امنیت

تهران د یورانیمو د غني کولو د پروسې د ودرولو لپاره د نړۍ غوښتنې له پامه وغورځولې

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې افسران پرې ورټول دي د وري په ۲۹مه په تهران کې په یوه پوځي رسم ګذشت کې چې د ایران د اردو کلنۍ ورځ لمانځي برخه اخلي. د ایران رژیم په پام کې لري چې د یورانیمو د غني کولو له هغو سطحو څخه پښه واړوي چې د ۱۳۹۴کال په مذاکراتو کې پرې هوکړه شوې وه، او دا داسې وېرې رامنځته کوي چې دغه هېواد د یو اتوم جوړولو ته ور نژدې کېږي. [ای اېف پي]

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې افسران پرې ورټول دي د وري په ۲۹مه په تهران کې په یوه پوځي رسم ګذشت کې چې د ایران د اردو کلنۍ ورځ لمانځي برخه اخلي. د ایران رژیم په پام کې لري چې د یورانیمو د غني کولو له هغو سطحو څخه پښه واړوي چې د ۱۳۹۴کال په مذاکراتو کې پرې هوکړه شوې وه، او دا داسې وېرې رامنځته کوي چې دغه هېواد د یو اتوم جوړولو ته ور نژدې کېږي. [ای اېف پي]

تهران -- د ایران رژیم د ۱۳۹۴ کال د اتومي تړون د سرغړونو په لړ کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو دا غوښتنې له پامه وغورځولې چې د یورانیمو له لا نورې بډاینې څخه لاس واخلي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۲مه/ د کابینې په یوه غونډه کې وویل، «مونږ به د غني کولو سطحه له ۳.۶۷٪ څخه هر څومره چې مونږ وغواړو، ضروري وي او مونږ ورته ضرورت ولرو، زیاته کړو.»

همدارنګه د ایران حکومت ګواښ وکړ چې که هغه عمده هېوادونه چې په تړون کې ښکېل ول د بندیزونو په اسانولو او په ځانګړې توګه هغوی ته د تېلو د خرڅانه د اجازې په ورکولو کې مرسته ونه کړي، دوی به لا نور مخکې لاړ شي او له لا نورو اتومي ژمنو څخه به پښه واړوي.

د مخالفت د غږ یووالی

روسیه، چین، فرانسه، جرمني، برتانیا او متحده ایالات څو له هغو هېوادونو څخه دي چې په ایران یې غږ وکړ چې له دغه کار څخه لاس واخلي.

له یوه ایراني مستند فلم څخه اخیستل شوی عکس د ایران د یورانیمو د غني کولو یو مرکز ښیي. [آرشیف]

له یوه ایراني مستند فلم څخه اخیستل شوی عکس د ایران د یورانیمو د غني کولو یو مرکز ښیي. [آرشیف]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، «مونږ په خپلو ایراني همکارانو باندې غږ کوو چې ارام واوسي، په هېڅ ډول له احساساتو څخه کار وانه خلي او د اتومي انرژۍ د نړۍ والې ادارې د خوندیتوب د تړون شرایط او د دې هوکړې نور پروتوکول مراعت کړي.»

لاوروف د آیرلنډ د بهرنیو چارو وزیر سایمون کوویني سره له خبرو کولو څخه وروسته وویل، «دا تړون د اتومي وسلو د نه پراختیا د رژیم د قوي کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګېنګ شوانګ د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ به یوه خبري غونډه کې وویل، «چین د ایران له خوا اخیستل شویو ګامونو باندې خفه دی.»

ګېنګ وویل، «مونږ په ټولو لوریو غږ کوو چې دې مسئلې ته له یوه اوږدمهالي او عمومي لید څخه وګوري، حوصله وکړي او جی سي پي او ای (هستوي تړون) ټولو ته پابند پاتې شي چې وضعه لا نوره ترینګلې نشي.»

د اروپایي‌ اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې فیدریکا موګیریني او د درې هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو (د فرانسې د جین یویس لي دریان، د جرمني د هیکو ماس او د برتانیا د جیریمي هنټ) له خوا لاسلیک شوې یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، «مونږ په ایران باندې تاکید کوو چې دا ګام بېرته واخلي او د دداسې نورو ګامونو له اخیستلو څخه ځان وساتي چې هستوي تړون کمزوری کوي.»

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ د ایران له خوا په دې پرېکړه چې د هستوي وسلو د نه خپراوي یو مهم سند تر پوښتنې لاندې راولي خفه یو.»

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په خپله اعلامیه کې ویلي چې هغه د نړۍ ځواکونو سره د ۱۳۹۴ په تړون کې له ټاکلي حد څخه د تهران د تېرېدو «یادښت په اندېښنې سره» اخیستی دی او په ایران یې غږ وکړ چې «په سملاسي توګه له دغه بې هدفه کار څخه را شاته شي او له بل هر داسې ګام اخیستنې څخه ځان وژغوري چې د هغه هستوي وجایب تر پښو لاندې کوي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران رژیم «له اور سره لوبې کوي».

دا خبرونه د داسې سختو ترینګلتیاوو په ترڅ کې مخې ته راځي چې ایراني ځواکونو د بین المللي اوبو په سر د متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله او له هورموز تنګي سره نژدې یې د تېلو په څو ټانکرونو باندې بریدونه وکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500