امنیت

په تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د یوه مهم پله په نړولو سره ۲۰ کلیو ته تللې لاره پرې شوه

د هدایت الله راپور

دا بې نېټې عکس د تخار ولایت په خواجه چنګال سیمه کې پول د طالب اورپکو له خوا د چنګاښ په ۳ مه له نړولو څخه مخکې ښیي. [فېسبوک]

دا بې نېټې عکس د تخار ولایت په خواجه چنګال سیمه کې پول د طالب اورپکو له خوا د چنګاښ په ۳ مه له نړولو څخه مخکې ښیي. [فېسبوک]

کندوز -- ځایي مقامات او اوسېدونکي وایي چې طالب اورپکو د تخار ولایت په خواجه چنګال سیمه کې یو پول د دې لپاره ویجاړ کړ چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو مخه پرې ونیسي.

حکومت دا پول دوه کاله مخکې جوړ کړ چې په جوړولو سره یې ۲۰ کلي او درې ګاونډۍ ولسوالۍ سره ونښلول شول.

د چنګاښ په ۳ مه طالبانو پول ته چاودنه ورکړه.‌

د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي وویل، «دا پول ۱۰۰ متره اوږد وو او څو ولسوالۍ یې د تخار ولایت مرکز سره نښلولې. دا چې د تالقانو په سیند کې اوبه ډېرې زیاتې دي، دا ناشونې ده چې خلک له سیند څخه تېر شي.»

دا بې نېټې عکس چې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کیږي پول د طالبانو له خوا د چنګاښ په ۳ مه له ورانولو څخه وروسته ښیي. [فېسبوک]

دا بې نېټې عکس چې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کیږي پول د طالبانو له خوا د چنګاښ په ۳ مه له ورانولو څخه وروسته ښیي. [فېسبوک]

هغه وویل، «طالبانو دا پول د دې لپاره ویجاړ کړ چې لاره پرې بنده کړي او حکومتي ځواکونه ونشي کولی چې هغوی پسې ورشي. مونږ دې ته وارخطا یو چې هغوی به درې نور پلونه هم ونړوي.»

افضلي وویل، هغه نور درې پلونه چې د طالبانو احتمالي هدفونه دي رستاق، خواجه بهاءالدین، چاه آب، درقد، ینګي قلعه او داش قلعه ولسوالۍ سره نښلوي.

طالبان له پخوا راهیسې د پلونو او سرکونو په څېر مهمې بېخبناوې نړوي.

د ۱۳۹۴ د زمري په ۹ مه، طالبانو د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د یوه سیند دپاسه یو ۱۲۰ متره اوږد پول ویجاړ کړ. هغه پول د فواید عامه وزارت له خوا جوړ شوی وو.

وروسته د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۹مه،طالبانو الچین پول چې څلور ولسوالۍ او همدارنګه د منځنۍ اسیا هېوادونه یې د شېرخان بندر له لارې د کندوز ولایت مرکز سره نښلول، ونړاوه.

د تېر وږي په ۲۵ مه، طالبانو یو مهم ۱۵ متره اوږد او ۵ متره پلن د سرک دپاسه پول چې د بغلان ولایت بغلان مرکزي ولسوالي یې د ولایت مرکز پلخمري سره نښلوله،‌ ونړاوه.

له یوې نا ارامۍ څخه ډېر

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي میر حیدر قل چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، طالبانو په تخار کې موجود پول نیمه شپه ونړاوه، او له هغه وخت راهیسې هېڅ موټر نه دی توانېدلی چې له ۲۰ کلیو څخه ډېرو ته لاړ شي.

هغه وویل، «طالبانو دغه پول د قوي چاودېدونکو موادو په کارولو سره د شپې ۲ بجې ونړاوه څو امنیتي ځواکونه ونشي کولی چې هغوی تعقیب کړي.‌ د پله په ویجاړولو سره، له کلیو څخه تالقان ښار ته راغلې ټولې لارې بندې شوې.»

هغه وویل، اوسېدونکي د خوړو له کمي سره مخامخ دي او نشي کولی چې ناروغ یا ټپي کسان روغتونونو ته ورسوي.

