اقتصاد

د ایران د چرګانو د تولیداتو غیرقانوني لیلام د افغان فارم لرونکو د چرګانو د ساتنې کار فلجوي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې چارواکي او فارم والان وایي چې ایرانیان د چرګانو د ټیټ کیفیت غوښه او هګۍ په دې نیت افغانستان ته رالېږي چې د دغه هېواد نوی غوړېدلی د چرګانو صنعت خراب کړي. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې چارواکي او فارم والان وایي چې ایرانیان د چرګانو د ټیټ کیفیت تولیدات د پولې له لارې په دې نیت افغانستان ته رالېږي چې د افغانستان نوی غوړېدلی د چرګانو صنعت خراب کړي.

افغان حکومت د سلواغې په ۱۷ مه له ایران څخه د چرګانو او هګیو را واردول غیرقانوني وګرځول ځکه په هغه هېواد کې د مرغانو والګی خپور شوی دی.‌

د هرات د فارم والانو د اتحادیې رییس ضیاءالحق رحماني وویل، «په ایران کې تنظیم شوي ګروپونه د چرګانو او غوښو ناقانونه واردات افغانستان ته راټېله کوي، او په قصدي توګه په هرات ولایت کې د چرګانو صنعت په نښه کوي.»

هغه په دې هکله جزیات ور نه کړل چې افغانستان ته د چرګانو او هګیو قاچاق څوک کوي،‌ خو ویې ویل چې که له ایران څخه د چرګانو او هګیو ناقانونه واردات دوام ومومي، په افغانستان کې موجود د چرګانو فارمونه به دېوالیه شي.

یو فارم وال د غبرګولي په ۲۸مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې چرګانو ته دانه ورکوي. [عمر]

یو فارم وال د غبرګولي په ۲۸مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې چرګانو ته دانه ورکوي. [عمر]

د چرګانو یو شمېر فارم والان د غبرګولي په ۲۵مه په هرات ښار کې د هرات د چرګانو د فارمونو اتحادیې په دفتر کې راغونډ شول او له ایران څخه د چرګانو او هګیو د ناقانونه ورود په هکله یې خبرې اترې وکړې. [عمر]

د چرګانو یو شمېر فارم والان د غبرګولي په ۲۵مه په هرات ښار کې د هرات د چرګانو د فارمونو اتحادیې په دفتر کې راغونډ شول او له ایران څخه د چرګانو او هګیو د ناقانونه ورود په هکله یې خبرې اترې وکړې. [عمر]

هغه وویل، «له ایران څخه د چرګانو او هګیو ناقانونه وارداتو زمونږ داخلي تولیدات خراب کړي دي. ایران د کوټه کولو یا ذخیره کولو ستراتیژي استعمالوي ... او دغه کار تل زمونږ کورنیو تولیداتو ته ستونزې جوړې کړي دي.‌»

رحماني وایي، په هرات ولایت کې هره ورځ له ۱.۵ میلیونو هګیو او نژدې ۱۰۰ ټنه څخه ډېره د چرګ غوښه تولیدېږي.‌

هغه وویل، وطني تولیدات ښه کیفیت لري، په داسې حال کې چې هغه چرګان او هګۍ چې له ایران څخه را واردول کیږي د هغو معیار ټیټ دی.‌

په میلیونونو ډالر تاوانونه

تېر کال د هرات د چرګانو صنعت ته ۲ میلیارده افغانۍ (۲۵ میلیونه ډالر) تاوان ور اوښتی دی او دلیل یې هغه د مرغانو والګی وو چې اصلاً په ایران کې پیدا شوی وو او د ناقانونه ایراني تولیداتو له لارې دلته هم را رسېدلی وو.

په هرات ولایت کې د چرګانو د یوه فارم مالک جلیل احمد عظیمي وویل، «مونږ د چرګانو په فارمونو کې ډېره پانګونه کړې ده. تېر کال مونږ د مرغانو والګي له امله ډېر زیانونه ولیدل، او سږ کال د چرګانو او هګیو ناقانونه وارداتو مونږ ته سخت تاوانونه را ورسول.»

هغه وویل، «تېر کال، مونږ د مرغانو د والګي یا زکام له امله، چې له ایران څخه راغلی وو له ۱.۶ څخه تر ۲ میلیارده افغانیو (۲۰ - ۲۵ میلیونه ډالر) تاوان وکړ، او اوس په دویم ځل هغوی هڅه کوي چې په هرات کې د چرګانو فارمونه ټول له منځه وېسي.»

