو د کابل ادارې سره به مونږ د یوه حکومت په توګه خبرې ونه کړو.»

تر اوسه پورې مذاکرات په څلورو مسایلو -- د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د بهرنیو سرتېرو حضور، بین الافغاني خبرو اترو او یوه دایمي اوربند باندې متمرکز دي.‌

د طالبانو ویاند مجاهد د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د امریکایي استازو او د اسلامي امارت د مرکچي ټیم تر منځ د خبرو اوم پړاو په دوحه کې پیل شوی دی.»

د خبرو د بیا پیلېدا له اعلانولو څخه یو نیم ساعت وروسته مجاهد بیا ټویټ وکړ او د سړیو د یوه ګروپ یوه ویډیو یې خپره کړه چې ځینو سره یې وسلې وې او مخونه یې پټ وو، د یوې ځړوبۍ خواوشا ته راټول وو او د «ښایسته افغانستان» سندره یې ویله.‌

له ویډیو سره لیکل شوي وو «جهادي سیلانیتوب په فراه کې»، دا یوه داسې سیمه ده چې پخوا د سیلانیانو لپاره د یوه جالب ځای په توګه نومول شوې وه.‌

د تېرې سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۴ مه/، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته په یوه نا اعلان شوي سفر راغی او ویې ویل چې هغه هیله لري چې «د وږي له ۱۰مې څخه مخکې» به له طالبانو سره یوه د سولې هوکړه وشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500