قل طالبانو ته په خطاب کې وویل، «ولې تاسو زمونږ پلونه او سرکونه ویجاړوئ؟ آیا دا کار د دې لپاره کوئ چې د نورو هدفونه پوره کړئ؟»

هغه وویل، «په هوش راشئ او له دغو تخریبي کارونو څخه لاس واخلئ. تاسو سرکونه ویجاړوئ. تاسو ښوونځي،‌ کورونه او روغتونونه په خپلو پناه ځایونو او مورچلونو باندې بدل کړي دي.‌ ولې؟»

د خواجه چنګال سیمې یوه اوسېدونکي محمد اسلم حامد چې ۳۶ کاله عمر لري وویل، «که څوک نیمه شپه ناروغ شي، له مونږ نه به لاره ورکه وي ځکه مونږ نه پوهېږو چې څنګه یې روغتون ته ورسوو.»

هغه زیاته کړه، «اکثر ځایي خلک بزګران دي، او که پول ژر پرانستل نشي، د هغوی محصولات به ګنده شي او هغوی به خپله عایداتي سرچینه له لاسه ورکړي.»

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي مولوي محمد عیسی غفوري چې ۵۲ کاله عمر لري، وویل، «طالبان عامه شتمني داسې په ښکاره ویجاړوي او د عامو خلکو ګټو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.»

هغه وویل، «دولتي ملکیتونه زمونږ ملي پانګه ده،‌ او د پلونو، پلچکونو، د ښوونځیو د ودانیو، سرکونو او جوماتونو ورانول خیانت او د افغانانو په وړاندې بې وفایي ده.»

غفوري وویل، «که د یو چا په زړه کې لږ اسلام هم وي، هغوی یو پول، جومات یا یو سرک نه ورانوي.»

بیا ودانول او د طالبانو پر ضد لاس په کار کېدل

د تخار ولایت د بیارغونې او د کلیو د پراختیا ریاست رییس انجنیر صبغت الله نظري وویل، د عامه پروژو -- په ځانګړې توګه هغو چې د خلکو ستونزې هواروي -- تطبیق د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې راځي.

هغه وویل، «کله چې سرکونه بند وي، هغه د هر چا په ژوند باندې منفی تاثیر کوي. هیڅوک هم نشي کولی چې خپل زراعتي محصولات بازار ته ولېږي، او روغتون ته د ناروغانو رسول هم ډېر سختېږي.»

نظري وویل، «کله چې امنیتي ځواکونه په دې سیمه کې ثبات راولي، زمونږ انجنیران به وکولی شي چې ساحې ته راشي او د پله په بیارغونه باندې به کار کول پیل کړي.»

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وویل، افغان ګډو ځواکونو د افغان هوایي ځواک او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په مرسته په اشکمش، بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د لویو لارو په اوږدو کې تصفیوي عملیات پيل کړي دي.‌

هغه د چنګاښ په ۹ مه وویل، د پامیر - ۱۰۰ په نامه دغه عملیات له څو ورځو راهیسې روان دي او تر اوسه پورې یې له ۶۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژلي یا ټپي کړي دي.‌

هغه وویل، «په وروستیو شپنیو عملیاتو کې چې امنیتي ځواکونو د تالقان ښار په لمنو کې په څلورو بېلابېلو ولسوالیو کې ترسره کړل،‌ هغوی وکولی شوای چې طالبان له یو شمېر کلیو څخه وباسي.»

اسیر وویل، «مونږ دې ته ژمن یو چې نا امنه سیمې له ترهګرو څخه پاکې کړو.»

د افغان ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو یوه ویاند ډګروال عبدالهادي جمال د چنګاښ په ۹مه وویل، «په تېرو ۱۰ ورځو کې، طالبانو د تخار ولایت د اشکمش او بهارک ولسوالیو د نیولو لپاره یو شمېر پراخ بریدونه ترسره کړل، خو له نېکه مرغه چې هغوی مات کړای شول.»

هغه وویل، «زه پر طالبانو غږ کوم چې د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو پر ضد له مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې پروسې سره یوځای شي که نه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به هغوی له منځه وېسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500