په هرات کې د چرګانو د یوه بل فارم مالک سید فرید حسیني وویل، «دا چې متحده ایالاتو او ځینې نورو هېوادونو په ایران باندې بندیزونه لګولي، دغه هېواد هڅه کوي چې له هر امکان څخه استفاده وکړي او خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي، له دې امله، ایران غواړي چې د افغانستان په بازارونو کې نفوذ ترلاسه کړي او زمونږ کورنی تولید له منځه وېسي.»

هغه وویل، «له ایران څخه د چرګانو او هګیو وارداتو زمونږ په کاروبار باندې منفي تاثیر کړی دی. افغان حکومت باید هڅې وکړي چې زمونږ د چرګانو صنعت خوندي کړي.»

فارم لرونکي‌ وایي چې د ایراني چرګانو او هګیو کیفیت هم د پوښتتنې وړ دی.‌

په هرات ولایت کې د چرګانو د یوه فارم لرونکي محمد بهادر وویل، «هغه چرګان او هګۍ چې په ناقانونه توګه له ایران څخه را واردېږي وخت یې یوه یا دوه میاشتې تېر شوی او خپل کیفیت یې له لاسه ورکړی وي.»

کورني تولید ته زیان

په هرات ولایت کې مقامات وایي چې د ایران رژیم له پخوا راهیسې هڅه کوي چې د افغانستان د صنعت او تجارت د بریالیتوب مخه ډپ کړي.

په هرات کې د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني وویل، «په دې سکټور کې د پراخې پانګونې له برکته، هرات د چرګانو او هګیو په تولید کې پر ځان بسیا شوی، خو د چرګانو او هګیو ناقانونه وارداتو پانګوونکي او د کرنې ریاست دواړه وارخطا کړي دي.»

هغه وویل، «هر کله چې په هرات کې د یوه صنعت وده پیلېږي، هغه د ناقانونه او ویجاړوونکې سیالۍ له امله خرابېږي.»

رحماني وویل، ایران له بندیزونو سره مخامخ شوی چې دغه حالت هغه له نورو هېوادونو سره له سوداګرۍ څخه منع کوي، او افغانستان د هغه د تولیداتو لپاره یوازنی مارکېټ پرېږدي.‌

هغه وویل، «زمونږ یوه اندېښنه په ایران کې د مرغانو والګی دی. د قانون له مخې، د چرګانو هېڅ وارداتو ته اجازه نشته چې افغانستان ته را داخل شي او د کرنې وزارت د پرېکړې په اساس، له ایران څخه د چرګانو د ټولو ایراني تولیداتو را واردول منع دي.»

رحماني وویل، «تېر کال، له ۴۴ څخه ډېر د چرګانو فارمونه چې له ۶۰۰۰۰۰ څخه ډېرې د هګۍ اچولو چرګانې په کې وې د مرغانو د والګي له امله له منځه لاړل،‌ او د دغو فارمونو له جملې څخه اکثر ونه توانېدل چې خپلې سوداګرۍ ته بېرته راستانه شي. زمونږ پانګوالو په میلیونونو ډالر تاوان وکړ.»

د ناقانونه وارداتو د مخنیوي هڅې

په هرات کې نژدې ۳۰۰۰ د چرګانو فارمونه فعالیت کوي‌ چې اکثر یې په ولسوالیو او کلیوالو سیمو کې دي او د هغو شمېر لا په ډېرېدلو دی. هغوی سیمې ته چرګان او هګۍ تأمینوي او همدارنګه غور،‌ بادغیس، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو ته ځي.

وروسته له هغه چې د هرات د چرګانو فارم لرونکیو له ایران څخه د چرګانو او هګیو د ناقانونه وارداتو په هکله ډېر شکایتونه وکړل، سرحدي ځواکونو امنیتي ګامونه پورته کړل.

د هرات مقامات وایي چې په نتیجه کې تېره میاشت یو شمېر موټرونه چې ایراني چرګان او هګۍ په کې بار ول ضبط کړای شول.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «مونږ داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ایراني شیان په ناقانونه توګه را واردېږي. مونږ ټولو د ګمرک افسرانو ته لارښوونې کړي چې د ناقانونه وارداتو مخه ونیسي ځکه چې د کورنیو تولیداتو او محلي صنعت حمایه کول زمونږ لپاره لومړیتوب دی.»

هغه وویل، «مونږ د چرګانو او هګیو د تولید په برخه کې پرځان بسیا یو، او مونږ د هغو په ناقانونه وارداتو باندې سخت بندیزونه لګولي دي. مونږ چمتو یو چې لومړی د کورنیو مارکېټونو ضرورت پوره کړو او بیا پاتې چرګان او هګۍ صادر کړو.»

هغه وویل، هغه کسان چې په ناقانونه توګه له ایران څخه چرګان او هګۍ را واردوي هغوی به له قانوني تعقیب او سزا سره مخامخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500